کرکټ: کورني
د افغانستان د کورنيو لوبو رپوټونه
Early in the morning ACB announced that Paktika has proceeded to the Quarter Final for having the highest run rate among the three winning teams of Group B and Nangarhar had to play Laghman to determine the other team for Quarter Final.
نن د ولایتي اتصالاتو سیالیو په ترڅ کې ننګرهار هرات ته په ۱۲۲منډو ماتې ورکړه او د اول ځل لپاره د ننګرهار آل راوینډر لوبغاړي ضمیر خان پکې لومړۍ سلیزه ووهله او د هرات شپږ لوبغاړي وسوځل.
پچه پکتيکا وګټله او لومړی يې پخپله توپ وهنه غوره کړه. پکتيکا په خپل صف کې د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی احمدشاه احمدي هم لري. لوبه په ملي سرود پيل شوه. پکتيکا پوخ شين رنګ او بدخشان نارنجي رنګ جامې په تن لري. ملي سرود ته دواړه لوبډلې لاس په نامه ولاړې وې.
کاپيسا ته ګټل ورو ورو سختېدل. په ۳۰م اور کې یې ۸ ویکټې غورزېدلې وې او ۱۲۱ منډې یې جوړې کړې وې. کاپيسا ته مشکله وه چې د سيالۍ تر ټولو لوړ هدف پوره کړي. کاپيسا خپله اخري خواري وکړه او په پای کې یې ۱۷۶ منډې جوړې کړې خو پاتې دوه ويکټې یې هم له لاسه ورکړې او لغمان ته یې په ۹۳ منډو بايلوده.
د کرکټ بورډ څخه هغه لوبغاړي چې د ۱۶ کلنو لوبډلې کې نومونه د ډېر عمر په کتار کې راغلي غواړي چې د کابل فرانسوي روغتون رسمي نتیجي ورته وړاندې کړي او کرکټ بورډ تورنوي چې د ۱۶ کلنو لوبغاړو د عمرونو په نتیجه کې یې درغلي کړې ده.
په ننګرهار کې د کرکټ ځینې لوبغاړي په هغه ولایت کې د کرکټ پر مسؤلینو نیوکې کوي چې د اتصالات وپه ولایتي سيالۍ کې یې ((نالایقه)) لوبغاړي نیولي او ښه لوبغاړي یې نه دي نیولي. دا لوبغاړي وایي چې په ننګرهار کې د کرکټ دوه اکاډيمۍ دي چې په خپل منځ کې اختلافات لري او ځینې تکړه لوبغاړي د دوی د سيالۍقرباني شوي دي.
خوست ټولې ويکټې په ۳۰ منډو له لاسه ورکړې او پنجشير په ۱۴۱ منډو وګټله چې په دې سيالۍ کې یې ساری نشته دی. د پڼجشېر لوبډله د خوست په پرتله پياوړې وه. په توپ وهنه، توپ اچونه او فيلډ کې وځلېده.
د قوانينو سره سم نن بايد بلخ او پنجشېر لوبه کړې وه خو د خوست لوبډله چې پوه شوه چې د منډو اوسط یې خراب دی نو نيوکه یې پيل کړه. د خوست استازي نيوکه کوله چې کله د کرکټ بورډ د منډو په اوسط په لومړي پړاو کې د دوه بهتره لوبډلو د معلومولو پرېکړه وکړه نو دی هلته نه و. او اوس یې نه مني. نن یوه مظاهره هم وشوه. د خوست د لوبډلې کپتان محمد خان وايي چې دوی مظاهره نه ده کړې او پلويانو یې مظاهره کړې ده، تر دې چې یو شمېر خلک په پيچ ناست و او نورې لوبدلې یې لوبې ته نه پرېښودې. خان محمد وايي دی خفه دی ځکه چې دوی ته د کرکټ بورډ یو ځل وويل چې له سيالۍ وتلې ياست او بيا یې بېرته راوغوښتل.
د منډو د اوسط په معلومولو نن بلخ، پنجشېر او خوست لوبډلې یوه خوله نه وې. د لانجې له امله لوبه کابو څلور ساعته وروسته پيل شوه او په نتيجه کې لوبه ۲۵ اورونو ته راښکته کړای شوه. داسې پتيل شوې وه چې بلخ او پنجشېر شايد د منډو اوسط په پايله کې لوبه وکړي خو نن پرېکړه وشوه چې د بلخ او خوست تر پنجشېر ښه د منډو اوسط لري.
پچه ميدان وردګ وګټله او فيلډ کول یې غوره کړل. شير محمد شیرزوی د ميدان وردګ کپتان او عبدالله مزاري د بلخ د لوبډلې کپتان دی.
نن د اتصالاتو په ولايتي سيالۍ کې چې افغان کرکټ بورډ یې تنظيموي د بغلان او خوست ترمنځ مقابله کېدونکي ده. لوبه به د شمشاد تلويزيون له خوا په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي.
نن د افغانستان پنځوس اوريزه ولايتي سيالي چې د اتصالات سيالۍ په نامه يادېږي له دوه ورځې ځنډ څخه وروسته پيل شوه. سيالي د باران د اورښت له کبله دوه ورځې ځنډول شوې وه.
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو مدير فريد هوتک ټول افغان ته ويلي دي چې نن به هم د ولايتي ټورنامنټ لوبه نه وي. پتيل شوې وه چې نن به خوست او بغلان لوبه کوي.
د اتصالاتو شرکټ وايي چې نن په کابل کې پيل شوې پنځوس اوریزه ولايتي سيالي دوی سپانسر کړې ده.
دا سيالي به د اتصالاتو د پنځوس اوريزو سياليو نوم ولري چې د جون د میاشتې تر اتمې پورې به دوام ومومي .
د شمشاد تلويزيون شمس خليل له لوبغالي خبر راکوي چې پنجشېر پچه وګټله. د باران د پيل کېدو له امله لوبه له پنځوس اورونو څخه ۲۵ اورونو ته راښکته کړل شوه.
دپکتيا ولايت ورزشي آمر حنيف افضلي باختراژانس ته وويل: په دغو لوبو کې د يونين لوبډلې لومړی بيټنګ وکړ او يو سل او درې پنځوس منډې یې تر لاسه کړې. په مقابل کې یې د ډاکتر نجيب ټيم يو سل او شل منډې جوړې کړې او لوبه د يونين لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د شمشاد تلويزيون به هره شپه د نهو بجو څخه تر لسو بجو پورې په يو ځانګړي پروګرام کې چې شمس خليل یې چلوي د ولايتي سيالۍ د لوبو حال خپروي.
د افغان کرکټ بورډ د رسنيو چارو مسوول فريد هوتک وايي چې د کابل ولايتي سيالي به د می په ۱۷م پيل کېږي. مخکې داسې پتيل شوې وه چې دا سيالي د پنجشنبې په ورځ د می په ۱۳مه نېټه پيل شي.
د افغانستان د ولايتونو د لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۰ کال سيالي په کابل کې د می په ۱۳مه نېټه پيل کېږي.
دا خبره ټول افغان ته د افغان کرکټ بورډ اجرايوي مشر ايمل شينواري کړې ده. شينواری وايي چې په دې سيالۍ کې به ۲۴ ولايتونو لوبډلې برخه اخلي چې په کابل کې د کرکټ په لوبغالي کې به سيالي ترسره کوي.

