د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې د ١٣٨٨ کال ټاکنې

11.01.2010 16:27    |   زمه وال دسوداګرۍ نوماند وزیر ددغې څوکۍ له منلو انکار کړی

دحامد کرزي له خوا پارلمان ته د سوداګرۍ وزارت لپاره ورپېژندل شوي نوماند وزير ددغې څوکۍ له منلو انکار کړی. ښاغلی محمدهادي حکیمي چې په کاناډا کې اوسېږي او ولسمشر کرزي لا له نژدې نه دی ليدلی د مرغومي پر 19مه نېټه د کرزي د دويم مرستيال کريم خليلي له خوا د شپاړسو نوماندو وزيرانو په ډله کې دسوداګرۍ وزير په توګه پارلمان ته ور وپېژندل شو؛خو مخکې له دې چې د باور/نه باور رايه ترلاسه کړي ددغې څوکۍ له منلو په شا شوی.

10.01.2010 13:46    |   خبري څانګه وزارتونو ته د نوماندۍ مارکېټ ګرم دی، کارټون

وزارتونو ته د نوماندۍ مارکېټ ګرم دی، کارټون

02.01.2010 14:10    |   خبري څانګه ولسي جرګې مخدوم رهين ته د باور رايه ورکړه او خپل باور یې بايلود

نن د افغانستان ولسي جرګې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره نوماند وزير مخدوم رهين ته د باور رايه ورکړه. مخدوم رهين پخوا دوه ځلې همدې وزارت ته د ولسي جرګې له خوا نه و منل شوی.

20.12.2009 07:04    |   کمال الدين رنځور د مخدوم رهين په نوماندۍ ولسي جرګه د اخلاقي چيلنج سره مخ ده

شنونکي وايي چې په نوي کابينه کې یو شمېر داسې څېرې شته دی چې که ولسي جرګې د باور رايه ورکړه نو د ولسي جرګې هيڅ اخلاقي حيثيت به پاتې نه شي. په دې وزيرانو کې یو متعصب او فاشيست مخدوم رهين دی.

19.12.2009 11:41    |   جانان د افغان کولتور ضد (رهین) یو ځل بيا راغی

د افغان کولتور ضد (رهین) یو ځل بيا راغی

09.11.2009 18:46    |   د کابينې احتمالي ليست چې د ملګرو ملتونو او بهرنيو په منځ کې د غور لاندې دی

ټول افغان ته په کابل کې باوري سرچينو ويلي دي چې د کابينې او ځينو مهمو دندو دا لاندې احتمالي ليست د ملګرو ملتونو او بهرنيو پورې اړوندو ادارو کې د غور لاندې دی. دولتي سرچينو په دې اړوند څه نه دي ويلي، خو په ترکيه کې د هېوادمشر حامد کرزي سره د مل ډلې د ځينو غړو په حواله ويل کېږي چې د کابينې د غړو په اړه لا پرېکړه نه ده شوې او کرزی پرې اوس هم غور کوي.

29.10.2009 12:55    |   کشمالی د کابل په سرينا هوټل د توغندي بريد د لوی درستيز بسم الله خان هلکانو کړی دی

ټول افغان ته باوري سرچينو ويلي دي چې د ملي امنيت چارواکو له پلټنو وروسته معلومه کړې ده چې پرون د کابل سرينا په هوټل د توغندي بريد د ملي اردو له یوې قرارګاه چې د لوی درستيز بسم الله خان کسان په کې دي شوی دی.

25.10.2009 13:29    |   کمال الدين رنځور د طلوع څښتن هم د عبدالله عبدالله د دعوی پلوي کوي

د طلوع تلويزيون څښتن سعد محسني د عبدالله عبدالله د هغې دعوی چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د مشرانو د لرې کولو په اړه یې لري پلوي کوي.

21.10.2009 07:41    |   کمال الدين رنځور کرزی بايد دويم پړاو ته مرور پخلا کړي - کمال الدين رنځور

په تېرو ۸ کلونو کې هېوادمشر کرزي ډېرې تېروتنې کړي دي. همدا تېروتنې د دې لامل شوې چې کرزی د ټاکنو په لومړي پړاو کې يا پاتې شي او يا پاتې کړل شي. اوس نو د دې وخت راغلی چې کرزی له تېرو تېروتنو پند واخلي او مرور افغانان بېرته پخلا کړي.

12.10.2009 09:26    |   خوشال روهي ټولټاکنې که امريکايي تیاتر؟! - خوشال روهي

يادونه: دا ليکنه ښاغلي خوشال روهي د ۱۳۸۸ کال د ټاکنو له ترسره کېدو دمخه ليکلې او د اګست په ۱۴ نېټه ټول افغان خپره کړې وه. دا ليکنه د ټاکنو په مهال یو له لږو ليکنو څخه وه چې له احساساتو لرې په کې د ټاکنو په موخه او اغېزه خبرې شوي دي. د ټاکنو له کېدو وروسته د جنجالونو په رڼا کې د دې ليکنې یو ځل بيا لوستل اړين دي. په همدې موخه یې بيا خپروو. په درنښت، د ټول افغان اداره

07.09.2009 07:53    |   کمال الدين رنځور په کابل کې د ايران سفير: په افغانستان کې دې ايتلافي حکومت جوړ شي

په کابل کې د ايران سفير او د دې هېواد د بهرنيو چارو د وزارت وياند د افغانستان د ټاکنو د پايلو په اړه ويلي دي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي دي او بايد ایتلافي حکومت جوړ کړل شي.

03.09.2009 22:34    |   محمدکریم نور د عبدالله کمپاینر : موږ به تاوتریخوالي ته لاس کړو

د عبدالله کمپاینر : موږ به تاوتریخوالي ته لاس کړو

02.09.2009 21:38    |   الهام ياسيني او ارين احمدزی د ۶۰،۳٪ مرکزونو د رایو اعلان وشو، کرزی، عبدالله او بشردوست په ترتيب مخکې دي

د ټاکنو خپلواک کميسيون تر اوسه د۶۰،۳٪ مرکزونو د رایو اعلان کړی دی. په دې رایو کې چې ټولې ۳مليونه ۸ لکه او ۸۵ زره او۳۳۸ رایې کېږي کرزی اوس هم د ۴۷،۳٪ رایو په اخيستلو تر نورو کانديدانو مخکې روان دی.

30.08.2009 09:53    |   کمال الدين رنځور واشنګټن پوسټ: په بلخ کې د عبدالله په ګټه درغلي شوي ده

له امريکا څخه خپرېدونکي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د اګست په ۲۸ په یو رپورټ کې د افغانستان په شمال کې په ټاکنو کې د عبدالله عبدالله په ګټه د درغلیو بېلګې خپرې کړي دي.

30.08.2009 09:03    |   کمال الدين رنځور طالبانو له یو رایه ورکونکي غوږونه او پوزه پرې کړل

چاپي او انځوریزو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې له لال محمد څخه وسلوالو هغه وخت غوږونه او پوزه پرې کړل چې نوموړی د زمري په ۲۹ د رایې ورکولو مرکز ته په لاره و. لال محمد د وسلوالو له خوا ودرول شو، د رایې کارت یې ورته څېرې کړ او بیا یې په ډېره بې رحمۍ ترې غوږونه او پوزه پرې کړل. نوموړي ته دا سزا په ټاکنو کې د رایې ورکونې له کبله ورکړل شوې ده.

29.08.2009 19:14    |   کمال الدین رنځور په ۳۵٪ رایو کې کرزی لومړی، عبدالله دویم، او بشردوست درېم نمبر دي

د ټاکنو خپلواک کميسيون تر اوسه د ۳۵٪ مرکزونو د رایو اعلان کړی دی. په دې رایو کې چې ټولې ۲ مليونه یو لک او ۴۰زره او ۶۴۳ رایې کېږي کرزی په لومړي مقام روان دی.

27.08.2009 09:43    |   عبادالله کامراني هولبروک د حامدکرزي سره په ټاکنو کې د درغلۍ په سر لانجه کړې ده

ټول افغان ټکی کام ته باوري سرچينو ويلي دي چې افغانستان او پاکستان ته د امريکا ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک په ټاکنو کې د درغليو له برسېره کېدو څخه وروسته د ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي دي او په ټاکنو کې د پراخه درغليو په سر یې د نوموړي سره شور کړی دی.

25.08.2009 11:59    |   احمد حمزه پاڅون د نړۍ تر ټولو فاسده او له درغلیو ډکې ټاکنې

د افغانستان ټاکنو ته هم د افغانانو او د بهرنیانو تمه چې ګوندې ټاکنې به داسې تر سره شي چې لږ تر لږه د مشروعیت بوی به ولري. خو د دې اټکلونو خلاف داسې څه وشول چې ګومان کېږي په هېڅ هیواد کې به ساری ونلري. په ټاکنو کې له هر ډول فریبکارۍ، درغلۍ، زور او چل څخه کار واخیستل شو او بیا ځنې کسان چې ځانونه یې په پیسو پلورلي وايي دا ټاکنې افغانستان ته یوه لاسته راوړه وه ځګه چې افغانانو خپله تر سره کړې او اداره یې د افغانانو په لاس کې وه، خو په حقیقت کې دوئ خپل ځانونه وشرمول

25.08.2009 09:43    |   کمال الدين رنځور الجزیره: طالبان اوس هم رایه ورکونکي نيسي

د يادونې وړ ده چې په ټاکنو کې د برخه اخيستنې په تور د ګوتو غوڅول د اسلام د مبارک دين د احکامو څرګند مخالفت او سرغړونه ده.

24.08.2009 11:09    |   کمال الدين رنځور - جلال اباد په ټاکنو کې د درغليو په اړه شکونه مخ په زياتېدو دي

د تېرې پنجشنبې د ورځې په ټاکنو کې د یو شمېر درغليو راپورونه مخ په زياتېدو دي. سره د دې چې یو شمېر کانديدانو د خپلو رايو د ورکېدواو د نورو په ګټه د رايو د صندوقونو د ډکېدو خبرې کوي د ټايمز ورځپاڼې په سويلي ولايت هلمند کې د درغليو بله بېلګه ښودلې ده.

24.08.2009 08:53    |   فروتن له اشرف غني احمدزي سره مرکه

درنو لوستونکو، د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکې ټولټاکنې يوه حياتي مسئله ده. ولسمشريزو ټاکنو ته ۴۱ کانديدانو خپل نومونه ليکلي دي، په دوی کې يو هم د سياست او اقتصاد متخصص ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزی دی.

22.08.2009 10:35    |   د ميرويس ياسيني د ټاکنيز کمپاين مرکزي دفتر نن په کابل کې ميرويس ياسيني رسنيو ته په مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې وکړې او د ټاکنو په اړه یې د رسنيو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

ياسيني زياته کړه چې موږ د قانون سر سم کمپاین کړي دی، چاته مو پیسې نه دي ورکړي، د ملیشو په واسطه مو رایي نه دي اخستي, چاته مو رشوتونه نه دي ورکړي, چا سره مو د افغانانو په شتمنیو معامله نه ده کړي او موږ د ټاکنو نتایجو ته احترام لرو خو ټاکنې باید شفافیت ولري.

20.08.2009 08:05    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين مرکزي دفتر د کابل په تره خېلو او لسمه ناحيه کې د کرزي په ګټه درغلي او په هرات کې موږ سره زياتی

نن سهار د کابل ولایت په تره خیلو کې د پارلمان وکیل ملا ترخیل د حامد کرزي لپاره د ټاکنو بکسونه کور ته وړي او د حامد کرزي لپاره يي په خپل کور کې ډک کړي دي. دغه خبره موږ ته عيني شاهدانو هم کړې ده او د یوناما هغه موټر ډرایور چې بکسونه يي د تره خېل کور ته وړي موږ ته کړې ده.

18.08.2009 09:45    |   حاجی ګل وهاج د ولسمشریزو او ولایتي شورا ګانو د ټاکنو په موخه د نوماندو د کمپاین دوره پای ته ورسیده

دا چې د ولسمشریزو او ولایتي شورا ګانو د ټاکنو لپاره د ۱۳۸۸ کال د زمری د میاشتې ۲۹مه نېټه غوره شوې ده، ۴۲ ساعته وروسته په ټول هیواد کې ټاکنې پیل کیږي نو په دې موخه د نوماندو د کمپاین موده تیره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسیده چې اوس مهال د سکوت او خاموشي دوره ده. په دې اړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مرستیال ښاغلی ذکریا بارکزي په ټولو محترمونوماندو ، ژورنالستانو او رسنیو غږ کړی چې د ټاکنو د قانون درناوی وکړې او د هیڅ نوماند په اړه کمپاین یا تبلیغات په مکمله توګه په ټپه ودروې.

17.08.2009 17:41    |   د میرویس یاسیني د ټاکنيز کمپاين مرکزي دفتر د ننګرهار په بټي کوټ او حصار شاهي کې ميرويس ياسيني ور په ور کمپاين وکړ

د ټاکنيزو تبليغاتو په اخري ورځ ميرويس ياسيني په ننګرهار کې کمپاين وکړ. په دې لړ کې نن سهار د یوې پرتمينې غونډې څخه وروسته چې د جلال اباد ښار د شېرزي په لوبغالي کې وشوه او ۲۵ زره هېوادوالو په کې برخه اخيستې وه، ميرويس ياسيني د حصارشاهي ولسوالۍ ته ولاړ او ور په ور کمپاين یې وکړ.