پ
پۀ اصل څوک نۀ سړی کېږي
سړی هغه دی چې خوی دسړي وينه
پۀ اصل ګل دګل ګلاب دی
کم اصل ګل چې بويوم ډک دي باغونه
پۀ انارباغ کې مې ياربايلود
خدايه قيامت کړې چې نورهم بې باغه شينه
پۀ انارباغ کې دې خولۀ راکړه
کۀ شوې پېښمانه شين توتي شاهدلرمه
پۀ اندېښنومې ځان پاچاکړ
سرمې راپورته کړملنګ ددوهې ومه
پۀ اسويلوبۀ دې لمبه کړم
ژرشه لۀ زړۀ مې ځان خبرکړه مړه بۀ شمه
پۀ اوسېلوبۀ مې لمبه شې
داوسېلومخې له مه راځه مينه
پۀ اوسېلومې اسمان سورشو
ښايسته ستوري پۀ لړزه راغلۀ مينه
پۀ اوسېلومې اسمان سورکړ
داراڼۀ ستوري شوۀ نينې وترکېدنه
پۀ اوسېلومې اسمان شين کړ
ځکه مې بندکړل پۀ حمل کې بارانونه
پۀ اوسېلومې زړۀ ناسورشو
دياردهجرطاقت نۀ لرم مينه
پۀ اوښکولوندګرېوان مې ګوره
مغروره ياره بياښېرې درته کومه
پۀ اوښکوخوښ يم چې بهېږي
باردغمونومې دزړۀ نه کموينه
پۀ باغ کې مه وله کوترې
يوه بۀ مړه کې بيابۀ نۀ راځي سيلونه
پۀ باغ کې سرې غوټۍ ته وايه
چې تاته تورکشمالي ډېرسلام کاونه
پۀ باغ کې مه وله ډبرې
ښاخ بۀ زخمي کړې بيابۀ نۀ نيسي ګلونه
پۀ باغ کې مه ګرزه جانانه
ګلان شرمېږي مخ پۀ پاڼوپټوينه
پۀ بام ولاړې هوادارې
داوښکودارې مې لۀ سترګوڅخه ځينه
پۀ بړبړراشه ديارغمه
کۀ سل مې نوروي تابۀ پاس پۀ تندي ږدمه
پۀ بسم الله کټ ته ورخېژه
دنجلۍ کټ دجنغوزي دئ مات بۀ شينه
پۀ بلۍ کلکه ګټه کېږده
دعاشقانوناسته تل پۀ بلۍ وينه
پۀ بېلتانۀ زۀ روغه نۀ کړم
بېلتون ظالم دی اشنايان جداکوينه
پۀ پاتې ژوند کې بۀ څۀ خوند وي
چې يوم پۀ لاس پرجانان خاورې اړومه
پۀ پاچاهۍ کله خوښېږم
چې پۀ يوه ګړۍ دياره جدايمه
پۀ پاولو ډکه کۀ راواوړې
پرزکندن باندې کۀ يمه جوړبۀ شمه
پۀ پت کې تورتورمسلی ښۀ دی
بې پته يارکۀ شاهزاده وي څۀ يې کمه
پۀ پخوانوسترګومې ګوره
اوس مې جامې دملنګۍ اغوستې دينه
پۀ پخوانوسترګومې ګوره
کۀ مې مخ زېړ وي ستاغموبۀ کړی وينه
پۀ پخوانوسترګومې ګوره
څۀ وشوياره چې نېستي راغله مينه
پۀ پخواني اشنابۀ ورشم
غږبۀ پروکړم کۀ مې واوري فريادونه
پۀ پسرلي غونډۍ له خېژو
داتڼ منځ کې يې ګلان کرلي دينه
پۀ پښوچالاکه اوښه ګوډ شې
ديارديدن بۀ مې کاوۀ تېره دې کړمه
پۀ پورې کلي کې مين يم
ملک يې څوک دی ننواتې ورلېږمه
پۀ تا بۀ کوم مجلس روښان وي
زۀ شوم پتڼ درپسې شمعې لټومه
پۀ تاترو راشه جانانه
دخيبرلارې اپریدو نيولې دينه
پۀ تاکېدۀ پۀ مادې وکړۀ
پۀ نازولې لوردې وشه فسادونه
پۀ تروږمۍ کې رڼا راغله
ليلا پۀ تور اوربل کې غاټول ټومبلي دينه
پۀ تش کتودې لېونی کړم
جانانه مخ راواړوه چې صبرشمه
پۀ تش ديدن دې خوشالېږم
کۀ مې نصيب شوې بيا بۀ نۀ کړم ارمانونه
پۀ تصورمې زړګی شين شو
څودليدو مهال راځي خاورې بۀ يمه
پۀ تنارۀ ولاړې پېغلې
ډوډۍ دې نۀ خورم دديدن وږی ديمه
پۀ تورپيکي دې لېونی کړم
يايې غيچي کړه يايې غوټه کړه سرونه
پۀ توراوربل ګټلی مايې
اوس دې دبل غاړه کې واچول لاسونه
پۀ تورټوپک ويشتلی راشې
دبې ننګۍ احوال دې مه راځه مينه
پۀ تورټوپک مې وله ياره
داسې خومه وايه چې خولۀ نۀ درکومه
پۀ تورټوپک ويشتلی جوړشو
دسپينې خولې ويشتلی وينې تويوينه
پۀ تورټوپک ويشتلی نۀ يې
لۀ دې نريوچړومه ګرځه مينه
پۀ توردکن مې جانان ګل دی
زړۀ مې بلبل دی توردکن لره ورځينه
پۀ تورلحدکې بۀ نارې کړم
ټوټې ټوټې دخپل جانان لۀلاسه يمه
پۀ تورلحدکې بۀ نارې کړم
زۀ ارمانجن دسپينې خولې راغلی يمه
پۀ توروخاوروکې بندي شوې
قدرت مې نشته اوس دعادرته کومه
پۀ توروزلفوکې يې بندکړم
خلاصی مې نشته دافسوس ژړاکومه
په توروزلفوبۀ يې بندکړم
پۀ لونګين بۀ يې وهم ارام بۍ کړمه
پۀ توروسترګواشارت کړه
دخولې خبرې غمازان راته کوينه
پۀ توروسترګومې ړنده کړې
چې جانان نشته زۀ يې ولې تورومه
پۀ تومت مه شرمېږه ياره
تومت وسله ده ښۀ ځوانان يې ګرځوينه
پۀ تومتومې مه شرمېږه
پۀ ښوځوانانوپسې تل وي تومتونه
پۀ ټوکوټوکومې ګڼله
دجانان کډه پۀ رښتيالۀ کلي ځينه
پۀ جدايي سره جدا شوو
جانانه کله بۀ ديدن سره کوونه
پۀ جدايي دې لمبه نۀ شوم
اوښکې باران پرې وروم تن پرې ساتمه
پۀ جرمني ټوپک مې وله
زماپۀ زخمي زړګوتي مۀ وهه لاسونه
پۀ جګوغروکې دې مرګی شه
چې جنازه دې پۀ بروخووتړمه
پۀ جنازه کې مې ګل کېږده
چې دلاس نښه دې پۀ ګورکې وساتمه
پۀ جنکوکې لوړه راغله
لکه پۀ ونوکې خرماولاړه وينه
پۀ جوارۍ مې جانان بايلو
خالي لاسونه لۀ سپېرۀ ميدانه ځمه
پۀ جوپه تلی يارمې راغی
ماله يې راوړي ديدغاړې امېلونه
پۀ جېل خانه کې مې ګوزران وای
مل مې جانان وای زۀ بۀ تل خوشاله ومه
پۀ جېل خانه کې مې بندي کړئ
چې مې جانان راسره وي خوشاله يمه
پۀ چړچوبۍ کې مه پټېږه
ځلمي ښاغلي اديروخوړلي دينه
پۀ چلم چاروږدکړې جانانه
ترکاغذي شونډودې خېژې شنۀ دودونه
پۀ حال مې خپل اشنا خبر کړئ
ژوندون لنډ شوی دلحد بندي بۀ شمه
پۀ حال مې هېڅوک نۀ خبرېږي
زمادزړۀ وينې خوراک شوې مړ بۀ شمه
پۀ خپل همت ځان زما يار کړه
پلاردې ظالم دی تاماته نۀ پرېږدينه
پۀ خپله خولۀ چې سوال ونۀ کړې
پۀ هغه دغه خولګۍ کله درکومه
پۀ خندابام ته وختمه
يارمې ونۀ ليدپۀ ژړاراښکته شومه
پۀ خنداشنه شوې پۀ ملاماته
پۀ زړۀ دې نشته ديارۍ سوي داغونه
پۀ خنداهره نجلۍ خاندي
ليلاچې خاندي مرغلرې تويوينه
پۀ خنداهره نجلۍ خاندي
دايوه نيمه دزړۀ زنګ جلاکوينه
پۀ خماروخماروسترګو
پۀ ژړاراغله چې موزي وهلې يمه
پۀ خوب وېده اوښکې مې راغلې
زماپۀ برخه بۀ خدای څۀ ليکلي وينه
پۀ خوب ويدۀ بۀ دې راويښ کړم
ياره زمادلاس بنګړي راغلي دينه
پۀ خوشالۍ راځه جانانه
زۀ تورې څڼې ستالپاره جوړومه
پۀ خولګۍ هېڅ ويلای نۀ شم
پټ پۀ اشناپسې رنځورلۀ غمه يمه
پۀ خولۀ بۀ جنګ درسره وکړم
دزړۀ کوڅې بۀ درنه ولې بېلومه
پۀ خولې توبې توبې وباسم
پۀ تامين زړګی توبه نۀ قبلوينه
پۀ خولۀ خوغږ کولی نۀ شم
پرېږده چې غم دننه زړۀ کې تېرومه
پۀ خولۀ دې نوم اخستی نۀ شم
پټ پۀ زړګي کې وطنونه لټومه
پۀ خولۀ دې نوم اخستی نۀ شم
پټۀ ژړادې دیدن پسې کومه
پۀ خولۀ دې هېڅ راته ونۀ وې
پۀ تېغ دسترګودې زخمي کړمه مينه
پۀ خولۀ کې ژبه راته راکه
خلک توتيانوته شکرې ورکوينه
پۀ خيرخوراغلې ستړی مه شې
غازي جانانه ادس خوټوله ستايمه
پۀ خيرراغلې پۀ خيرراشې
چې ددښمن پۀ مخ کې خړنۀ شوې مينه
پۀ دام دزلفودې بندي کړم
مستې ناترسې توتيان چابندکړي دينه
پۀ درست جهان بۀ دې ورنۀ کړم
وطنه هېچېرې دې ساری نۀ وينمه
پۀ درست وطن کې اوازه شوه
چې دابې ننګ ځلمی لۀ جنګه پۀ شاشونه
پۀ دروازوکې دې ولاړيم
دديدن برخه دې راوړه چې بېرته ځمه
پۀ دريابوکې لامبوزن وم
دبېلتانۀ ماهيانوټوله وخوړمه
پۀ دروازوکې راته پټ وې
مادې سينې ټکورکاوۀ ودې ليدمه
پۀ دروازه کې شوم تروره
داشنااوښکې مې ترمخ شوې دريابونه
پۀ دښمن ځان ټوکرټوکر کړه
بيابۀ دسروشونډوملهم درباندې ږدمه
پۀ دنداسه دې شونډې سرې کړې
بيادې نارې کړې ياره تاستي کومه
پۀ دنيادوه شيه مزه کا
ياسپينه خولۀ يادې بوړي ټوپک غږونه
پۀ دنياښۀ راسره وکړه
پۀ اخرت دهرچاګوښې عملونه
پۀ دنيامه نازېږئ خلکو
دشاجهان پاچانه پاتې شول ملکونه
پۀ دنيامه نازېږئ خلکو
دنيافاني ده پۀ ارمان بۀ ځنې ځونه
پۀ دېوال غنی راته مه ږده
زۀ بۀ درواوړم ستاخاوري مې ژړوينه
پۀ ديدن دومره دمه کېږي
لکه رنځورپۀ امساواخلي قدمونه
پۀ ديدن کله مړېده شته
کۀ يې ترسپينې غاړې واړوې لاسونه
پۀ دې ونۀ شوه دلته ناست يم
اروامې ستاپۀ کټ منګولې لګوينه
پۀ ډېر احتياط مې خولګۍ واخله
چې دپېزوان پۀ پروغوڅ نۀ شې مينه
پۀ ذوالجلال زما قسم دی
ستاجدايي ملک الموت دی روح مې وړينه
پۀ ذوالجلال مې دې قسم وي
چې دې ونۀ وينم ژړاراله راځينه
پۀ رالوېدودې يم خوشاله
هسکه چې تالاندې بې پته خلک شينه
پۀ رنځ مې خپل اشنا پوهېږي
طبيبه څۀ له دې ګولۍ عبثومه
پۀ رنګ بدرنګ پۀ عمر تنګ شوم
پۀ زړۀ څورنګ دخپل جانان دلاسه يمه
پۀ رنګ سړی نۀ سړی کېږي
سړی هغه دی چې يې خوی دسړي وينه
پۀ ريبارانوپوره نۀ شوه
اوس بۀ لمن يارته پۀ خپله غوړومه
پۀ زړۀ دې څۀ دي راته وايه
ترتاتېرېږم بيابۀ وکې ارمانونه
پۀ زړۀ مې ته وې خدای رانۀ کړې
اوس کۀ تمامه دنياراکي څۀ يې کړمه
پۀ زړۀ مې ځای دګيلو نۀ شته
هلته بۀ يې وايم چې دې سرپۀ څنګل ږدمه
پۀ زړۀ مې يو الله خبردی
دوست اودښمن لپاره شنه شم وخاندمه
پۀ زړۀ مې يو الله خبردی
دې نورعالم ته پۀ خنداګورم مينه
پۀ زړۀ مې يو الله خبردی
چې همېشه دغم سودا پۀ کې کومه
پۀ زړۀ مې غم سترګې مې ژاړي
باڼۀ ولاړدي اوښکې غواړي رخصتونه
پۀ زړۀ مې خښ دغم خنجر دی
چې مې رايادشي دليلاشينکي خالونه
پۀ زړۀ منلی يار مې ته يې
دالباسي خندادهرچاسره کړمه
پۀ زړۀ هغه خلک ژړېږي
چې دمحفل ياران يې تورې خاورې خورينه
پۀ زکندن مې راحاضرشه
چې زۀ سلګۍ کړم سترګې چاته واړومه
پۀ زيارتودې وۀ خاونده
يا يې زما کړې يايې خاورې کړې چې ځمه
پۀ ژبه هېڅ ويلی نۀ شم
پټ پۀ اشناپسې رنځورلۀ غمه شومه
پۀ ژړاژاړم سودمې نۀ شي
يومسافرشوم بل لۀ ياره جلاشومه
پۀ ژړاتل راپسې ژاړه
زۀ مسافريم ددعاطمع لرمه
پۀ ژړامه راپسې ژاړه
دعاکوه چې ستاديدن مې نصيب شينه
پۀ ژړانۀ درپسې ژاړم
تاپۀ دعاکې يادوم ژړاراځينه
پۀ ژړامه راپسې ژاړه
سهاردعاراپسې کوه ماښام نفلونه
پۀ ژوندباورنۀ شته عالمه
جانان راغواړم چې يې موړ پۀ ديدن کړمه
پۀ سپين ميدان بۀ درسره يم
زۀ پښتنه لۀ تورې نۀ ترپلم مينه
پۀ سپينوتوروورګډېږه
ماپرهمزولوباندې ډېرخندلي دينه
پۀ سپينوغاښوراته خاندې
مابۀ دتورټوپک پۀ خولۀ ورکې مينه
پۀ سپينه خولۀ لېونی مست دی
ځکه دتوروخولې ته غاړه غړۍ ځينه
پۀ سپينه خولۀ که روژه ماته
دکفارت روژې بۀ دواړه ونيسونه
پۀ سپينه خولۀ بۀ دې کافرکړم
دتوروزلفوبۀ زناردرواچومه
پۀ سپينه ږيره ډېره مينه
پۀ تورپيکي مې لاس وهې خنداراځينه
پۀ سپينه ږيره لېونی شوې
پرلاره ځې پۀ غونډوولې زيارتونه
پۀ سپينه ږيره لېوني شوې
پۀ لنګوټې پورې دبنګ تړلي دينه
پۀ سترګوړونددرپسې ګرځم
ستادوفازېری کۀ وشي روغ بۀ شمه
پۀ سترګوړوندشې راته ګوره
چې داوربل پرځای مې ګل ټومبلی دينه
پۀ سترګوړوندراپسې نۀ شوې
دالباسي اوښکې دهرچاپرمخ راځينه
پۀ سترګوړونددرپسې نۀ شوم
لکه بادام سوری سوری درپسې شومه
پۀ سترګوړوندشې راته ګوره
پۀ ګل بدن کې لکه ګل ولاړه يمه
پۀ سترګوړوند شې راته ګوره
دچمچمارغوندې غړۍ درته وهمه
پۀ سترګو ړوند شې راته ګوره
پرښايسته اوربل مې اېښيدي لاسونه
پۀ سترګوړوندشه راته ګوره
پۀ تش کاتۀ بۀ دې څوک سرنۀ پرې کوينه
پۀ سترګوړوندشې راته ګوره
کچه خالونه مې دنيل وهلي دينه
پۀ سترګوړوندشې پۀ غوږوکوڼ شې
پۀ ژبه ګونګ شې چې ونه وايې حالونه
پۀ سترګوروغ درته ښکارېږم
ترزړۀ مې تاودي دسرکووينوډنډونه
پۀ سرسرتوردرته ښکاره شوم
ځکه دې پټ کړل دلنډۍ زنې خالونه
پۀ سرکې سترګې ګنهګارې
زړۀ چې مين شي سترګې څۀ ګناه لرينه
پۀ سرکې وروږمنځ راکاږه
ستاپۀ ويښتومې دزړۀ کوردی وران بۀ شينه
پۀ سفرځم خدای ته دې سپارم
کۀ ماته راوړې دکشميرشينکي شالونه
پۀ سفرځم پرخدای مې سپاره
لرې وطن دی بياهيهات چې ژوندي يونه
پۀ سفر ځې تصويرمې واخله
کۀ زۀ بيانۀ وم دزړۀ بۀ دې پرې شينه
پۀ سفر ځم تۀ راته ګوره
ترشادې پاتې پۀ خنجروهلي زړونه
پۀ سلام ستابورجل له راغلم
تۀ پۀ کې نۀ وې بې سلامه تېره شومه
پۀ سورسالوپربام ولاړې
امېل پۀ غاړه کشوې دخلکوزړونه
پۀ سين کې ژر بېړۍ لاهوکه
سبااختردی دخپل يارسلام له ځمه
پۀ شرم ډېر درڅخه شرمېږم
خدای دې پخپله مهربانه که مينه
پۀ شرم ناسته دې پوهېږم
چې پۀ يوۀ موټي کې دوه ساتې لعلونه
پۀ ښکاره حال مې مه تېروزه
پۀ زړۀ زخمي دبېلتانۀ لۀ لاسه يمه
پۀ ښامارانومې ونۀ خورې
لۀ اوږوټول که داوږدوکوڅوسرونه
پۀ صبرصبرپوره نۀ شوه
سبامې نيت دی بې صبرۍ ته ملا تړمه
پۀ صبرصبرمې زړۀ شين شو
نورمې طاقت دصبر نۀ شته وبۀ مرمه
پۀ صبرصبرمې ياربايلو
زۀ بۀ دصبرکچکول چېرې ګرځومه
پۀ صبرصبرمې زړۀ شين شو
يارشوشب قدرپۀ لاس نۀ راځي مينه
پۀ طبيبانوبۀ روغ نۀ شم
زۀ دليلالۀ سينې کوزلوېدلی يمه
پۀ طبيبانونۀ رغېږم
جانان پۀ غشودبڼوويشتلی يمه
پۀ ظاهرروغ ښکارم عالمه
پۀ پټه زۀ داشناغم لېونۍ کړمه
پۀ ظاهرناسته مې دلې ده
زړۀ مې بلبل ناستی دګل سره کوينه
پۀ عسکرۍ دې خفه نۀ يم
خدای دې سربازکړه چې نيک نامه شې مينه
پۀ غم پيداپۀ غم کې لوی شوم
پۀ غم مين پۀ غم بۀ خاوروته ورځمه
پۀ غم پيداپۀ غم کې لوی شوم
وړکوټی مړوای چې مې نۀ ليدی غمونه
پۀ غم شريک جانان مې وليد
دخوږزړګي زخم مې بېرته ناسورشونه
پۀ غم غمجن درپسې زۀ شوم
پرسپينه خولۀ دې غمازان غوټۍ وهينه
پۀ غم کې تانه کمه نۀ يم
کم عقله نۀ يم چې بۀ کلي خبرومه
پۀ قدبالا پۀ حسن پوره
پۀ ځان مغروره چاته نۀ ګورې مينه
پۀ قدبالاپۀ منځ کې لمره
پۀ مخه راشې تل سلام درته کومه
پۀ کرارۍ مې روح وکاږه
ملک الموته خوږاشناراله راځينه
پۀ قسمت کښلي بۀ نورنۀ شي
کۀ وچې ونې زرغونې پۀ اوښکوکړمه
پۀ قلم سل ځله شاباس دی
چې درددمينې پۀ کاغذبيانوينه
پۀ کتاب ځکه نۀ پوهېږم
چې دجانان تصورکړم ژړاراځينه
پۀ کټ کې پړوکی پړوکی پروت يم
پۀ بازوګانوراته ناست دي ستاغمونه
پۀ کټ کې سپينه سپينه اوړې
لکه دډنډ ماهی نيوی نۀ راکوينه
پۀ کټ کې سپينه سپينه اوړې
زمالۀ سترګونه دې خوب وتښتاونه
پۀ کراري اوره بارانه
ليلا سالوايسته کوي لمده بۀ شينه
پۀ کړېدومې رب راضي دی
ځکه مې بندشول دالله پۀ در سوالونه
پۀ کشمالوکې ورته پټ شوم
نجلۍ اوربل کې کشمالې ږدي رابۀ شينه
پۀ کشميري الوان کې ګرځې
سپينه سينه بۀ دې پرې رنګه شي مينه
پۀ کلادوې کوترې ناستې
يوه يې ويشتل کړي بله ځان سينګاره وينه
پۀ کلي سورسالوراګډشو
چاوې سالودی چاوې اورولګېدنه
پۀ کوټه سرکه رادننه
داپېغله نجل پۀ لونګين ځان جوړوينه
پۀ کوټه سرکه رادننه
پرچلم زانګي تورې زلفې شنۀ خالونه
پۀ کوټه مه ګرځه نيمزالې
تورې کوڅۍ دې تورښاماررايادوينه
پۀ ګل سرخ کې خاورې مه شې
پۀ کې سورګل شې چې هرڅوک دې بویوينه
پۀ ګل کې ستابشره زۀ وينم
لاس مې دې مات شي چې يوګل بۀ پرې کومه
پۀ ګل ګلاب دې وويشتمه
خوږدې زمادزړګي سرکړوبۀ مرمه
پۀ ګل ګلاب دې وويشتمه
خوږه دې نۀ کړم دښمنانووليدمه
پۀ ګودرڅۀ بلالګېږي
چې کشرورور دې بدرګه درسره ځينه
پۀ ګورستان کې خاورې مه شې
ګل دګلاب شې چې دې خاورې بويوينه
پۀ لاره ځم ټوله زنګېږم
تاوکړي غشي مې ديارخوړلي دينه
پۀ لاس بۀ تېرساعت رانۀ شي
که زۀ پۀ اوښکوکړم اوبۀ واړه ملکونه
پۀ لارکې ناسته ځان ته ژاړم
خدايه دلارې مل مې راولې چې ځمه
پۀ لاس بۀ تېرساعت رانۀ شي
کۀ وچې ونې زرغونې پۀ اوښکو کړمه
پۀ لرې ملک کې مسافره
پرفال بۀ نيسودمرغانواوازونه
په لښتي ټوپ که بياراټوپ که
چې داوربل روپۍ دۍ ګډې وډې شينه
پۀ لمرخاته کې ګل غوړېږي
زماجانان پۀ لمرخاتۀ کوي خوبونه
پۀ لوی درياب کې لمبېدمه
دبېلتانۀ پۀ چړمې مات شول زنګونه
سړی هغه دی چې خوی دسړي وينه
پۀ اصل ګل دګل ګلاب دی
کم اصل ګل چې بويوم ډک دي باغونه
پۀ انارباغ کې مې ياربايلود
خدايه قيامت کړې چې نورهم بې باغه شينه
پۀ انارباغ کې دې خولۀ راکړه
کۀ شوې پېښمانه شين توتي شاهدلرمه
پۀ اندېښنومې ځان پاچاکړ
سرمې راپورته کړملنګ ددوهې ومه
پۀ اسويلوبۀ دې لمبه کړم
ژرشه لۀ زړۀ مې ځان خبرکړه مړه بۀ شمه
پۀ اوسېلوبۀ مې لمبه شې
داوسېلومخې له مه راځه مينه
پۀ اوسېلومې اسمان سورشو
ښايسته ستوري پۀ لړزه راغلۀ مينه
پۀ اوسېلومې اسمان سورکړ
داراڼۀ ستوري شوۀ نينې وترکېدنه
پۀ اوسېلومې اسمان شين کړ
ځکه مې بندکړل پۀ حمل کې بارانونه
پۀ اوسېلومې زړۀ ناسورشو
دياردهجرطاقت نۀ لرم مينه
پۀ اوښکولوندګرېوان مې ګوره
مغروره ياره بياښېرې درته کومه
پۀ اوښکوخوښ يم چې بهېږي
باردغمونومې دزړۀ نه کموينه
پۀ باغ کې مه وله کوترې
يوه بۀ مړه کې بيابۀ نۀ راځي سيلونه
پۀ باغ کې سرې غوټۍ ته وايه
چې تاته تورکشمالي ډېرسلام کاونه
پۀ باغ کې مه وله ډبرې
ښاخ بۀ زخمي کړې بيابۀ نۀ نيسي ګلونه
پۀ باغ کې مه ګرزه جانانه
ګلان شرمېږي مخ پۀ پاڼوپټوينه
پۀ بام ولاړې هوادارې
داوښکودارې مې لۀ سترګوڅخه ځينه
پۀ بړبړراشه ديارغمه
کۀ سل مې نوروي تابۀ پاس پۀ تندي ږدمه
پۀ بسم الله کټ ته ورخېژه
دنجلۍ کټ دجنغوزي دئ مات بۀ شينه
پۀ بلۍ کلکه ګټه کېږده
دعاشقانوناسته تل پۀ بلۍ وينه
پۀ بېلتانۀ زۀ روغه نۀ کړم
بېلتون ظالم دی اشنايان جداکوينه
پۀ پاتې ژوند کې بۀ څۀ خوند وي
چې يوم پۀ لاس پرجانان خاورې اړومه
پۀ پاچاهۍ کله خوښېږم
چې پۀ يوه ګړۍ دياره جدايمه
پۀ پاولو ډکه کۀ راواوړې
پرزکندن باندې کۀ يمه جوړبۀ شمه
پۀ پت کې تورتورمسلی ښۀ دی
بې پته يارکۀ شاهزاده وي څۀ يې کمه
پۀ پخوانوسترګومې ګوره
اوس مې جامې دملنګۍ اغوستې دينه
پۀ پخوانوسترګومې ګوره
کۀ مې مخ زېړ وي ستاغموبۀ کړی وينه
پۀ پخوانوسترګومې ګوره
څۀ وشوياره چې نېستي راغله مينه
پۀ پخواني اشنابۀ ورشم
غږبۀ پروکړم کۀ مې واوري فريادونه
پۀ پسرلي غونډۍ له خېژو
داتڼ منځ کې يې ګلان کرلي دينه
پۀ پښوچالاکه اوښه ګوډ شې
ديارديدن بۀ مې کاوۀ تېره دې کړمه
پۀ پورې کلي کې مين يم
ملک يې څوک دی ننواتې ورلېږمه
پۀ تا بۀ کوم مجلس روښان وي
زۀ شوم پتڼ درپسې شمعې لټومه
پۀ تاترو راشه جانانه
دخيبرلارې اپریدو نيولې دينه
پۀ تاکېدۀ پۀ مادې وکړۀ
پۀ نازولې لوردې وشه فسادونه
پۀ تروږمۍ کې رڼا راغله
ليلا پۀ تور اوربل کې غاټول ټومبلي دينه
پۀ تش کتودې لېونی کړم
جانانه مخ راواړوه چې صبرشمه
پۀ تش ديدن دې خوشالېږم
کۀ مې نصيب شوې بيا بۀ نۀ کړم ارمانونه
پۀ تصورمې زړګی شين شو
څودليدو مهال راځي خاورې بۀ يمه
پۀ تنارۀ ولاړې پېغلې
ډوډۍ دې نۀ خورم دديدن وږی ديمه
پۀ تورپيکي دې لېونی کړم
يايې غيچي کړه يايې غوټه کړه سرونه
پۀ توراوربل ګټلی مايې
اوس دې دبل غاړه کې واچول لاسونه
پۀ تورټوپک ويشتلی راشې
دبې ننګۍ احوال دې مه راځه مينه
پۀ تورټوپک مې وله ياره
داسې خومه وايه چې خولۀ نۀ درکومه
پۀ تورټوپک ويشتلی جوړشو
دسپينې خولې ويشتلی وينې تويوينه
پۀ تورټوپک ويشتلی نۀ يې
لۀ دې نريوچړومه ګرځه مينه
پۀ توردکن مې جانان ګل دی
زړۀ مې بلبل دی توردکن لره ورځينه
پۀ تورلحدکې بۀ نارې کړم
ټوټې ټوټې دخپل جانان لۀلاسه يمه
پۀ تورلحدکې بۀ نارې کړم
زۀ ارمانجن دسپينې خولې راغلی يمه
پۀ توروخاوروکې بندي شوې
قدرت مې نشته اوس دعادرته کومه
پۀ توروزلفوکې يې بندکړم
خلاصی مې نشته دافسوس ژړاکومه
په توروزلفوبۀ يې بندکړم
پۀ لونګين بۀ يې وهم ارام بۍ کړمه
پۀ توروسترګواشارت کړه
دخولې خبرې غمازان راته کوينه
پۀ توروسترګومې ړنده کړې
چې جانان نشته زۀ يې ولې تورومه
پۀ تومت مه شرمېږه ياره
تومت وسله ده ښۀ ځوانان يې ګرځوينه
پۀ تومتومې مه شرمېږه
پۀ ښوځوانانوپسې تل وي تومتونه
پۀ ټوکوټوکومې ګڼله
دجانان کډه پۀ رښتيالۀ کلي ځينه
پۀ جدايي سره جدا شوو
جانانه کله بۀ ديدن سره کوونه
پۀ جدايي دې لمبه نۀ شوم
اوښکې باران پرې وروم تن پرې ساتمه
پۀ جرمني ټوپک مې وله
زماپۀ زخمي زړګوتي مۀ وهه لاسونه
پۀ جګوغروکې دې مرګی شه
چې جنازه دې پۀ بروخووتړمه
پۀ جنازه کې مې ګل کېږده
چې دلاس نښه دې پۀ ګورکې وساتمه
پۀ جنکوکې لوړه راغله
لکه پۀ ونوکې خرماولاړه وينه
پۀ جوارۍ مې جانان بايلو
خالي لاسونه لۀ سپېرۀ ميدانه ځمه
پۀ جوپه تلی يارمې راغی
ماله يې راوړي ديدغاړې امېلونه
پۀ جېل خانه کې مې ګوزران وای
مل مې جانان وای زۀ بۀ تل خوشاله ومه
پۀ جېل خانه کې مې بندي کړئ
چې مې جانان راسره وي خوشاله يمه
پۀ چړچوبۍ کې مه پټېږه
ځلمي ښاغلي اديروخوړلي دينه
پۀ چلم چاروږدکړې جانانه
ترکاغذي شونډودې خېژې شنۀ دودونه
پۀ حال مې خپل اشنا خبر کړئ
ژوندون لنډ شوی دلحد بندي بۀ شمه
پۀ حال مې هېڅوک نۀ خبرېږي
زمادزړۀ وينې خوراک شوې مړ بۀ شمه
پۀ خپل همت ځان زما يار کړه
پلاردې ظالم دی تاماته نۀ پرېږدينه
پۀ خپله خولۀ چې سوال ونۀ کړې
پۀ هغه دغه خولګۍ کله درکومه
پۀ خندابام ته وختمه
يارمې ونۀ ليدپۀ ژړاراښکته شومه
پۀ خنداشنه شوې پۀ ملاماته
پۀ زړۀ دې نشته ديارۍ سوي داغونه
پۀ خنداهره نجلۍ خاندي
ليلاچې خاندي مرغلرې تويوينه
پۀ خنداهره نجلۍ خاندي
دايوه نيمه دزړۀ زنګ جلاکوينه
پۀ خماروخماروسترګو
پۀ ژړاراغله چې موزي وهلې يمه
پۀ خوب وېده اوښکې مې راغلې
زماپۀ برخه بۀ خدای څۀ ليکلي وينه
پۀ خوب ويدۀ بۀ دې راويښ کړم
ياره زمادلاس بنګړي راغلي دينه
پۀ خوشالۍ راځه جانانه
زۀ تورې څڼې ستالپاره جوړومه
پۀ خولګۍ هېڅ ويلای نۀ شم
پټ پۀ اشناپسې رنځورلۀ غمه يمه
پۀ خولۀ بۀ جنګ درسره وکړم
دزړۀ کوڅې بۀ درنه ولې بېلومه
پۀ خولې توبې توبې وباسم
پۀ تامين زړګی توبه نۀ قبلوينه
پۀ خولۀ خوغږ کولی نۀ شم
پرېږده چې غم دننه زړۀ کې تېرومه
پۀ خولۀ دې نوم اخستی نۀ شم
پټ پۀ زړګي کې وطنونه لټومه
پۀ خولۀ دې نوم اخستی نۀ شم
پټۀ ژړادې دیدن پسې کومه
پۀ خولۀ دې هېڅ راته ونۀ وې
پۀ تېغ دسترګودې زخمي کړمه مينه
پۀ خولۀ کې ژبه راته راکه
خلک توتيانوته شکرې ورکوينه
پۀ خيرخوراغلې ستړی مه شې
غازي جانانه ادس خوټوله ستايمه
پۀ خيرراغلې پۀ خيرراشې
چې ددښمن پۀ مخ کې خړنۀ شوې مينه
پۀ دام دزلفودې بندي کړم
مستې ناترسې توتيان چابندکړي دينه
پۀ درست جهان بۀ دې ورنۀ کړم
وطنه هېچېرې دې ساری نۀ وينمه
پۀ درست وطن کې اوازه شوه
چې دابې ننګ ځلمی لۀ جنګه پۀ شاشونه
پۀ دروازوکې دې ولاړيم
دديدن برخه دې راوړه چې بېرته ځمه
پۀ دريابوکې لامبوزن وم
دبېلتانۀ ماهيانوټوله وخوړمه
پۀ دروازوکې راته پټ وې
مادې سينې ټکورکاوۀ ودې ليدمه
پۀ دروازه کې شوم تروره
داشنااوښکې مې ترمخ شوې دريابونه
پۀ دښمن ځان ټوکرټوکر کړه
بيابۀ دسروشونډوملهم درباندې ږدمه
پۀ دنداسه دې شونډې سرې کړې
بيادې نارې کړې ياره تاستي کومه
پۀ دنيادوه شيه مزه کا
ياسپينه خولۀ يادې بوړي ټوپک غږونه
پۀ دنياښۀ راسره وکړه
پۀ اخرت دهرچاګوښې عملونه
پۀ دنيامه نازېږئ خلکو
دشاجهان پاچانه پاتې شول ملکونه
پۀ دنيامه نازېږئ خلکو
دنيافاني ده پۀ ارمان بۀ ځنې ځونه
پۀ دېوال غنی راته مه ږده
زۀ بۀ درواوړم ستاخاوري مې ژړوينه
پۀ ديدن دومره دمه کېږي
لکه رنځورپۀ امساواخلي قدمونه
پۀ ديدن کله مړېده شته
کۀ يې ترسپينې غاړې واړوې لاسونه
پۀ دې ونۀ شوه دلته ناست يم
اروامې ستاپۀ کټ منګولې لګوينه
پۀ ډېر احتياط مې خولګۍ واخله
چې دپېزوان پۀ پروغوڅ نۀ شې مينه
پۀ ذوالجلال زما قسم دی
ستاجدايي ملک الموت دی روح مې وړينه
پۀ ذوالجلال مې دې قسم وي
چې دې ونۀ وينم ژړاراله راځينه
پۀ رالوېدودې يم خوشاله
هسکه چې تالاندې بې پته خلک شينه
پۀ رنځ مې خپل اشنا پوهېږي
طبيبه څۀ له دې ګولۍ عبثومه
پۀ رنګ بدرنګ پۀ عمر تنګ شوم
پۀ زړۀ څورنګ دخپل جانان دلاسه يمه
پۀ رنګ سړی نۀ سړی کېږي
سړی هغه دی چې يې خوی دسړي وينه
پۀ ريبارانوپوره نۀ شوه
اوس بۀ لمن يارته پۀ خپله غوړومه
پۀ زړۀ دې څۀ دي راته وايه
ترتاتېرېږم بيابۀ وکې ارمانونه
پۀ زړۀ مې ته وې خدای رانۀ کړې
اوس کۀ تمامه دنياراکي څۀ يې کړمه
پۀ زړۀ مې ځای دګيلو نۀ شته
هلته بۀ يې وايم چې دې سرپۀ څنګل ږدمه
پۀ زړۀ مې يو الله خبردی
دوست اودښمن لپاره شنه شم وخاندمه
پۀ زړۀ مې يو الله خبردی
دې نورعالم ته پۀ خنداګورم مينه
پۀ زړۀ مې يو الله خبردی
چې همېشه دغم سودا پۀ کې کومه
پۀ زړۀ مې غم سترګې مې ژاړي
باڼۀ ولاړدي اوښکې غواړي رخصتونه
پۀ زړۀ مې خښ دغم خنجر دی
چې مې رايادشي دليلاشينکي خالونه
پۀ زړۀ منلی يار مې ته يې
دالباسي خندادهرچاسره کړمه
پۀ زړۀ هغه خلک ژړېږي
چې دمحفل ياران يې تورې خاورې خورينه
پۀ زکندن مې راحاضرشه
چې زۀ سلګۍ کړم سترګې چاته واړومه
پۀ زيارتودې وۀ خاونده
يا يې زما کړې يايې خاورې کړې چې ځمه
پۀ ژبه هېڅ ويلی نۀ شم
پټ پۀ اشناپسې رنځورلۀ غمه شومه
پۀ ژړاژاړم سودمې نۀ شي
يومسافرشوم بل لۀ ياره جلاشومه
پۀ ژړاتل راپسې ژاړه
زۀ مسافريم ددعاطمع لرمه
پۀ ژړامه راپسې ژاړه
دعاکوه چې ستاديدن مې نصيب شينه
پۀ ژړانۀ درپسې ژاړم
تاپۀ دعاکې يادوم ژړاراځينه
پۀ ژړامه راپسې ژاړه
سهاردعاراپسې کوه ماښام نفلونه
پۀ ژوندباورنۀ شته عالمه
جانان راغواړم چې يې موړ پۀ ديدن کړمه
پۀ سپين ميدان بۀ درسره يم
زۀ پښتنه لۀ تورې نۀ ترپلم مينه
پۀ سپينوتوروورګډېږه
ماپرهمزولوباندې ډېرخندلي دينه
پۀ سپينوغاښوراته خاندې
مابۀ دتورټوپک پۀ خولۀ ورکې مينه
پۀ سپينه خولۀ لېونی مست دی
ځکه دتوروخولې ته غاړه غړۍ ځينه
پۀ سپينه خولۀ که روژه ماته
دکفارت روژې بۀ دواړه ونيسونه
پۀ سپينه خولۀ بۀ دې کافرکړم
دتوروزلفوبۀ زناردرواچومه
پۀ سپينه ږيره ډېره مينه
پۀ تورپيکي مې لاس وهې خنداراځينه
پۀ سپينه ږيره لېونی شوې
پرلاره ځې پۀ غونډوولې زيارتونه
پۀ سپينه ږيره لېوني شوې
پۀ لنګوټې پورې دبنګ تړلي دينه
پۀ سترګوړونددرپسې ګرځم
ستادوفازېری کۀ وشي روغ بۀ شمه
پۀ سترګوړوندشې راته ګوره
چې داوربل پرځای مې ګل ټومبلی دينه
پۀ سترګوړوندراپسې نۀ شوې
دالباسي اوښکې دهرچاپرمخ راځينه
پۀ سترګوړونددرپسې نۀ شوم
لکه بادام سوری سوری درپسې شومه
پۀ سترګوړوندشې راته ګوره
پۀ ګل بدن کې لکه ګل ولاړه يمه
پۀ سترګوړوند شې راته ګوره
دچمچمارغوندې غړۍ درته وهمه
پۀ سترګو ړوند شې راته ګوره
پرښايسته اوربل مې اېښيدي لاسونه
پۀ سترګوړوندشه راته ګوره
پۀ تش کاتۀ بۀ دې څوک سرنۀ پرې کوينه
پۀ سترګوړوندشې راته ګوره
کچه خالونه مې دنيل وهلي دينه
پۀ سترګوړوندشې پۀ غوږوکوڼ شې
پۀ ژبه ګونګ شې چې ونه وايې حالونه
پۀ سترګوروغ درته ښکارېږم
ترزړۀ مې تاودي دسرکووينوډنډونه
پۀ سرسرتوردرته ښکاره شوم
ځکه دې پټ کړل دلنډۍ زنې خالونه
پۀ سرکې سترګې ګنهګارې
زړۀ چې مين شي سترګې څۀ ګناه لرينه
پۀ سرکې وروږمنځ راکاږه
ستاپۀ ويښتومې دزړۀ کوردی وران بۀ شينه
پۀ سفرځم خدای ته دې سپارم
کۀ ماته راوړې دکشميرشينکي شالونه
پۀ سفرځم پرخدای مې سپاره
لرې وطن دی بياهيهات چې ژوندي يونه
پۀ سفر ځې تصويرمې واخله
کۀ زۀ بيانۀ وم دزړۀ بۀ دې پرې شينه
پۀ سفر ځم تۀ راته ګوره
ترشادې پاتې پۀ خنجروهلي زړونه
پۀ سلام ستابورجل له راغلم
تۀ پۀ کې نۀ وې بې سلامه تېره شومه
پۀ سورسالوپربام ولاړې
امېل پۀ غاړه کشوې دخلکوزړونه
پۀ سين کې ژر بېړۍ لاهوکه
سبااختردی دخپل يارسلام له ځمه
پۀ شرم ډېر درڅخه شرمېږم
خدای دې پخپله مهربانه که مينه
پۀ شرم ناسته دې پوهېږم
چې پۀ يوۀ موټي کې دوه ساتې لعلونه
پۀ ښکاره حال مې مه تېروزه
پۀ زړۀ زخمي دبېلتانۀ لۀ لاسه يمه
پۀ ښامارانومې ونۀ خورې
لۀ اوږوټول که داوږدوکوڅوسرونه
پۀ صبرصبرپوره نۀ شوه
سبامې نيت دی بې صبرۍ ته ملا تړمه
پۀ صبرصبرمې زړۀ شين شو
نورمې طاقت دصبر نۀ شته وبۀ مرمه
پۀ صبرصبرمې ياربايلو
زۀ بۀ دصبرکچکول چېرې ګرځومه
پۀ صبرصبرمې زړۀ شين شو
يارشوشب قدرپۀ لاس نۀ راځي مينه
پۀ طبيبانوبۀ روغ نۀ شم
زۀ دليلالۀ سينې کوزلوېدلی يمه
پۀ طبيبانونۀ رغېږم
جانان پۀ غشودبڼوويشتلی يمه
پۀ ظاهرروغ ښکارم عالمه
پۀ پټه زۀ داشناغم لېونۍ کړمه
پۀ ظاهرناسته مې دلې ده
زړۀ مې بلبل ناستی دګل سره کوينه
پۀ عسکرۍ دې خفه نۀ يم
خدای دې سربازکړه چې نيک نامه شې مينه
پۀ غم پيداپۀ غم کې لوی شوم
پۀ غم مين پۀ غم بۀ خاوروته ورځمه
پۀ غم پيداپۀ غم کې لوی شوم
وړکوټی مړوای چې مې نۀ ليدی غمونه
پۀ غم شريک جانان مې وليد
دخوږزړګي زخم مې بېرته ناسورشونه
پۀ غم غمجن درپسې زۀ شوم
پرسپينه خولۀ دې غمازان غوټۍ وهينه
پۀ غم کې تانه کمه نۀ يم
کم عقله نۀ يم چې بۀ کلي خبرومه
پۀ قدبالا پۀ حسن پوره
پۀ ځان مغروره چاته نۀ ګورې مينه
پۀ قدبالاپۀ منځ کې لمره
پۀ مخه راشې تل سلام درته کومه
پۀ کرارۍ مې روح وکاږه
ملک الموته خوږاشناراله راځينه
پۀ قسمت کښلي بۀ نورنۀ شي
کۀ وچې ونې زرغونې پۀ اوښکوکړمه
پۀ قلم سل ځله شاباس دی
چې درددمينې پۀ کاغذبيانوينه
پۀ کتاب ځکه نۀ پوهېږم
چې دجانان تصورکړم ژړاراځينه
پۀ کټ کې پړوکی پړوکی پروت يم
پۀ بازوګانوراته ناست دي ستاغمونه
پۀ کټ کې سپينه سپينه اوړې
لکه دډنډ ماهی نيوی نۀ راکوينه
پۀ کټ کې سپينه سپينه اوړې
زمالۀ سترګونه دې خوب وتښتاونه
پۀ کراري اوره بارانه
ليلا سالوايسته کوي لمده بۀ شينه
پۀ کړېدومې رب راضي دی
ځکه مې بندشول دالله پۀ در سوالونه
پۀ کشمالوکې ورته پټ شوم
نجلۍ اوربل کې کشمالې ږدي رابۀ شينه
پۀ کشميري الوان کې ګرځې
سپينه سينه بۀ دې پرې رنګه شي مينه
پۀ کلادوې کوترې ناستې
يوه يې ويشتل کړي بله ځان سينګاره وينه
پۀ کلي سورسالوراګډشو
چاوې سالودی چاوې اورولګېدنه
پۀ کوټه سرکه رادننه
داپېغله نجل پۀ لونګين ځان جوړوينه
پۀ کوټه سرکه رادننه
پرچلم زانګي تورې زلفې شنۀ خالونه
پۀ کوټه مه ګرځه نيمزالې
تورې کوڅۍ دې تورښاماررايادوينه
پۀ ګل سرخ کې خاورې مه شې
پۀ کې سورګل شې چې هرڅوک دې بویوينه
پۀ ګل کې ستابشره زۀ وينم
لاس مې دې مات شي چې يوګل بۀ پرې کومه
پۀ ګل ګلاب دې وويشتمه
خوږدې زمادزړګي سرکړوبۀ مرمه
پۀ ګل ګلاب دې وويشتمه
خوږه دې نۀ کړم دښمنانووليدمه
پۀ ګودرڅۀ بلالګېږي
چې کشرورور دې بدرګه درسره ځينه
پۀ ګورستان کې خاورې مه شې
ګل دګلاب شې چې دې خاورې بويوينه
پۀ لاره ځم ټوله زنګېږم
تاوکړي غشي مې ديارخوړلي دينه
پۀ لاس بۀ تېرساعت رانۀ شي
که زۀ پۀ اوښکوکړم اوبۀ واړه ملکونه
پۀ لارکې ناسته ځان ته ژاړم
خدايه دلارې مل مې راولې چې ځمه
پۀ لاس بۀ تېرساعت رانۀ شي
کۀ وچې ونې زرغونې پۀ اوښکو کړمه
پۀ لرې ملک کې مسافره
پرفال بۀ نيسودمرغانواوازونه
په لښتي ټوپ که بياراټوپ که
چې داوربل روپۍ دۍ ګډې وډې شينه
پۀ لمرخاته کې ګل غوړېږي
زماجانان پۀ لمرخاتۀ کوي خوبونه
پۀ لوی درياب کې لمبېدمه
دبېلتانۀ پۀ چړمې مات شول زنګونه







