د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ١٣٨٩ کال ولسي جرګې ټاکنې

08.10.2010 23:03    |   عبدالرووف الهام چې قاتل ؤ او رهزن ؤ انتخاب شو

چې قاتل ؤ او رهزن ؤ انتخاب شو چې له دې نه لا تورزن ؤ انتخاب شو

28.09.2010 09:48    |   ډاکټر جاويد پښتون د کندهار انتخابات او د اغا ماما پاچهي

که څه هم د انتخاباتو کميسيون تر اوسه پوري د کندهار ولايت د ولسي جرګې د ټاکنو ابتدايي نتايج لا تر اوسه نه دي اعلان شوي خو د ولسمشر د نازولي ورور اغا ماما د امپراتورۍ يوه نژدې او باوري سرچينه وايي چي بريالي کانديدان په دې ډول دي :

23.09.2010 23:12    |   ديوه ګل چلاس دکونړپه ولایت کی د ۱۳۸۹ کال دولسی جرګی دټاکنوددرغلیورهبری کونکونوماندانوسره څه چال چلندروان دی؟

زمونږغوښتنه دکونړولایت ددولتی چارواکواوپه خاص ډول دکونړولایت دټاکنودشکایاتوداوریدودکمیسون څخه داده چی دکـونړپه هغه دردیلواوکړیدلوخلکوزړه وسوزوی کوم چی خپل ضمیرونه یی نه دی پلورلی دپردولخوا د تربیه شوو نوماندانومحکمه په رسمی توګه پیل کړی اوددوی دملااوحاجی په نوم اصلی څیره خلکوته بربنډه کړی دابه دچارواکودکونړداولسونوسره ډیره زیاته مرسته وی چی په راتلونکی کی بیاڅوک د داسی اشخاصوپه ظاهری څیرو باورونکړی اودنورولپاره عبرت شی.

22.09.2010 13:30    |   فاروق جان منګل دانتخاباتوله بهیرڅخه دښځوپراخ ملاتړ

چهارشنبې په ورځ سهارمهال دخوست ولايت په لسګونونجونواومېرمنوديوې پراخې غونډې په ترڅ کې دولسي جرګې لپاره دسنبلې د۲۷ مې نيټې دسرتاسري ټاکنوله بهير څخه ملاتړڅرګند کړ اوهغه مېرمنې اوښځې يې وستايلې ،چې په نوموړي ملي بهير کې يې برخه اخيستې ده .

20.09.2010 22:23    |   حاذق نرنګی ټولټاکنې که د لويانو لپاره د ساعتتيرۍ وسيله؟

په ټولټاکنو کې درغلي نه ده شوې!!! عجبه ورځ وه، هر څه تيريږي او دغه ورځ هم تيره شوه، فکر کوم ځينې نوماندان به څومره په انديښنه کې وو، او څومره دعاوې به يي کولې، خو که لاندې قصه ولولې د دعاوو زور کمزوری ښکاري.

19.09.2010 07:55    |   سلام خان بالاخره انتخابات برگزار وختم شد

پروسه ی رای دهی انتخابات توسط فضل احمد معنوی رییس کمیسیون مستقل انتخابات افغانستان صبح روز شنبه رسما آغاز شد. حامد کرزی رییس جمهور کشور نیز یکی از رای دهنده گانی بود که در نخستین دقایق آغاز این پروسه در مرکز رای دهی لیسه امانی شهر کابل رای خود را به صندوق ریخت

18.09.2010 14:59    |   ټول افغان په ختيځ زون کې د ټاکنو د کميسيون مسوول په درغلۍ تورن شوی

په ننګرهار کې يوې باخبره سرچینې ټول افغان ته وويل په ختيځ زون کې د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون مسوول ښاغلي سلېمانزي د يوشمېر ځانګړيو کاندیدانو لپاره په ښکاره کمپاين کړی او د نورو د ځپلو لپاره يې ډول ډول چارې ترسره کړي.

18.09.2010 14:10    |   ټول افغان هزاره رای ورکوونکیوته نیم ساعت زیات وخت ورکړل شو

په هزاره ميشتو سيمو کې تر څلورنیمو او نورو سيمو کې تر څلورو بجو پورې ټاکنې ترسره شوې

18.09.2010 09:34    |   بشر افغان شېرزي د عبدالوکيل په ليسه کې رايه وکاروله

دننګرهار ولايت والي اوسلاکار وزير ښاغلي ګلا آغا شيرزي او ورسره دده کاري ټيم په عبدالوکيل عالي ليسه کې خپله رايه وکاروله او دننګرهار ولايت پر ټولو ولسونو يې غږ وکړ چې په زغرده رايه ورکړي او خپل د خوښې نوماند وټاکې.

18.09.2010 09:33    |   فريد الله عاجل خبر: په كندهاركي چاودنه وشوه

همدا اوس پنځه دقيقي دمخه په كندهاركي دالجديد ماركيټ مخي ته چاودنه وشوه دتلفاتوپه اړه معلومات نشته

18.09.2010 09:30    |   بشر افغان په ننګرهار کې جعلي کارتونه ونيول شول

د ننګرهار ولايت د عبدالوکيل ليسې په اتخاباتې حوضه کې يو تن د رائې کارونې پر مهال د جعلي کارتونو سره ونيول شود عيني شاهدانو پر وينا چې تورن شخص ومنله چې دغه کارتونه ورته ولسي جرګى ته دنوماند فريدون ( مومند) له لورې ويشل شوي . تورن شخص د پښتنو او ګرويګنو لپاره پوليسو ته سپارل شوې دى.

18.09.2010 09:28    |   محمد دچك په ولسوالي كې د انتخاباتو بهير

په ټول افغانستان كي په اوه بجي باند ي درايي وركول بهيرشروع شوخودوردګوولايت دچك په ولسوالي كي دمزايلواوهاوانونوباران شروع شوترهمدي ګړي پوري 12 راكيټونه راغلي دي خوهمدا اوس اوس داده ډيره سخته جكړه پيل شوه .

18.09.2010 09:27    |   ارين احمدزى د لوګر څخه د ټاکنو په اړه رپوټ

د دې سره سره چې په ټول هيواد كې د رايه اچونې پروسه سهار اوبجې پيل شوې اوولسمشر كرزي په ټولو افغانانو غږ وكړ چې په رايه اچونه كې ګډون وكړي، خو په لوګر كې د په ځانګړې توګه د بركي برك ، څرخ، خروار، او ازرې په ګډون په ولسواليو كې په څو په شمير مركزونه پرانيستل شوي دي چې په دې مركزونو كې هم د پاخواب روغني، او اله دادخيلو په نوم سيمه كې تر دې دمه جګړه دوام لري. شيبې وړاندې له سيمې څخه خالد احمدزي راته د ټليفونو پر ليكله امنيتي وضعه د انديښنې وړ وبلله او ويې ويل چې هرې خواته د ډزو غږونه اوريدل كيږي او دوى نه پوهيږي چې څه دي او نه هم څوك له كورونو څخه را وتلي دي او هرځاى كې وسله وال ليدل كيږي.

16.09.2010 09:32    |   اماره دپارلماني ټولټاکنوپه نوم دتیرایستونکې پروسې په هکله داسلامي امارت اعلامیه

ماتې خوړلي امریکایان اودهغوۍ لاسپوڅې اداره غواړي دوږي دمیاشتې په (۲۷) نیټه چې د۲۰۱۰ میلادي کال دسپتمبردمیاشتې له (۱۸) سمون خوري دپارلماني ټول ټاکنوپه نوم یوه بله ناکامه اوتیرایستونکې پروسه په کارواچوي. ددغې امریکايي پروسې ټول مالي لګښت ،دهغې اداري تشكيلات اودهغې وروستۍ پایلې مخکې ترمخکې دامریکايي سفیر کارل ایکنبیري اوپه افغانستان کې دهغوئ دپوځي ځواکونو دمشرجنرال پیټرایوس لخوا ټاکلې شوي ،خوددې لپاره چې امریکایان افغان ولس اونړیوالوته وښیې چې دوئ په افغانستان کې په اصطلاح دافغانانو دخوښې منتخب حکومت اوپارلمان رامنځته کول غواړي نوبیاددغسې تش په نامه انتخاباتي پروسو په لاره اچول پیل کړي.

16.09.2010 09:30    |   شیرین اغا جهانګیر د سنبلې ۲۷ او د هغې ارزښت

ټولټاکنې د ډیموکراسۍ یو اصل دی، ډیموکراسي له جمهوریته پرته او جمهوریت له ټولټاکنو پرته هسې پوچې د خولې خبرې دي. ډیری غربي هېوادونه نن د رښیتې ډیموکراسۍ مظاهره ورکوي. زمونږ هېواد افغانستان له ډیرو ناخوالو او کورنیو جګړو وروسته اوس اوس د ډیموکراسۍ په لور خپل لومړي ګامونه اخلي. په دې کې شک نشته چې د افغانستان اوسنی سیاسي وضع، قومي ترکیب او ذهني او کلتوري توپیرونه دیته اماده ندي چې رښتینې ډیموکراسۍ په کې پلې شي او رڼې او شفافې ټولټاکنې په کې ترسره شي. مګر که په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان د کونیو جګړو حالاتو ته ځیر شو، دا باید یو غنیمت وګڼل شي او افغان ملت باید ورته په ورین تندي هرکلی ووايي.

16.09.2010 07:56    |   تخاری په تخار كې د پښتنو د انتخاباتو مركزونه وتړل شول

په تخار ولايت كې د پښتنو، تاجكو او نورو قومونو په پرتله د اوزبكو شمير زيات دى، په دغه ولايت كې دوي په هر ډول حاكم دي، هغه پښتانه چې دوه كاله وړاندې خپلوسيمو ته راستانه شوي وو اوس هم په همغه شړيدلي زندان كې شپې سبا كوي، د هغوي غږ په پارلمان او نورو دولتي ادارو كې هيچا هم وانه وريده، دغه خړ پړ پښتانه خو يو ځل د ژوند له عظيم سهولت سرپناه او زراعتي ځمكو څخه بې برخې شول او هغه ترې زورورو واخيستې خو داځل يې ترې الله وركړې حق (( رايه )) هم واخيسته.

15.09.2010 13:47    |   وليد احسان ازمون ته رايه سمون ته رايه ده!

دننګرهار پتمن اوغيرتي وسله.درنو فرهنګيانو او دقلم خاوندانو او ټوپو هغو ورونو چې په افغانستان کې دزورواکۍ دپاې هيله لرئ تاسو پوهيږئ چې دولسي جرګې ټاکنې په پنځو کالو کې يو ځل تر سره کيږي په تيرو ټاکنو کې چې هرڅه وشو سر به پرې نه خوږوو ځکه په تللو اوبو پسې يوم اخيستل نه دي په کار! اوس تاسو ته دا چانس يو ځل بيا په لاس درغلى که غواړئ چې دظالمانو له شره خلاص شئ.که غواړۍ چې دڅو کسانو او کورنيو پر ځاې قانون پر ټولنه واکمن شي،که غواړۍ چې دواکمن نظام دمصلحتونو مخه ونيول شي،که غواړئ چې دشمالي ټلوالې دلنډه غرو سره فکري مبارزه وشي،که غواړئ چې دبهرنيو قواو دشتون مسله ديو ميکانيزم لاندې راشي،که غواړۍ چې دفساد او خيانت مخه ونيول شي،که غواړئ چې معارف په ټول هيواد کې په متوازن او برابر ډول پرمختګ وکړي،که غواړۍ چې په هيواد کې زوړ او له باوره وليدلى روغتيايي نظام پر ځاې دنوي دور روغتيايي نظام رامنځته شي،که غواړئ چې دولتي څوکئ دروابطو پر ځاې دضوابطو له مخې وويشل شي نو. دکابل پوهنتون استاد شاعر،ليکوال،ژورنالستاو دهر چا په درد خوړوونکي پوهنمل لال پاچا ازمون ته رايه ورکړئ ځکه چې - ازمون ته رايه سمون ته رايه ده. -ازمون ته رايه بدلون ته رايه ده. -ازمون ته رايه دپښتو ژبې بډاينې او پرمختګ ته رايه ده. -ازمون ته رايه دټوپک واکمنۍ ت دپاې ته رسيدو رايه ده. - ازمون ته رايه دپښتو دسپيڅلي کلتور پرمختګ ته رايه ده. - ازمون ته رايه پر ټولو دپښتون اکثريت دمنلو رايه ده. - ازمون ته رايه دځوانو استعدادنو غوړيدا ته دلارې پرانستو رايه ده. - او ازمون ته رايه داسلام دسپيڅلي دين پر وړاندې دتوطئو و دسيسو دمخنيوي رايه ده په ياد مو وي چې دوږي دمياشتې پر اوه ويشتمه دشنبې په ورځ دسولې سمبول سپينې کوترې او (٨٥) شميرې ته رايه ورکړئ هم يې پر دې دونيا او هم پر هغې دواړو اجر شته.

15.09.2010 08:37    |   خالد لیکوال د عبدالغفار پوپل سره همغږي

د بینوا ویب پاڼې پر مخ مې د عبدالغفار پوپل ورور لیکنه ( کامه وال ته مخه ورکړئ چې ولسې جرګې ته ځي ) ولوسته ښه موضوع یې رابرسیره کړې وه او د زړه درد یې له مونږ لوستونکو سره شریک کړی وو خو خفه په دې شوم چی پوپل ورور د مشت نمونه خروار په توګه زمونږ شریف جان مثال ورکړی وو زما د خفګان وجه دا وه چې شریف جان د ځان سره کامه وال لیکلی ، کامه په یوه وخت کی د علمي ، سیاسي ، روحاني او فرهنګي شخصیتونو د نامه سره لیکل کیده خو اوس د احسان الله جان او شریف الله جان د نامه سره لیکل کیږي.

15.09.2010 08:30    |   ډاکټر محسن هوتک وکالت کوي که د کال موډله ده؟!

له څو مياشتو راهيسې د پلازمينې او نورو ولايتونو استوګن د ولسې جرګې د نوماندانو او يا کانديدانو له تصويرونو سره آشنا شوي دي، د هر کانديد تصوير هرې خوا ځړول شوی د کورونو پر ديوالونو، ونو، د برق پر ستونو او ځينو خو څانګړې چوکاټونه لګولې خپل عکسونه او شعارونه يې نندارې ته وړاندې کړي، څلور لارې خو څه کوې فرعې کوڅې هم ترې پاتې ندي.... په وضعي قوانينو کې او بيا د ټاکنو په قانون کې د هر کانديد حق ده او د نړی په هر هيواد کې چې کله ټاکنې وي نو کانديدان خپل تصويرونه او شعارونه خپلو خلکو ته وړاندې کوي او خپل ځانونه ورپيژني. هلته هر کانديد کوښښ کوې چې خپلې کړنې او خپلې زده کړې خلکو ته وښيې او تر ډيره حده زيار کاږې چې خپل موکلين قانع کړې او هغو ته داسې وښايې چې زه به ستاسو په چوپړ کې يم او هر هغه څه به کوم چې ستاسو د دين، کلتور او هيواد په ګټه وي.

13.09.2010 22:44    |   دحزب اسلامي افغانستان د سیاسي دفتر دټولټاکنو په اړه دحزب اسلامی افغانستان اعلامیه :

حزب اسلامی په رسمي توگه د اشغالگرو ځواكونو تر سلطې لاندي انتخابات رد كړي او په هغه كي برخه نه اخلي.

12.09.2010 12:59    |   ازادي راډيو پاکستان کې په څرګنده د افغان رای ورکونکیو جعلي کارتونه چاپېږي

د ازادۍ راډيو رپوټ ورکړی دی چې د قصه خوانۍ په چاپخونو په دې ورځو کې وار نه شته. ډېرې یې د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د کاندیدانو د لویو لویو پوسټرونو او تبلیغاتي پاڼو په چاپ بوختې دي . خو ځینې کاندیدان یوازې پوسټرونه او تبلیغاتي پاڼې نه چاپوي، بلکې د رای ورکونکې جعلي کارتونه هم چاپوي څو د انتخاباتو په ورځ یې وکاروي .

12.09.2010 12:56    |   کندوزی معين مرستيال په کندوز کې چل او فرېب کوي

معين مرستيال يو هغه كانديد دى چې د كندوز د پښتنو په سترګو كې خاورې اچوي، په تيرو پارلماني انتخاباتو كې به يې د كندوز د چوك پر سر د پښتو او پښتنولۍ خبرې كولې، خلكو ته يې ژمنې وركولې چې سركونه به يې قير كړي، پلونه، سربندونه او لارې به يې جوړې كړي، اونور سهولتونه به ورته برابر كړي، خو كله چې وكيل شو په دغو تيرو پنځه كالو كې يې د خپلو موكيلينو يا هغو خلكو چې رايي يې وركړي پوښتنه هم ونه كړه، كندوزيان په دې خوښ وو چې يو خوله ور او تكړه سړى يې پارلمان ته ليږلې خوكله چې يې په دغه تيرو پنځه كالو كې له هغه څخه كومه ښيګړه ونه ليده، اوس يې عقل سر ته راغې چې وړ كانديد يې پارلمان ته نه دې ليږلى.

06.09.2010 09:00    |   محمد فريد بزګر څوک شته چې له دغې نوماندې وپوښتي؟

نن يي د رابعه بلخي ليسې د زده کوونکو په موټر کې د يوې ښځينه کانديدې (ماستر زهره شفيعی حسيب) معلوماتي ليفليټې ويشلې وې. چې يو يي زما لور ته هم رسېدلې و. د دغه ليفليټ په لومړي مخ کې د مندليف جدول، په دوهم مخ کې يي جنتري او د کانديدې ژوندليک، په دريم مخ کې يي اهداف، چې د اهدافو دوهمه ماده يي دلته ليکم:

04.09.2010 10:37    |   ښکلا احمدزۍ شینکۍ کړوخېل تکړه نومانده

که د تېر پارلمان د استازو سمه او په انصاف ولاړه ارزونه وشي، نو د ګوتو په شمېر وړ، بریالي او د ملي دریځ لرونکي وکیلان او وکیلانې به په کې ومومئ. داسې وکیلان چې خپلې ارې دندې (د قوانینو تصویب، څارنه او استازیتوب) یې په سمه توګه ترسره کړی وي. د دولت او مافيايي ډلو د ناوړه پرېكړو، تصميمونو، سياستونو او غوښتنو ښكار شوي نه وي. د خپلو موکلینو رایو ته یې درناوی کړی وي. دمهمو پرېکړو او تصمیمونو پرمهال یې پر مصحلتونو او سپارښتنو د هېواد ملي ګټو ته ارزښت ورکړی وي.

01.09.2010 10:11    |   عبدالرحمن فرقانی پارلماني ټاکنې ، د دیموکراسۍ بله لوبه په افغانستان کې

دا دهغه تشریعي ځواک نمونه دی چې په یوه دیموکرات نظام کې د حکومتدارۍ لپاره د ولس په ګټه قانونونه او دستورونه ایږدی ، اوبیا د دیموکراسۍ پر بنسټونو ولاړ حکومت دا قانونونه او دستورونه په ټولنه کې تنفیذوي . د دې لپاره چې په دیموکرات نظامونو کې بنیادی اصل دا دی چې ( د ولس حکومت پر ولس باندې ) نو پارلمان یا ملی شوری ته په مستقیمه توګه د ولس نه وکیلان (نمایندګان ) ټاکل کیږي ، تر څو د ملت حقوق د حکومت په چوکاټ کې تر لاسه کړی ، د حکومت له چارو څارنه وکړي ، او د ملت اړتیاوی او غوښتنې حکومت ته ورسوی ، د ملت له مصلحتونو نه دفاع وکړي ، ځکه چې دوی د ملت په استازیتوب ولسي جرګې ته لاره پیدا کړی وي .