د استرالیا د مهاجرت وزارت وایي له مانوس او نایرو توقیف خونو څخه د کډوالو متحده ایالاتو ته د انتقالولو پروسه په اخیري پړاونو کې ده او په پام کې ده چې د کډوالو انتقالول په نږدی راتلونکې کې پیل شي.

د استرالیا په دغو دوو توقیف خونو کې د تیرو څلورو کلونو راپدیخوا په سلګونو کډوال ژوند کوي چې ډیری یې ایرانیان او افغانان دي.

په یوه خبري ناسته کې په دې تړاو د استرالیا د مهاجرت وزیر پیټر ډوټن د پاپوا نیوګینیا او نایرو هیوادونو په ګډون د متحده ایالاتو د مهاجرت چارواکو د موَثر او اغیزمن کار قدردانې وکړ.

نوموړي وویل، په دغه پروسه کې هیڅ ډول ځنډ نه دې راغلې او د کډوالو مرکې، معاینات او نور اړین کارونه په اخیري پړاونو کې دي.

هغه وویل، "زه خوښ یم چې ډیر ژر به مونږ وکولئ شو له دغو توقیف خونو لږترلږه ۱۳۰۰ کډوال متحده ایالاتو ته انتقال کړو."