ټول افغان د ملي وحدت هنداره ، د ولسواکۍ ډیوه د ملي ارمانونو پالونکې او د اسلامي لار ښوونو خپرونکې برېښنا پاڼه ده. دغه وېبسایټ له هوډ سره سم له ګندهارا نه تر کندهاره، او له امونه تر اټکه پورې د ټول افغان د کلتور، تاریخ او ادب مدرسه ده ، د پیر روښان آرمانونه، د میرویس خان تدبیرونه، د شېرشاه د تورې شرنګ، د محمود د تورې خرپ د احمد شاه د اتلولیو غورځنګ، د خوشال خان د پاڅون غږ او د ایمل خان د غیرت چغه ، د میوند د فتحې ځوګ او د خیبر د بري کړیکه د ملي ویاړونو په توګه د لوی افغانستان د سپېڅلې غیرتي خاورې د ځمریالیو بچیو په زړه، غوږ، وینه مینه اند او افکارو کې ژوندۍ ساتي . ټول افغان تل خپل غیور ملت د ملي ناموس ساتنې ، د ولسواکۍ پالنې او تر اټکه د ځمکنۍ بشپړتیا ملي رسالت ته رابللی دی. ټول افغان د ملي وحدت تمثیل د سپېڅلي اسلام، ملت پالنې اوملي ولسواکۍ په وحدت کې تثبیت کړی او بیدریغه هڅه یې کړې او کوي یې چې له امو تر اباسینه د لوی افغان بچي پر دغه زرین اصولي محور سره راټول کړي. د دې سپېڅلوملي ارمانونو او لوړو ټولنیزو هدفونو له پاره ټول افغان په خبریز سرویس سربیره په تیرو پينځو کلونو کې ۴۶۸ مفصل علمي مطالب، څیړونکې او شنونکې مقالې نشر ته سپارلي ٠ دغه راز له يو محدود شمير منفي ليکنو څخه پرته په بحث فورمونو کې بيا هم شاو خوا ۱٧ زره رغنده لیکنې، دریځنیونې، پوښتنې او ځوابونه، مشاجرې او بحثونه تر سره شوي دي .
د ټول افغان د مشرتابه پلاوي هیله اعلاموي چې د هېواد زړه سوانده پوهنپال، کلتور پال ادیبان، پوهان ، ژورنالستان او ملي شاعران په خپلوځلانده لیکنو سره د خپلې دغې بریښنا پاڼې د پنځمې کالیزې په نمانځنې کې کوانده برخه واخلي. مونږ په ډیره مینه ستاسولیکنو ته سترګې په لار یو!

په درنښت او سلامونو!
د ټول افغان مشرتابه پلاوی
عزیزاحمد خوارمل ٢ / ٦ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-08-23 13:39:00 م