کرکټ: کورني
د افغانستان د کورنيو لوبو رپوټونه
دافغانستان د کرکټ دڅانګی، دشمشاد تلويزون او د اتصالاتو د مخابراتی شبکی په مټو نن د افغانستان ځوان اتلان کوم چې د کرکټ په ډګر کې لوبی کوي کولاشو په ټوله نړۍکې دشمشاد تلويزون په ښېښه وګورو او خوند تری واخلو زه ولايتی سيالي يادوم کومي چې په همدي دوه اونيو کې شروع شوي او زما په شمول ډیر هيوادوال يي ډیر د ليدلوتږي او ليواله دي. زه هم خپله اتلان د تلويزون په پرده ګورم او هغه ارمانونه خو می يو څه وخت مخکې په نړيوالو شل
کابل ( پژواک د تلې ٦مه ٨٩) : په کابل کې د کرکټ د شل اووريزو سياليو په لړ کې نن د سي ګروپ په يوه بله لوبه کې د لوګر لوبډلې خپله پرله پسې دويمه لوبه وګټله او دغه راز يې د روانو سياليو دويم پړاو ته لاره پيدا کړه. د دغو ولايتي سياليو مسوول دولت خان احمدزي د تلې په ٦ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لوګر لوبډلې له بلخ ولايت سره د شوې پچه وګټله او لومړى يې پخپله لوبه وکړه.
کابل ( پژواک د تلې ٥مه ٨٩) : د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت په کابل کې د پيل شويو ولايتي سياليو په لړ کې نن د پنجشنېر لوبډلې کاپيسا ته په ماتې ورکولو سره ددغو سياليو دويم پړاو ته لاره پيدا کړه. د کرکټ بورډ د تخنيکي چارو مسوول هستي ګل عابد د تلې په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پنجشېر لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې پخپله لوبه وکړه.
کابل (پژواک د تلې ٤مه ٨٩ ): د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت په کابل کې د ولايتي سياليو په لړ کې نن د پنجشېر لوبډلې کندوز ته ماتې ورکړه.
کابل (پژواک د تلې ٤مه ٨٩ ): د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت په کابل کې د ولايتي سياليو په لړ کې نن د پکتيا ولايت لوبډلې زابل ته په ماتې ورکولو سره ددغو سياليو دويم پړاو ته لاره پيدا کړه.
(پژواک د تلې ٣مه ٨٩): د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت د ٢٤ ولاياتو په ګډون د کرکټ د پيل شويو شل اوريزه سياليو په لومړۍ لوبه کې زابل همپروان ته ماتې ورکړه.
د کرکټ بورډ د تخنيکي چارو مسوول هستي ګل عابد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې سياليو کې د هېواد له بېلا بېلو سيمو څخه د ٢٤ ولاياتو لوبډلې برخه اخلي.
کابل (پژواک د تلې ٣مه ٨٩): د افغانستان د کرکټ بورډ په نوښت د ٢٤ ولاياتو په ګډون د کرکټ د پيل شويو شل اوريزه سياليو په لومړۍ لوبه کې پکتيا پروان ته ماتې ورکړه.
د افغانستان ملي لوبډله چې دا مهال په متحده عربي اماراتو کې د کينيا د سفر لپاره چمتو والی نيسي نن د تمرين په ترڅ کې د اماراتو د لوبډلې سره دويمه يو ورځنۍ لوبه کوي. لوبه پنځوس اوريزه ده او د شارجې په کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
د کابل په لوبغالي کې سبا نه بل سبا شل اوریزه ولایتي سیالۍ پېل کیدونکې ده، لوبه به د سهار په ۹ بجې د کابل په وخت پېل کیږي او هره ورځ به دوه لوبې تر سره کیږي چې يوه به د سهار په ۹ او بله د ماسپښين په ۱:۳۰ بجه وي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د راروانې کورنۍ شل اوريزې سيالۍ د چمتووالي کال د کابل په لوبغالي کې ګړندی روان دی. په دې لړ کې کرکټ بورډ د دې اعلان هم کړی دی چې د لوبې سيل کونکي به لږ د تېر په شان د لوبې کتلو لپاره ټکټ اخلي خو دا ځل به دا پروسه لا منظمه وي.
د افغانستان کرکټ بورډ د هېواد د ۲۴ ولايتونو ترمنځ د راتلونکې شل اوريزې سيالۍ مهال ويش اعلان کړ. دا سيالي د سپتمبر په ۲۵ نېټه د کابل په لوبغالي کې د ۲۴ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي چې په ۸ ګروپونو ويشل شوي دي. کرکټ بورډ پتيلي چې د پخوانیو سیالیو په نسبت به دا سيالي لا معياري وي نو په همدې موخه یې ورته قوانين ټاکلي او لوبډلې ته یې لېږدلي دي. همدا راز کرکټ بورډ د کابل په لوبغالي کې د لوبغالي د سمونې او نورو اسانتياو په رامنځ ته کولو کار روان کړی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ پتېلې چې د سپتمبر په ۲۵ نېټه د کابل په لوبغالي کې د ۲۴ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ شل اوریزه کرکټ سیالۍ په لاره واچوي. د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيزو چارو مسوول الهام یاسيني ټول افغان ته وويل چې د دغو سیالیو لپاره افغان کرکټ بورډ ښه تیاری نیولی او له پخوانیو سیالیو په نسبت به دا شل اوریزې سیالۍ د کرکټ د معیارونو له مخې تر سره کیږي.
پرون د جمعې په ورځ په سونو د کرکټ لوبغاړو څخه په ننګرهار کې د کرکټ بورډ امریت په راروانو ولایتي شل اوریزو سیالیو کې د همدې ولایت د لوبډلې لپاره د غوراوۍ لومړۍ مرحله پای ته ورسیده.د ۲۵۰ لوبغاړو څخه زیاتو د کرکټ لوبغاړو د ننګرهار د لوبډلې لپاره عملي ازموینه ورکړه، لوبغاړي په دوو برخو توپ اچونکو او توپ وهونکو ګروپونو ویشل شويې و، هر توپ اچونکي به توپ وهونکې ته له ۲۰ زیاتې توپونه اچول بیا به د لوبغاړو د غوراوۍ کمیټې د کرکټ د معیارونو په اساس لوبغاړی د دویمې مرحلې د غوراوۍ لپاره غوره کول.
د پکتیا په ولایت کې د ۱۳۸۹ لمریز کال د زمري له ۶نېټې څخه راپدیخوا د سولې د کرکټ سیالیو جام د ۳۲ لوبډلو تر منځ پېل شوي چې تر دې مهاله لوبې د ټورنمټ دویم پړوا ته رسیدلي دي.
په ننګرهار کې د هارډ بال ټورنمټ چې پرون یې پای لوبې وي مارکوشهرا لوبډلې شینواري۱۱ ته ماتې ورکړه او ددې ټورنمټ ګټونکي شو. پرون د ماسپښین ۳:۰۰ بجې پچه شینوارې۱۱ وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه، په ۱۷ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوزیدو ۱۳۱ منډې هدف مارکوشهرا لوبډلې ته وټاکه. له اوبو څښلو دمې وروسته مارکوشهرا لوبډلې په توپ و
په ننګرهار کې د هارډ بال کرکټ ټورنمټ پایلو ته له اتو لوبډلو دوه غوره لوبډلو مارکو شهرا او شینواري ۱۱ لار موندلې چې سبا ماسپښین ۲ بجې به د دې ټورنمټ پایلې د مارکو په شهرا لوبغالي کې تر سره کیږي.
د لوګر په ولایت کې د انټر کلب کرکټ په نوم جام کې ۱۰ لوبډلې په دووو ګروپونو کې لوبې کوي، دغه کپ چې د نورو ولایتونو د سیالیو په څېر سیلابونو ځنډولې نن یې بیا لوبې پېل کړې.
دا دوه ورځې وشوي چې په پکتیا کې د کرکټ د سولې ټورنمټ سیالۍ اورښتونو ځنډولي او په همدې ولایت کې د کرکټ مینه وال د لوبو بیا پیل کیدو ته انتظار کوي.
په پکتیا کې د سولې د کرکټ د ټورنمټ ننۍ سیالي د (د) په ګروپ کې تاند سهر لوبډلې په ۸ ویکټو وګټله، د افغانستان په وخت نن ماسپښین ۳:۰۰ بجې لوبڅار پچه هوا ته چګه کړه، د سولې د کرکټ د ټورنمټ د (د) ګروپ تاند سهر او زمزم لوبډلو کپتانان د لوبڅار تر څنګ ولاړ و چې پچه به څوک ګټي، پچه ځمکې ته د رسیدو سره د زمزم لوبډلې وګټله.

