مقالې


څلورم صنعتی انقلاب

نو ی تعلیم، ریل پټلۍ ، څلورم صنعتی انقلاب او افغانستان دا دی څلورم انقلاب یا(Fourth Industrial Revolution/4IR )له نورو انقلابونو سره په توپی؛ د پوهې ، ذکاوت او نوښتونو له لارې رامنځته شو. یوویشتمه پیړۍ کې هیوادونه څلورم صنعتي انقلاب ته چمتو شول. د۲۰۲۲م. کال د اګست پر اوولسمه په دې اړه داسې وویل شول: Industry 4.0/ Fourth Industrial Revolution or 4IR—is the next phase in the digitization of the manufacturing sector, driven by disruptive trends including the rise of data and connect

01.08.2023 دودیال

د پې ټې اېم اروپا کنفرانس

په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټاکنو کمیسیون لخوا د اروپا په مختلفو هیوادونو کې د رڼو ټاکنو وروسته پې ټې اېم په اروپا کي د لا منظم کیدلو لپاره د سپټمبر په لومړي او دویمه نېټه د جرمني په کولن ښار کې دوه ورځنی کنفرانس کوي.په دې کنفرانس کې د پې ټې اېم اروپا د تنظېمې جوړښت تر څنګ د اروپا لپاره کوارډنېټر هم ټاکل کیږي او په لر او بر افغان وطن کې پر روان سیاسي وضعیت بحث کیږي.د کنفرانس په لومړۍ ورځ به د پې ټې اېم اروپا د مسوولینو داخلي تنظیمي جلسه وي.د کنفرانس په دوهمه ورځ د منتخ

01.08.2023 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

انتقاد

  ټولنيز ژوند کامل او بې عيبه نه دئ . حتمې اشتباه وې ، غلطيانې او تېروتنې په کې صورت نيسي.غلطي د انسان او انساني ژوند سره لکه سيوری ملګرې او مل وي. خو سيوری په هغه ځای کې لیدل کيدئ شي چې رڼا وجود ولري.  په تياره کې نه جسم او نه يې سيوری ليدل کيږي، بينا او نابينا يا خلاصې او پټې سترګې دواړه يو شان بې تاثيره وي .  په انساني او ټولنيز ژوند‌کې علم ،معرفت او پوهه رڼا ده ، چې په دې رڼا کې انسان د منزل مقصود( مادي ، معنوي او يا دواړه) په لور سفر کوي.کومه ټولنه چې د علم او معر

31.07.2023 هيښ ويښ

خرما

خرما ته په انګلیسی کی , date palm ، په عربی کی نخل، په کوزه پختونخوا کى کجورى په نامه دی د خرما علمی نوم phoenix dactylifera L ، خرما د ګرمی منطقه نبات دی لږو اوبو ته ضرورت لری په هیواد کی زیات امکانات د دی نبات د ډیریدولپاره شته له پخوا په ننګرهار کی موجود ووخو اوس یی په ننګرهار کی د باغ په شکل کرلی او ښه نتیجه یی ورکړی دا نبات د اوږدی مودی د رشد او تولید نبات دی عام خلک علاقمندی ځکه نلری چی خلک ژر حاصل غواړی او دا نبات ژر په حاصل نه راځی چی اوږدی مودی ته ضرورت دی نو لازمه ده چی ددولت په

28.07.2023 الحاج ديپلوم انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمي )

حنیف

حنیف يعنى هغه چې له کږ لارى حق ته راوښتۍ وي. (جنيف )یعنی هغه چې له حقه کوږ شوى وي. حنیف دین : هغه دین دی چې د الهې پیغمبرانو په واسطه په مختلفو وختوکښې له ادم علیه السلام نه تر خاتم النبین حضرت محمد ﷺ پوری دي . حنیف دين ابراهيمى : په عامه اصطلاح د الهې دین صفت دې اوپه خاص ډول د حضرت ابراهیم علیه السلام دین دی . حنفى مذهب: د اسلام مقدس دين کښې د اهل سنت والجماعت د څلورو مذاهبو څخه د یومذهب نوم دى امام ابو حنيفه (رح): امام ابو حنیفه د اسلامى(حنیفی ) مذهب امام دی

28.07.2023 الحاج ديپلوم انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمی )

خوشه يي بمونه څه شی دي او ولې یې موضوع دومره حساسه ده؟!

په دې ورځو کې د خوشه یي بمونو او د هغو د کارولو موضوع د نړۍ د رسنيو سرټکی ګرځېدلې او دا چې ولې خوشه يي دومره خطرناک دي او کارول یې په نړيواله کچه په کلکه منع دي په دې اړه په لاندنۍ ليکنه کې غږېږو. خوشه يي بمونه يا Cluster munition هغه انفجاري وسايلو ته ويل کېږي چې د لومړنيو انفجاري موادو په ترڅ کې نور کوچني واړه بمونه د انفجار په ساحه کې خپرېږي چې له لومړۍ چاودنې وروسته په تدريج سره منفجرکېږي. د سره صليب د کمېټې د وينا له مخې دا بمونه د الوتکې، توپونو، او توغندويو په وسيله هدف ته رسول کېږ

26.07.2023 حميدالله بسیا

د مهاجرت ستونزه

د،ب،هيښ د مهاجرت ستونزه ! اروپا او امريکا ته د مهاجرت لړۍ د افريقا ، اسيا او لاتينې امريکا نه ورځ په ورځ په پراخېدو ده . په ميليونو نوي ځوانان او ځوانان د اقتصادي ستونزو ، بېکارۍ، دولتي فساد او بې بديلۍ له وجهې په هوا ، ځمکه او اوبو کې د مځکې د کرې د جنوب نه د شمال په لور روان دي ، يا د تګ تصميم لري. سره ددې چې دا سفر ډېر خطرناک او د مرګ سره پنجه نرم کول دي او په لس هاوو زره مسافرين د ليوانو ، مرغانو او کبانو خوراک شول ، مګر بيا هم خلک روان دي او د کور -کلي -وطن د نامناسبو او

25.07.2023 هيښ ويښ

طاعوت (بت،جادو ،جادوګر ،شیطان)

طاغوت : • خلکو ته ړومبی د حق لاروښیئ او بیا باطل نفی کړی . د عربی ژبی کلمه ده د بت ، جادو ، جادوګر، د ګمراهانو مشریعنی ابلیس (شیطان ) څخه مراد دی تعریف : هرهغه شی یا څوک چې د اللهﷻ په ځای د عبادت وړ(پرستش وړ) پرځای چی قرار ونیسی . ددی تعریف په اساس د یوواحد الله ﷻ نه پرته هرموجود ،شیطان ،بتان، انسان ( ژوندی او یا مړ) اویا هربل شی چی د معبود پرځای قرار ونیسی طاعوت شمیرل کیږی . په قرانکریم کی د طاعوت لفظ اته ۸ واری راغلی . په سورة النساء ۶۰ ایه کی لولو : أَلَمۡ تَرَ إِلَ

22.07.2023 الحاج ديپلوم انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمی )

راسخ او داخلاص عزم  یخد عون الله وهو خادعهم

ځینې مسلمانان خپل اولادونه په کم عمر کې دعالی تحصیلاتو لپاره غیر مسئولانه لویدیځو هېوادونو ته لیږی په ځانګړې تو ګه هغه هېوادو ته چې هلته دازادی په نوم اخلاقی فساد اوج ته رسېدلی او نور دباور وړ نه دی. دغه هېوادونه دانسانی کرامت په کیسه کې هم نه دی هغوی کوښښ کوی چې داخلاقی فساد لمنه نوره هم پراخه کړی . اسلام هسې په پلمه په کاڼو ولی زه لیرې نه ځم دلته دوه عینی مثالونه راوړم کوم چې ما په ستر ګوًلیدلی دی . موږ تل دا وایو چې له کلی ووځه مګر له نرخ مهً وځه! نرخ دلته نورم دی ، هویت او اسلامی عقیده او

20.07.2023 ع.شریف زاد

د څیړونکي او تاریخپوه ډاکټر لطيف ياد؛ پيژندګلوي

له نن څخه څلور شپیته کاله وړاندې، یعنی د ۱۹۵۸م کال د اګست په ۱۷ تاریخ د همیشه بهار ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د دولتزيو په کلي کې یو ګلالې ماشوم وزیږید. ارواښاد پلار یې، استاد محمد طالب ورباندې د لطیف خالق د لطف په پار د عبداللطیف نوم کیښود. هیڅوک نه پوهیدل چې د حاجي ملا جان لمسى، د عبدالسميع کړوسى او د مومند آخوند زاده همدا کودى به یوه ورځ د دغې عالمې کورنۍ د ویاړونو لامل ګرځي او خپلې ژبې او ټولنې ته به د لسګونو کتابونو او سلګونو څیړنیزو مقالو سوغاتونه وړاندې کوي. نيکونه او مشران یې چې د اسلام

18.07.2023 ولي الله ملکزی

سادات

سادات د نړی په ټولوڅلوروپنځوسو اسلامی هیوادونو کی موجود دی دقیق خود ساداتو شمیره معلومه نه ده خوتخمین په ټولو هیوادو کی شپیته میلونه ته رسیږی د) سیدانو(لوی تعداد په اسیا له جمله افغانستا ن ،ایران ،پاکستان ،هندوستان اوکشمیرکی ژوند کوی همدارنګه په عربی هیوادونوکی لکه عراق ،سوریه،لبنان ، مصراو تقریبا په ټول عربستان کی په اندونیزیا،مالیزیا ،یمن ،الجزیره ، اوپه ټولواسلامی هیوادونو کی شتون لری.)سید( چی جمع یی سادات دی د عربی لغاتو څخه دی چی په اصل کی)سیود( دی په معني د اقا، مالک ،شریف ، فاضل ،کریم

17.07.2023 الحاج ديپلوم انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمی )

په ټولنه د ښوونیزو مرکزونو زیاتوالي اغیزې

په یوه ټولنه کې د تعلیمي مرکزونو زیاتوالی خورا مهمې اغیزې لري. په حقیقت کې، دا اغیزې کولی شي په مستقیم او غیر مستقیم ډول په عمومي توګه ځوانان، کورنۍ او ټولنه باندې اغیزه وکړي. د ښوونیزو مرکزونو په برکت لومړی، دوی اشخاصو ته د پوهې او مهارتونو په ورکولو کې مهم رول لوبوي، دوی د عصري نړۍ پیچلتیاو ته د تګ لپاره اړین وسایلو سره سمبالوي. د باکیفیته زده کړو په وړاندې کولو سره، دا مرکزونه د زده کونکو ترمنځ فکري وده، انتقادي فکر، او د ستونزو حل کولو وړتیاوو ته وده ورکوي. سربیره پردې، د

14.07.2023 ثناءالله صالحي

موږًولې په رڼا ورځ دترکستان په لور روان یو؟

لکیلا تاسو علی ما فاتکم ولا تفرحوا بما اتئکم والله لایحب مختال فخور یو جاپانی پروفیسور خپلو زده کوونکو ته داسیې وویل: انحنا او ښکته کیدل د«صفصاف» نومې ونې ته ورته والی دی اوبیخی مقاومت نه کول له « بلوط » چې میوه نه لری نومی ونې سره مشابهت لری په حدیث کې راځی چې یوًمومن ېوداسې بوټی ته ورته دی چې باد یې هر څومر ه ښی او کیڼ لورته اړوی را اړوی خو ماتولی یی نشی او دهېڅ توپان زور ور باندې نه رسیږی!. دکتور بول براندونی ودرېد دشیدو ګیلاس یې پر زمکه را وویشت او وی ویل: په تویو شوې شیدو پسې

14.07.2023 ع.شریف زاد

"ګورکه" او "مانکورت" د بشریت پر تندي تور داغونه

استعمار د خپلو حریصانه ناوړو مقاصدو لپاره له خونړیو جنګونو، مکر، زور، زرشیندلو، دمغزونو مینځلو، بی خرته تبلیغاتو، خرافاتو خپرولو، بی اتفاقی اچولو اود جهل د تخم دکرلو برعلاوه، دوه نور نیرګونه هم په کار اچولي وو: یو یې په خپله د مفتوحه سیمو له بیوزلو، کمشعوره او مجبورو خلکو څخه لښکر جوړول و چې د دوی د آسونو ترمخې به د جګړې لومړۍ کرښه کې لکه مچان تبا کیدل او دوی به دخپلو مستعمراتو سیمې د دوی د وینو په توېیدو پراخولې. اتلسمه پیړۍ کې انګریز د پنجاب ډیر دا ډول ګورکه لښکرې تر پېښور،وزیرستان، موم

12.07.2023 دودیال

نړیوالې ټولنې څه کړی؟

فاذارکبو فی الفلک دعوالله مخلصین له الدین الله تعالی دیوه مجبوره مشرک دعا هم قبلوی پاتې خوًلا د موحد مومن دعاء. تر بودا وروسته نامتو زعبم مهاتما ګاندی وتیی: که زه پوجا پاټ ونه کړم چې دهندوانو دعبا دت يوه بڼه ده نو لیونی کیږم . سره له دې چې ګاندی مسلمان نه وه بلکې ګمراهی کې پروت وه خوًیو مذهبی سړی وه. کله چې دغه خلک په بېړی کې سپریږی نو دالله تعالی څخه په خالصې عقیدې سره دعاء غواړی. موږ سره . شل کاله نړیواله ټولنه دلته لګیا وه یعنی دکرزی په رهبری دبن له منحوسې چپنې اوککړې معاهدې را

10.07.2023 ع.شریف زاد

دایران او ترکیی په سرحدونو کی دافغانانو وژل کیدل او دافغانانو چوپتیا

   په تیرو ورځو کی خبرونه خپاره سول چی دایران او ترکیی په سرحد باندی یو شمیر مهاجران ددی دوو دولتو دسرحد ساتونکو قواوو په لاس ووژل سول. زما ارزو او توقع وه چی امارت، پخوانی تښتیدلی قانون پوهان اوسیاسیون به په همدی هکله لیکنی وکړی. خو متاسفانه دنړیوالو خبری شبکو لخوا دداسی یو مدافع دریخ کوم انعکاس می ملاحظه نکړ. په تیره بیا دبشری حقوقو مدافعین چی په هر دولت کی دامارت په ضد بیځایه او په ځای دوسیی لټوی هم دتاسف سره سره بیخی ګونګ پاتی دی.  دملل متحد او دهغه دبشری حقوقو سازمان هدای

03.07.2023 طاهر ثابت

اطلاعاتي خونديتوب Information security

اطلاعاتي خوندیتوب (Information security) چې د InfoSec په لنډ نوم هم يادېږي په انټرنېټي پلېټ فارم او يا فزيکي چوکاټ کې د اطلاعاتو د تخريب،غلا کېدلو، مختل کېدلو او نورو... ګواښونو حد اقل ته د راکمولو لپاره د اطلاعاتو د ساتنې لارو چارو ته ویل کېږي. يانې د اطلاعاتو په مقابل کې د ګواښونو د مقابلې هغه څانګه ده چې د معلوماتو د غیرمجاز، نامناسبې لاسوهنې، غیرقانوني استفادې، افشاکولو، مختل کولو، له منځه وړلو، فساد، اصلاح، څېړنې، ثبت یا د هغو د ارزښت له راکمولو څخه مخنیوی کوي او یا هم د همدغو مواردو

03.07.2023 حميدالله بسیا

حج او په میکده کې جانماز

د سه شنبې په ورځ د ۱۵۰هیوادونو څخه راغلي دوه ملیونه حاجیان د عرفات د غونډۍ په سر او لمن کې راټول شوي وو. ټکنده غرمه وه، خو په سپینو احرامونو کې ایماندارو ښځو، نارینه وو او حتی کمکیو ماشومانو یو وړوکې محشر جوړ کړې وو. یو سپیڅلی احساس او د خودۍ او بې خودۍ یوه ناشنا جذبه وه. هرچا خپل لاسونه د عرش واکمن ته لپه نیولي وو؛ د نصوحا توبې وې، په شونډو زارۍ وې او په اننګو د پښیمانو اوښکو امیلونه. د عرفات په همدغې غونډۍ، له نن څخه ۱۴۳۴ کاله وړاندې یعنې د هجرت په لسم کال، د خالق تعالی وروستي او رښتیني

02.07.2023 ولي الله ملکزی

د ابوالحسن میوندی پېژندنه

ابوالحسن القاسم احمد بن حسن میمندي چې هغه وخت په لنډیز سره په احمد میمندي او زیاتره په شمس الکُفاة هم مشهورو، د غزنوی سلطان محمود د دربار وزیرو. میمندی/میوندی په کندهار کې نړۍ ته سترګې پرانیستی وې، د محمود همزولی او همده سره یو ځای ستر شو ی او سلطان محمود هغه خپل رضاعی ورور باله. سره له دې چې د همدې سلطان محمود د پلار (سبکتګین) دپاچاهی پرمهال، د میوندی پلار بیګناه وژل شوی و، خو سلطان محمود وروسته بخښنه وغوښته او میوندی یې بېرته پخلا کړ. کله چې سلطان محمود سلطنت ته ورسېد، حسن میمندی ته یې د خپ

28.06.2023 دودیال

د (تصوف، روحانیت او کږلېچونه) کتاب ګټې او اړتیا

د (تصوف، روحانیت او کږلېچونه) کتاب ګټې او اړتیا پوهندوی دوکتور سید اصغر هاشمي د افغانستان په پوهنتونونو کې تصوف او عرفان د یو مضمون په ډول ځکه لوستل کېږي چې زموږ ادبیات او پښتو او دري/ فارسي ژبې ښه صوفیان او عارفان لري چې ځینې یې ډېر لوی شاعران دي او آن نړیوال شهرت لري. تصوف یوه داسې نظریه ده چې د فرهنګونو، قومونو او انسانانو ترمنځ دیني، عقیدوي، انساني، عاطفي او د داسې نورو ټولنیزو خواوو په ګډو خواوو خبرې او نظریات لري. په ټولو تصوفي تګلارو کې په انسان دوستۍ ټینګار کېږي، د ښو

26.06.2023 پوهندوی دوکتور سید اصغر هاشمي

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more