Toltakane_banner

په افغانستان کې د ١٣٨٨ کال ټاکنې

ټول افغان د خپلو امکاناتو له مخې هڅه کوي چې افغان ولس ته تل تازه او په معيار پوره معلومات وړاندې کړي. دا دی په افغانستان کې بيا د ټولټاکنو بهير پيل شوی دی او ټول افغان ورته دلته ځانګړې څانګه پرانستلې ده. که تاسو د ټولټاکنو په اړه هر ډول معلومات لرئ او نورو افغانانو سره يې شريکول غواړئ نو ټول افغان ته يې راوليږئ مونږ به يې دغلته په ښه شکل ځای په ځای کړو. که دا ويډيو وي ، که انځورونه او که نثر تاسو هر څه ټول افغان ته د خپرولو لپاره راليږلی شئ. webmaster@tolafghan.com

11.01.2010 16:27    |   زمه وال دسوداګرۍ نوماند وزیر ددغې څوکۍ له منلو انکار کړی

دحامد کرزي له خوا پارلمان ته د سوداګرۍ وزارت لپاره ورپېژندل شوي نوماند وزير ددغې څوکۍ له منلو انکار کړی. ښاغلی محمدهادي حکیمي چې په کاناډا کې اوسېږي او ولسمشر کرزي لا له نژدې نه دی ليدلی د مرغومي پر 19مه نېټه د کرزي د دويم مرستيال کريم خليلي له خوا د شپاړسو نوماندو وزيرانو په ډله کې دسوداګرۍ وزير په توګه پارلمان ته ور وپېژندل شو؛خو مخکې له دې چې د باور/نه باور رايه ترلاسه کړي ددغې څوکۍ له منلو په شا شوی.


10.01.2010 13:46    |   خبري څانګه وزارتونو ته د نوماندۍ مارکېټ ګرم دی، کارټون

وزارتونو ته د نوماندۍ مارکېټ ګرم دی، کارټون وزارتونو ته د نوماندۍ مارکېټ ګرم دی، کارټون


02.01.2010 14:10    |   خبري څانګه ولسي جرګې مخدوم رهين ته د باور رايه ورکړه او خپل باور یې بايلود

نن د افغانستان ولسي جرګې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره نوماند وزير مخدوم رهين ته د باور رايه ورکړه. مخدوم رهين پخوا دوه ځلې همدې وزارت ته د ولسي جرګې له خوا نه و منل شوی.


20.12.2009 07:04    |   کمال الدين رنځور د مخدوم رهين په نوماندۍ ولسي جرګه د اخلاقي چيلنج سره مخ ده

شنونکي وايي چې په نوي کابينه کې یو شمېر داسې څېرې شته دی چې که ولسي جرګې د باور رايه ورکړه نو د ولسي جرګې هيڅ اخلاقي حيثيت به پاتې نه شي. په دې وزيرانو کې یو متعصب او فاشيست مخدوم رهين دی.


19.12.2009 11:41    |   جانان د افغان کولتور ضد (رهین) یو ځل بيا راغی

د افغان کولتور ضد (رهین) یو ځل بيا راغی


09.11.2009 18:46    |   خبري څانګه د کابينې احتمالي ليست چې د ملګرو ملتونو او بهرنيو په منځ کې د غور لاندې دی

ټول افغان ته په کابل کې باوري سرچينو ويلي دي چې د کابينې او ځينو مهمو دندو دا لاندې احتمالي ليست د ملګرو ملتونو او بهرنيو پورې اړوندو ادارو کې د غور لاندې دی. دولتي سرچينو په دې اړوند څه نه دي ويلي، خو په ترکيه کې د هېوادمشر حامد کرزي سره د مل ډلې د ځينو غړو په حواله ويل کېږي چې د کابينې د غړو په اړه لا پرېکړه نه ده شوې او کرزی پرې اوس هم غور کوي.


29.10.2009 12:55    |   کشمالی د کابل په سرينا هوټل د توغندي بريد د لوی درستيز بسم الله خان هلکانو کړی دی

ټول افغان ته باوري سرچينو ويلي دي چې د ملي امنيت چارواکو له پلټنو وروسته معلومه کړې ده چې پرون د کابل سرينا په هوټل د توغندي بريد د ملي اردو له یوې قرارګاه چې د لوی درستيز بسم الله خان کسان په کې دي شوی دی.


25.10.2009 13:29    |   کمال الدين رنځور د طلوع څښتن هم د عبدالله عبدالله د دعوی پلوي کوي

د طلوع څښتن هم د عبدالله عبدالله د دعوی پلوي کوي د طلوع تلويزيون څښتن سعد محسني د عبدالله عبدالله د هغې دعوی چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د مشرانو د لرې کولو په اړه یې لري پلوي کوي.


21.10.2009 07:41    |   کمال الدين رنځور کرزی بايد دويم پړاو ته مرور پخلا کړي - کمال الدين رنځور

په تېرو ۸ کلونو کې هېوادمشر کرزي ډېرې تېروتنې کړي دي. همدا تېروتنې د دې لامل شوې چې کرزی د ټاکنو په لومړي پړاو کې يا پاتې شي او يا پاتې کړل شي. اوس نو د دې وخت راغلی چې کرزی له تېرو تېروتنو پند واخلي او مرور افغانان بېرته پخلا کړي.


12.10.2009 09:26    |   خوشال روهي ټولټاکنې که امريکايي تیاتر؟! - خوشال روهي

يادونه: دا ليکنه ښاغلي خوشال روهي د ۱۳۸۸ کال د ټاکنو له ترسره کېدو دمخه ليکلې او د اګست په ۱۴ نېټه ټول افغان خپره کړې وه. دا ليکنه د ټاکنو په مهال یو له لږو ليکنو څخه وه چې له احساساتو لرې په کې د ټاکنو په موخه او اغېزه خبرې شوي دي. د ټاکنو له کېدو وروسته د جنجالونو په رڼا کې د دې ليکنې یو ځل بيا لوستل اړين دي. په همدې موخه یې بيا خپروو. په درنښت، د ټول افغان اداره


07.09.2009 07:53    |   کمال الدين رنځور په کابل کې د ايران سفير: په افغانستان کې دې ايتلافي حکومت جوړ شي

په کابل کې د ايران سفير او د دې هېواد د بهرنيو چارو د وزارت وياند د افغانستان د ټاکنو د پايلو په اړه ويلي دي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي دي او بايد ایتلافي حکومت جوړ کړل شي.


03.09.2009 22:34    |   محمدکریم نور د عبدالله کمپاینر : موږ به تاوتریخوالي ته لاس کړو

د عبدالله کمپاینر : موږ به تاوتریخوالي ته لاس کړو


02.09.2009 21:38    |   الهام ياسيني او ارين احمدزی د ۶۰،۳٪ مرکزونو د رایو اعلان وشو، کرزی، عبدالله او بشردوست په ترتيب مخکې دي

د ټاکنو خپلواک کميسيون تر اوسه د۶۰،۳٪ مرکزونو د رایو اعلان کړی دی. په دې رایو کې چې ټولې ۳مليونه ۸ لکه او ۸۵ زره او۳۳۸ رایې کېږي کرزی اوس هم د ۴۷،۳٪ رایو په اخيستلو تر نورو کانديدانو مخکې روان دی.


30.08.2009 09:53    |   کمال الدين رنځور واشنګټن پوسټ: په بلخ کې د عبدالله په ګټه درغلي شوي ده

له امريکا څخه خپرېدونکي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د اګست په ۲۸ په یو رپورټ کې د افغانستان په شمال کې په ټاکنو کې د عبدالله عبدالله په ګټه د درغلیو بېلګې خپرې کړي دي.


30.08.2009 09:03    |   کمال الدين رنځور طالبانو له یو رایه ورکونکي غوږونه او پوزه پرې کړل

چاپي او انځوریزو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې له لال محمد څخه وسلوالو هغه وخت غوږونه او پوزه پرې کړل چې نوموړی د زمري په ۲۹ د رایې ورکولو مرکز ته په لاره و. لال محمد د وسلوالو له خوا ودرول شو، د رایې کارت یې ورته څېرې کړ او بیا یې په ډېره بې رحمۍ ترې غوږونه او پوزه پرې کړل. نوموړي ته دا سزا په ټاکنو کې د رایې ورکونې له کبله ورکړل شوې ده.


29.08.2009 19:14    |   کمال الدین رنځور په ۳۵٪ رایو کې کرزی لومړی، عبدالله دویم، او بشردوست درېم نمبر دي

د ټاکنو خپلواک کميسيون تر اوسه د ۳۵٪ مرکزونو د رایو اعلان کړی دی. په دې رایو کې چې ټولې ۲ مليونه یو لک او ۴۰زره او ۶۴۳ رایې کېږي کرزی په لومړي مقام روان دی.


27.08.2009 09:43    |   عبادالله کامراني هولبروک د حامدکرزي سره په ټاکنو کې د درغلۍ په سر لانجه کړې ده

ټول افغان ټکی کام ته باوري سرچينو ويلي دي چې افغانستان او پاکستان ته د امريکا ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک په ټاکنو کې د درغليو له برسېره کېدو څخه وروسته د ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي دي او په ټاکنو کې د پراخه درغليو په سر یې د نوموړي سره شور کړی دی.


25.08.2009 11:59    |   احمد حمزه پاڅون د نړۍ تر ټولو فاسده او له درغلیو ډکې ټاکنې

د افغانستان ټاکنو ته هم د افغانانو او د بهرنیانو تمه چې ګوندې ټاکنې به داسې تر سره شي چې لږ تر لږه د مشروعیت بوی به ولري. خو د دې اټکلونو خلاف داسې څه وشول چې ګومان کېږي په هېڅ هیواد کې به ساری ونلري. په ټاکنو کې له هر ډول فریبکارۍ، درغلۍ، زور او چل څخه کار واخیستل شو او بیا ځنې کسان چې ځانونه یې په پیسو پلورلي وايي دا ټاکنې افغانستان ته یوه لاسته راوړه وه ځګه چې افغانانو خپله تر سره کړې او اداره یې د افغانانو په لاس کې وه، خو په حقیقت کې دوئ خپل ځانونه وشرمول


25.08.2009 09:43    |   کمال الدين رنځور الجزیره: طالبان اوس هم رایه ورکونکي نيسي

د يادونې وړ ده چې په ټاکنو کې د برخه اخيستنې په تور د ګوتو غوڅول د اسلام د مبارک دين د احکامو څرګند مخالفت او سرغړونه ده.


24.08.2009 11:09    |   کمال الدين رنځور - جلال اباد په ټاکنو کې د درغليو په اړه شکونه مخ په زياتېدو دي

د تېرې پنجشنبې د ورځې په ټاکنو کې د یو شمېر درغليو راپورونه مخ په زياتېدو دي. سره د دې چې یو شمېر کانديدانو د خپلو رايو د ورکېدواو د نورو په ګټه د رايو د صندوقونو د ډکېدو خبرې کوي د ټايمز ورځپاڼې په سويلي ولايت هلمند کې د درغليو بله بېلګه ښودلې ده.


   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


14.03.2010 07:57 پښتون: سید کریم خوستي

بیټ نیکه ورته دعاکړه پښتون ډیر شو خوکه دیر شو بې ثمر شولوکنډیر شو

14.03.2010 04:25 غزل : سيد کريم خوستي

ته به دا غواړی چه رافتار په انسانيت وکړی تل \\\\\ خو هسی نه ده دلته وچ په زر ژوندون چليږی

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس

13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

بی وسئ ته می اشنا ژاړيږه مه } په مرګي که سره بيل شو دا بيل نه يو

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

14.03.2010 08:51 دا وینا وه که د پښ سوټک

یوسف