ت
تومت دې ټول زماپرسرشو
پۀ نارنجي سينه دې بل وکړۀخوبونه
تۀ بختوريي سوداګره
چې مرغلرې خرڅوې شمېرې خالونه
تۀ پۀ سرۀ پالنګ کې خوب کړې
زۀ زيږې تيږې ترخپل سرلاندې کومه
تۀ بۀ پۀ کوم مجلس کې ناست يې
زمالمن داوښکوډکه ده مينه
تۀ بۀ پۀ کوم هېوادکې ګرځې
زۀ ستادمخ تصويرپۀ زړۀ کې ګرځومه
تۀ بۀ دکوم مجلس څراغ يې
زۀ دهجران پۀ تاريکوکې ناسته يمه
تۀ بۀ کرارپروطن ناست يې
پرمابۀ تل وي ددښمن لوی ګوزارونه
تۀ بۀ پۀ شنوخالومين يې
زۀ دې داغوړوڅڼووخوړم مينه
تۀ بۀ مې هلته ارمان وکړې
چې کټ مې واخلي توروخاوروته مې وړينه
تۀ دپالنګ دپاسه خوب کړې
پرماپراتۀ دي ددښتوسپېرۀ ګردونه
تۀ پروطن خوشاله ګرځه
زۀ بۀ دتورو تېروم پرسروارونه
تۀ پروطن خوشاله ګرځه
زۀ تېروم دبېلتانۀ سخت کړاونه
تۀ پۀ پياله کې اوبۀ راوړه
دجانان څڼې مې ګردووهلې دينه
تۀ پۀ ځوانۍ کې ځوني مرګ شې
ستاپۀ ځوانۍ کې نيمه خواشومه مينه
تۀ پۀ سنګرکې ځان شهيدکړه
زۀ بۀ خولګۍ اوزلفې تالره ساتمه
تۀ پۀ سفرکې خفه مه شه
وعده مې داده ستاپرپت بۀ ناسته يمه
تۀ پۀ غزاکې ځان شهيدکړه
زۀ بۀ خپل شال ستاپرزيارت وغوړومه
تۀ پرکالۀ خوشاله ګرځه
زۀ دوطن دتورو غرونوپناشومه
تۀ پرلوستلوصرفه مه کړه
نجونوپېغورراکړ چې ياردې امي شونه
تۀ پۀ مخ ځه مه ايسارېږه
ترشادې ناوې پښتنه ولاړه يمه
تۀ پۀ وطن خوشاله اوسه
پۀ مادې څاڅي ددکن زاړۀ څپرونه
تۀ پۀ وطن خوشاله ګرځه
زۀ پۀ کابل کې لکه واوره ويلې شومه
تۀ پۀ وطن کې خوشالي کړه
زۀ بۀ ګالمه پردښتوډېرزحمتونه
تۀ چې اوس ځې پرچامې سپارې
کۀ پربې ننګومې سپارې سپي بۀ مې خورينه
تۀ چې جلاشوې ارمان راغی
چې پۀ ځيرځيرمې درته نۀ کتل مينه
تۀ چې دخپل اختيارخاوندشوې
اوس دې زمالۀ يارۍ واخسته لاسونه
تۀ چې دکورپۀ لورې لاړې
مالاپخوادرته ټاپونيولی ونه
تۀ چې راتلې کاشکې خبر وی
زۀ بۀ دې مخکې سلامې ولاړه ومه
تۀ چې راځې مابۀ خبرکړې
چې پرپالنګ لاچي لونګ وغوړومه
تۀ چې زماپۀ غېږ کې رېږدې
هلته بۀ څۀ کړم چې دتوروبرېښناشينه
تۀ چې زماديارۍ نۀ وې
زماويدۀ زړګی دولې ويښاونه
تۀ چې سبالۀ باغه راشې
لۀ پرخوډک ټيکری پرماڅنډه مينه
تۀ چې لوکړې ګوتې بۀ پرې کړې
زۀ سورپېزوان پۀ نرۍ پوله درغلمه
تۀ چې لۀ سين نه پورې وزې
پلودې نيسه زۀ مڼې درغورځومه
تۀ چې مدام بې ماويدېږې
کټ دښامارشه چې دخوب ته نۀ پرېږدينه
تۀ چې ولاړيې ګلاب غواړې
وزګاره نۀ يم چې باغچې له لاړه شمه
تۀ خوچې ځې اخربۀ لاړشې
زمادمخه داسې مه وايه چې ځمه
تۀ خوچې ځې پۀ مخ دې ښه شه
مابۀ دغم پۀ لمبووسوزې مينه
تۀ داخترپۀ سباراشه
زۀ بۀ درووځم تورې سترګې سرۀ لاسونه
تۀ داشنانه ښايسته نۀ يې
ګلابه ولې پۀ چرګ بانګ سپړې ګلونه
تۀ دګلاب پۀ شان تازه يې
زۀ دزېړ ګل پۀ څېر زېړۍ ګرځم مينه
تۀ دګودرغاړه بانه کړه
زۀ بۀ منګی پۀ لپه وروورو ډکومه
تۀ دګودرغاړې ته راشه
ماپۀ منګي کې پراټې راوړې دينه
تۀ لۀ نالۍ راولاړنۀ شوې
داستاپېغورجينکۍ ماته راکوينه
تۀ دې د شونډوشربت راکه
زۀ دهجران پۀ تبه پروت زګېروی مې ځينه
تۀ دې دزړۀ برجونه ټينګ کړه
ماخېژولي پرخيالي اوربل توپونه
تۀ فريادي ورشه کاغذه
دسوي زړۀ مې يارته وکړه فريادونه
تۀ چې ترسين راپورې وزې
اوربل جاله که دواړه زلفې تنابونه
تۀ مسلمان شه خولۀ دې راکړه
نامرده پرېږده دهندوانومجلسونه
تۀ مې اروازۀ دې کالبوت يم
چې اروانۀ وي کالبوت تورې خاورې وينه
تۀ ولې خوب پرپالنګ ډېرکړې
بېلتون بۀ راشي مااوتا بۀ جلاکړينه
تۀ ولې خوب پۀ پالنګ ډېر کړې
عيش دهغودی چې لاهورپۀ توروخورينه
تۀ يې کوه زۀ بۀ يې ګالمه
که جانان راغی بندپۀ بندبۀ يې ورته کړمه
تۀ يووارراشې بېنواشې
دااوم کال دی لېونی درپسې شومه
تيارۀ زما پۀ سترګوراغله
کۀ تورې وريځې پۀ اسمان راغلې دينه
تيارۀ ماښام دی ښېرامه کړه
تۀ بۀ دنازښېراکوې رښتيابۀ شينه
تيراته لاړشه بوړی راوړه
زماپۀ سپينه خولۀ بۀ وشي جنجالونه
تېربۀ دادوې ورځې دوران شي
دنېکۍ نوم ګوره يادېږي ترعمرونه
تېرشوی عمربۀ رانۀ شي
کۀ اکبري مرجان پۀ لپوواړومه
تېرشوی عمربۀ رانۀ شي
کۀ ددنيابېديااوبۀ پۀ اوښکوکړمه
تاچې کول هغه دې وکړل
پۀ مادې نوم دبې وفاکېښودمينه
تاخوپۀ لاپوزۀ مين کړم
اوس راته وايې زړۀ دې صبرکړه مينه
ناوې زمادباغ ماليارشه
پۀ مزدورۍ کې بۀ خولګۍ زۀ درکومه
تردې بوړي ټوپک دې ځارشم
پۀ غاړه ستادی کږه زه درسره ځمه
ترکلادوونجونوسرهسک کړ
ېوه ويشتل کابله غشي ورکوينه
ترګل نازک مخ دې رنګين دئ
زړګی مې شين دئ اندېښنې درپسې کړمه
تندی مې سوی دی عالمه
ځکه جانان راځينې واخستل لاسونه
تنه مې ډکه کړه دګلو
پۀ دې بهانه بۀ دخپل ياروکړم سيلونه
ټوپک دې بياپۀ وليوسپورکړ
لکه پۀ تورچنارچې واچوې ټالونه
توتان پاخۀ لېونۍ مړه شوه
دې بۀ څنډل مابۀ خوړل مشغول بۀ وونه
توره تيرا تورې څنګلې
ليلامچۍ شوه زۀ بۀ يې چېرې لټومه
تورې پۀ خرپ وهئ ځوانانو
دباباملک دی پۀ سرووينويې ساتونه
تورې دې سترګې تورې زلفې
ما دې صفت پۀ سلالاکې واورېدنه
تۀ بۀ پۀ سره بستره خوب کړې
مابۀ داستاغمونه ورو ورو ژړوينه
تۀ پرون چېرې وې لوی مه شې
چې شاليلاپۀ سپينه خولۀ کړۀ خيراتونه
تۀ کۀ زماپۀ تمه ناست يې
تمه دې غوڅه کړه مايارنۀ درکوينه
تۀ کۀ زمادپلارمزدورشې
دباغ پۀ پوله بۀ جوړه ګرځو مينه
تيراناموس دپښتنودی
ټوپک راواخله پرنګيان تيرا ته ځينه
پۀ نارنجي سينه دې بل وکړۀخوبونه
تۀ بختوريي سوداګره
چې مرغلرې خرڅوې شمېرې خالونه
تۀ پۀ سرۀ پالنګ کې خوب کړې
زۀ زيږې تيږې ترخپل سرلاندې کومه
تۀ بۀ پۀ کوم مجلس کې ناست يې
زمالمن داوښکوډکه ده مينه
تۀ بۀ پۀ کوم هېوادکې ګرځې
زۀ ستادمخ تصويرپۀ زړۀ کې ګرځومه
تۀ بۀ دکوم مجلس څراغ يې
زۀ دهجران پۀ تاريکوکې ناسته يمه
تۀ بۀ کرارپروطن ناست يې
پرمابۀ تل وي ددښمن لوی ګوزارونه
تۀ بۀ پۀ شنوخالومين يې
زۀ دې داغوړوڅڼووخوړم مينه
تۀ بۀ مې هلته ارمان وکړې
چې کټ مې واخلي توروخاوروته مې وړينه
تۀ دپالنګ دپاسه خوب کړې
پرماپراتۀ دي ددښتوسپېرۀ ګردونه
تۀ پروطن خوشاله ګرځه
زۀ بۀ دتورو تېروم پرسروارونه
تۀ پروطن خوشاله ګرځه
زۀ تېروم دبېلتانۀ سخت کړاونه
تۀ پۀ پياله کې اوبۀ راوړه
دجانان څڼې مې ګردووهلې دينه
تۀ پۀ ځوانۍ کې ځوني مرګ شې
ستاپۀ ځوانۍ کې نيمه خواشومه مينه
تۀ پۀ سنګرکې ځان شهيدکړه
زۀ بۀ خولګۍ اوزلفې تالره ساتمه
تۀ پۀ سفرکې خفه مه شه
وعده مې داده ستاپرپت بۀ ناسته يمه
تۀ پۀ غزاکې ځان شهيدکړه
زۀ بۀ خپل شال ستاپرزيارت وغوړومه
تۀ پرکالۀ خوشاله ګرځه
زۀ دوطن دتورو غرونوپناشومه
تۀ پرلوستلوصرفه مه کړه
نجونوپېغورراکړ چې ياردې امي شونه
تۀ پۀ مخ ځه مه ايسارېږه
ترشادې ناوې پښتنه ولاړه يمه
تۀ پۀ وطن خوشاله اوسه
پۀ مادې څاڅي ددکن زاړۀ څپرونه
تۀ پۀ وطن خوشاله ګرځه
زۀ پۀ کابل کې لکه واوره ويلې شومه
تۀ پۀ وطن کې خوشالي کړه
زۀ بۀ ګالمه پردښتوډېرزحمتونه
تۀ چې اوس ځې پرچامې سپارې
کۀ پربې ننګومې سپارې سپي بۀ مې خورينه
تۀ چې جلاشوې ارمان راغی
چې پۀ ځيرځيرمې درته نۀ کتل مينه
تۀ چې دخپل اختيارخاوندشوې
اوس دې زمالۀ يارۍ واخسته لاسونه
تۀ چې دکورپۀ لورې لاړې
مالاپخوادرته ټاپونيولی ونه
تۀ چې راتلې کاشکې خبر وی
زۀ بۀ دې مخکې سلامې ولاړه ومه
تۀ چې راځې مابۀ خبرکړې
چې پرپالنګ لاچي لونګ وغوړومه
تۀ چې زماپۀ غېږ کې رېږدې
هلته بۀ څۀ کړم چې دتوروبرېښناشينه
تۀ چې زماديارۍ نۀ وې
زماويدۀ زړګی دولې ويښاونه
تۀ چې سبالۀ باغه راشې
لۀ پرخوډک ټيکری پرماڅنډه مينه
تۀ چې لوکړې ګوتې بۀ پرې کړې
زۀ سورپېزوان پۀ نرۍ پوله درغلمه
تۀ چې لۀ سين نه پورې وزې
پلودې نيسه زۀ مڼې درغورځومه
تۀ چې مدام بې ماويدېږې
کټ دښامارشه چې دخوب ته نۀ پرېږدينه
تۀ چې ولاړيې ګلاب غواړې
وزګاره نۀ يم چې باغچې له لاړه شمه
تۀ خوچې ځې اخربۀ لاړشې
زمادمخه داسې مه وايه چې ځمه
تۀ خوچې ځې پۀ مخ دې ښه شه
مابۀ دغم پۀ لمبووسوزې مينه
تۀ داخترپۀ سباراشه
زۀ بۀ درووځم تورې سترګې سرۀ لاسونه
تۀ داشنانه ښايسته نۀ يې
ګلابه ولې پۀ چرګ بانګ سپړې ګلونه
تۀ دګلاب پۀ شان تازه يې
زۀ دزېړ ګل پۀ څېر زېړۍ ګرځم مينه
تۀ دګودرغاړه بانه کړه
زۀ بۀ منګی پۀ لپه وروورو ډکومه
تۀ دګودرغاړې ته راشه
ماپۀ منګي کې پراټې راوړې دينه
تۀ لۀ نالۍ راولاړنۀ شوې
داستاپېغورجينکۍ ماته راکوينه
تۀ دې د شونډوشربت راکه
زۀ دهجران پۀ تبه پروت زګېروی مې ځينه
تۀ دې دزړۀ برجونه ټينګ کړه
ماخېژولي پرخيالي اوربل توپونه
تۀ فريادي ورشه کاغذه
دسوي زړۀ مې يارته وکړه فريادونه
تۀ چې ترسين راپورې وزې
اوربل جاله که دواړه زلفې تنابونه
تۀ مسلمان شه خولۀ دې راکړه
نامرده پرېږده دهندوانومجلسونه
تۀ مې اروازۀ دې کالبوت يم
چې اروانۀ وي کالبوت تورې خاورې وينه
تۀ ولې خوب پرپالنګ ډېرکړې
بېلتون بۀ راشي مااوتا بۀ جلاکړينه
تۀ ولې خوب پۀ پالنګ ډېر کړې
عيش دهغودی چې لاهورپۀ توروخورينه
تۀ يې کوه زۀ بۀ يې ګالمه
که جانان راغی بندپۀ بندبۀ يې ورته کړمه
تۀ يووارراشې بېنواشې
دااوم کال دی لېونی درپسې شومه
تيارۀ زما پۀ سترګوراغله
کۀ تورې وريځې پۀ اسمان راغلې دينه
تيارۀ ماښام دی ښېرامه کړه
تۀ بۀ دنازښېراکوې رښتيابۀ شينه
تيراته لاړشه بوړی راوړه
زماپۀ سپينه خولۀ بۀ وشي جنجالونه
تېربۀ دادوې ورځې دوران شي
دنېکۍ نوم ګوره يادېږي ترعمرونه
تېرشوی عمربۀ رانۀ شي
کۀ اکبري مرجان پۀ لپوواړومه
تېرشوی عمربۀ رانۀ شي
کۀ ددنيابېديااوبۀ پۀ اوښکوکړمه
تاچې کول هغه دې وکړل
پۀ مادې نوم دبې وفاکېښودمينه
تاخوپۀ لاپوزۀ مين کړم
اوس راته وايې زړۀ دې صبرکړه مينه
ناوې زمادباغ ماليارشه
پۀ مزدورۍ کې بۀ خولګۍ زۀ درکومه
تردې بوړي ټوپک دې ځارشم
پۀ غاړه ستادی کږه زه درسره ځمه
ترکلادوونجونوسرهسک کړ
ېوه ويشتل کابله غشي ورکوينه
ترګل نازک مخ دې رنګين دئ
زړګی مې شين دئ اندېښنې درپسې کړمه
تندی مې سوی دی عالمه
ځکه جانان راځينې واخستل لاسونه
تنه مې ډکه کړه دګلو
پۀ دې بهانه بۀ دخپل ياروکړم سيلونه
ټوپک دې بياپۀ وليوسپورکړ
لکه پۀ تورچنارچې واچوې ټالونه
توتان پاخۀ لېونۍ مړه شوه
دې بۀ څنډل مابۀ خوړل مشغول بۀ وونه
توره تيرا تورې څنګلې
ليلامچۍ شوه زۀ بۀ يې چېرې لټومه
تورې پۀ خرپ وهئ ځوانانو
دباباملک دی پۀ سرووينويې ساتونه
تورې دې سترګې تورې زلفې
ما دې صفت پۀ سلالاکې واورېدنه
تۀ بۀ پۀ سره بستره خوب کړې
مابۀ داستاغمونه ورو ورو ژړوينه
تۀ پرون چېرې وې لوی مه شې
چې شاليلاپۀ سپينه خولۀ کړۀ خيراتونه
تۀ کۀ زماپۀ تمه ناست يې
تمه دې غوڅه کړه مايارنۀ درکوينه
تۀ کۀ زمادپلارمزدورشې
دباغ پۀ پوله بۀ جوړه ګرځو مينه
تيراناموس دپښتنودی
ټوپک راواخله پرنګيان تيرا ته ځينه







