دویمه برخه
د بنګله دېش دولت بنسټ اېښودل او د پاکستان تجزیه کې د هند مهم رول
کله چې په 1947 کې هند او لویدیځ پاکستان له برتانویانو خپلواکي ترلاسه کړه. ختیځ پاکستان ٬٬ بنګله دېش٬٬ د پنجاب استعماري ریاست ښکېلاګر واکمنان ترلاسه کړل. د 1971 کال په ډسېمبر کې د هند او پاکستان ترمنځ دریمې جګړې د هند نیمه وچه په بنسټېزه توګه ولړزوله. دا جګړه په ختیځ پاکستان کې د کورنۍ جګړې او تجزیې په موخه پیل شوه. هندوستان لومړی غیر مستقیم او بیا ورسته د مستقیمي مداخلې له لېارې د سویلي اسیا د دوو ګاونډیو ترمنځ په پوځي شخړه کې ورګډ کړل شو. د شخړې په پایله کې پاکستان تجزیه او د بنګله دېش خپلواک دولت رامنځته شو.
هند په دې جګړه کې مرکزي رول ولوباوه. هغمهال د هند بهرني پالیسي بڼه په عمد توګه د سیاسي، پوځي، جغرافیایې او ستراتېجیکو عواملو له مخې ټاکل کېده. د بنګله دېش په وسله واله شخړه کې د هند د مخ په زیاتیدونکي لاسوهنې، غیر مستقیمه مداخله او بالاخره د مستقیمي پوځي مداخلې پروسه کې څلور مرحلې لیدل کیږي.
په 1971 کال کې په لومړی پړاو کې چې شاوخوا د مارچ څخه تر اپریل پورې دوام وکړ. هند پرېکړه وکړه، چې د ختیځ بنګال د ازادی غوښتونکي غورځنګ ملاتړ وکړي.
د 1971 کال کې په دویم پړاو کې د مۍ میاشتې له پیل څخه د جون تر پایه پورې دوام وکړ، د بنګال ازادې غورځنګ سره د هند غیر مستقیمي پوځي مرستي مشخص کیږي.
د دریم پړاو په بهیر کې د جولای څخه تر نوامبره پورې هند پرېکړه وکړه، چې ختیځ پاکستان کې د مېشتو پاکستاني پوځ په وړاندې د برید چمتووالي سره ختیځه برخه هم ازاده کړي.
په 1971 کال کې په څلورم پړاو کې د ډسېمبر له دریمې څخه تر اوولسمې پورې د هند لخوا د مستقیمي او بالاخره د بریالي پوځي مداخله کې مشخص کیږي، چې په پایله کې بنګله دېش خپل دولتي حاکمیت او ملي خپلواکي ترلاسه کړه.
کله چې په 1971 کال کې د مارچ په لومړي نېټه د بنګال ازادي غوښتکي غورځنګ مدنې نافرمانۍ او بغاوت پیل کړ. د هند لومړنۍ رسمي غبرګون د ملکي وګړو پر وړاندې د پاکستاني امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو له پیل څخه دوه ورځې ورسته خپور شو. د هند صدراعظمي مېرمن انډرا ګاندي د مارچ په27 مه پارلمان یا ولسي جرګې ته خپله وینا کې د ختیځ پاکستان د پېښو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. د مارچ په 31 مه د هند ولسي جرګې په اتفاق رائیې سره یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې دا اندېښنه یې بیا په کې تکرار کړه. ٬٬ دا جرګه په ختیځ بنګال کې د ورستیو پرمختګونو په اړه خپله ژوره خواشیني او جدي اندېښنه څرګندوي. د لویدیځ پاکستان څخه رالیږل شوي وسله والو ځواکونو لخوا یو لوی برید د ختیځ بنګال د ټولو خلکو په وړاندې ترسره شوي دی. د دې پر ځای چې د خلکو ارادې ته درناوي وکړي، چې د 1970 په ډسېمبر کې په پاکستان کې د ټاکنو له لېارې په څرګنده توګه څرګندې شوې. ٬٬ د شخړې په پیل کې د هند غبرګونونه زړه نا زړه ول او د دې لپاره ډیزاین شوي وو، چې د خلکو مخ په زیاتیدونکي فشار په ځانګړي توګه په لویدیځ بنګال ایالت کې سمدستي مداخلې ته ورواړوي. په دې موده کې نوي ډیلې کې حکومت د انتظار او د لیدلوري پالیسي تعقیبوله او سیاسي وضعیت ته یې په ډېر احتیاط سره کتل، خو په بشپړ ډول غیر فعال هم پاتې نه شو. هند په خپله خاوره کې وسله والو یاغیانو ته پناه ورکړ او په پټه او په ډیره محدوده توګه یې ختیځ بنګال ته سېمه ییزه پوځي مرسته ورکړه. مېرمن انډراګاندي د هند سرحدي امنیتي ځواکونو ته اجازه ورکړه، چې د مکتي بهاني غورځنګ ازادۍ جنګیالیو سره مرسته وکړي. خو د هند پوځ د پاکستاني پوځ سره د مخامخ کیدو څخه منع شوي و.
د مارچ په 26 مه د هند په خاوره کې د بنګله دېش د خلکو جمهوریت اعلان شو او ورسره یو لنډ مهاله حرکت هم جوړ شو. دا مهال شیخ مجیب الرحمن په لویدېځ پاکستان کې بندي و، چې د بنګله دېش ولسمشر په ټوګه وټاکل شو. د هند حکومت د موقت حکومت تاسیسات په لویديځ بنګال کې په دولتي میلمستونونو کې ځای پر ځای کړل او کلکته کې د بهرنیو چارو وزارت د دفتر له لېارې یې د جلاوطنه حکومت سره اړیکې همغږۍ کړې.
په دې وخت کې هند په دې قانع شو، چې د ختیځ بنګال ولسي خلک د ازادۍ غورځنګ تر شا ولاړ دي او هیله یې درلوده، چې د جلاوطنه حکومت ملاتړ او پټۍ مرستې په ورکولو سره د ختیځ پاکستان پېښې د خپلو ګټو لپاره اغېزمنې کړي. د هند حکومت پوهیدو، چې د بنګال د ازادۍ جنګیالي به د پاکستاني پوځ لخوا د پوځي ملاتړه پرته مات شي. دا په دې مانا وه، هند به اړ شي، چې میلیونونه ختیځ بنګالي کډوال په خپل هیواد کې ومني.
په 1971 کال د می له میاشتې را په دېخوا هند په زیاتیدونکي توګه د بنګال چریکي سرتیرې راټولول او هندي پوځ په روزنېزه مرکزونو کې پوځي ټرینینګونه او پوځي روزنه ورکول پیل کړل.
د 1971 کال په اګسټ او سپټمبر کې د مکتي بهاني عملیاتو کې شدت راغي. د پاکستان وسله وال ځواکونو د چریکي فعالیتونو د زیاتوالي پراخ تخریب او د خلکو د دښمنانه چلند له امله بې ثباته شوي وو. مکتي بهاني اصلي موخه د پاکستاني پوځ د اکمالاتو لارو ویجاړول وو. د سپټمبر له میاشتې ورسته بنګالي چریکونو نور ځانونه د تخریبولو په ځینو ځانګړو کړنو پورې محدود نه کړل، بلکې د ختیځ بنګال لویې سېمې یې ازادې کړې. د اکتوبر په میاشت کې د سلو زرو زیات د آزادي جنګیالي په بشپړ ډول فعال شول، د پاکستاني ځواکونو تقریبآ هر حرکت فلج شوي و. بنګالي چریکانو د پاکستان پوځ ته درانه درانه زیانونه واړول او پاکستاني جنرالانو او د پوځ مشرتابه ته ورو ورو د خپلو ناکامو پلانونو، هڅو او ناامیدې څرک ولګید. له همدې امله چریکي جګړه د بهرني مداخلې د هڅولو لپاره د هند سره په مستقیمه وسله واله نښته بدله شوه. په ختیځ پاکستان کې د جګړې بایلل به په اسلام اباد کې د پنجابي ظالم رژیم واکمنانو او پوځي اشتبلیشمنټ ته د خپل وقار، پرستیژ یا حیثیت بایللو په مانا وه، په داسي حال کې چې د هند سره د جګړې له لېارې د بنګال له لاسه ورکول به خلکو ته د توجیه کولو لپاره یوه اسانه پلمه په لاس کې ورکړي.
د 1971 کال د اکتوبر له لومړیو څخه پاکستان د خپلو ختیځو او لویدیځو پولو په اوږدو کې د هند په خاوره کې د سرحدي سړغړونې په شدت سره پیل کړې. په نوامبر کې پېښې نوره زیاتې شوې، پاکستاني پوځیانو په مکرر ډول پر چریکې اډو د برید په پلمه د هند خاورې ته ورننوتل. د هند او پاکستان ترمنځ جګړه بالاخره د 1971 کال د ډسېمبر په دریمه د هند په لویديځ کې د پاکستاني هوایي ځواکونو لخوا په پوځي اډو باندې د برید سره پیل شوه.
د جګړې شننونکي او څارنونکي په دې اند دي، چې د دې برید یوه موخه په ختیځ پاکستان کې پر پاکستاني پوځ فشار کمول وو. د پاکستاني برید څخه څو ساعته ورسته د هند صدراعظمي انډرا ګاندي په یوه راډیویې وینا کې وویل: چې د بنګله دېش جګړه اوس د هند پر وړاندې په جګړه بدله شوي ده او له همدې امله هند د جګړې په حالت کې قرار لري یا اچول شوي دی او د جګړې پرته بله د حل لار نه نېشته. په لویدیځه جبهه کې د هندي ځواکونو ښکېلدو سره د پاکستان هڅه ناکامه شوه. هند له پوځي پلوه له پاکستان څخه په مراتب ځواکمن و او وکولي شول، د خپل پوځ ډېر برخه په ختیځ پاکستان کې ځای پر ځای کړي. اسلام اباد د نړیوالې مداخلې تمه درلوده، خو هغه هم ناکامه شوه. د جګړې له پیلیدو سره سمدلاسه د مکتي بهاني اته کنډکونه د یوې ګډې قوماندې لاندې د هند په وسله والو ځواکونو کې شامل شول. دې ګډې قوماندې د جګړې د زر پای ته رسولو یو پلان جوړ کړ. د ډسېمبر په څلورمه هندي او بنګالي پوځیانو په ختیځ پاکستان کې د لویدیځ شمال او ختیځ څخه پر پاکستاني پوځ برید وکړ. د هند سمندري ځواکونو د بنګال خلیج محاصره کړ او د هند د جنګي الوتکو لږدونکي بیړۍ د راتلونکي بنګله دېش په ختیځ کې د چېټاګانګ بندر دفاعي ساتنه وکړه. د هندیانو تاکتیکي او پوځي بر تري او د بنګالیانو ملاتړ له امله د هند بنګالي ځواکونو وکولي شول، چې د پولې پرغاړه ستر ښارونه ازاد کړي او د یوې اوونۍ په اوږدو کې ډهاکې ښاره پورې پرمختګ وکړي. پولې ته نږدې د پاکستاني ځواکونو اډې له پامه وغورځولي شوې. هندي ځواکونه د پاکستاني ځواکونو تر شا راتاو یا رابدل شول. پاکستان د هند پولو په اوږدو کې سترې اډې د دې لپاره جوړې کړي وې، چې د هند له خاورې څخه د فعالو مکتي بهاني غورځنګ مخه ونیسي او ورسره جګړه وکړي.
په 1971 کال د ډسېمبر په دریمه د پاکستان هوایې ځواک د هند په اوو اډو برید ترسره کړ. له دې برید سره د هند او پاکستان ترمنځ رسمآ جګړه پیل شوه. د ډسېمبر په شپاړلسمه هندي بنګالي ځواکونو د ختیځ بنګال په پلازمینه برید پيل کړ. د همدې برید په ترڅ کې د پاکستان پوځ لوړ پوړې مرکزي قوماندانۍ جنرالانو او لوړ پوړو قوماندانانو د تسلیمي اعلان وکړ. هند له لویديځ پاکستان څخه ختیځ پاکستان ته د هوایې الوتکو په تګ راتګ باندې بندېز لګلولي وه، چې دې بندېز د پاکستان پوځ د اکمالاتو لارې د پاموړ له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي وې.
هندي جنرال یعقوب د هند وسله والو ځواکونو لوی قوماندان د برتانوي هند د خپلواکۍ څخه مخکې د جنرال نیازی هم مسلکه ملګری و. ځکه دوی دواړو د برتانوي هند په پوځ کې برتانوي امپراتورۍ ته خدمت کاولو. جنرال یعقوب جنرال نيازی ته پیغام واستاوه، ٬٬ عبدالله، زه راغلی یم، هیله کوم، چې تسلیم شئ٬٬ هممهال د هند هوایې ځواک په ټول ختیځ پاکستان کې له هوا څخه پاڼې غورځولې، چې په کې د پاکستاني پوځ څخه د تسلیمیدو غوښتنه شوي وه او دوی ته د یو عزتمن چلند ډاډ ورکړل شوي و. پاکستاني پوځ په بشپړه توګه خپل مورال او جنګي روحیه بایللي وه او جنرال نیازي پرېکړه وکړه، چې تسلم شي. ترڅو د پاکستاني سرتیرو ژوند بې ځایه قرباني نشي. اټکل سل زره پاکستاني سرتیرې او نږدې دوه سوه زره رضاکاران تسلیم شول. د تسلیمۍ مراسم په ډاګه کې د نګابنډو لوبغالي کې د زرګونو خوشالو بنګالیانو په شتون او حضور کې لاسلیک شول.
د هند او پاکستان د دریمې جګړې په اړه د نړیوالو زبرځواکونو بېلا بېل غبرګونونه
لومړي امریکا د پاکستان د هوایې ځمکنې برید سره سره د جګړې د زیاتیدو او ترېنګلتیا پړه پر هند ورواچواله او پر هند یې اقتصادي بندېزونه ولګاول. چین هم د وسله والې جګړې پړه پر هند ورواچوله. له بلې خوا شوروي اتحاد پاکستان د جګړې اصلي مسوول وباله. د ډسېمبر په څلورمه متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې په ترڅ کې د اوربند یوه مسوده وړاندې کړه. دغه مسوده د شوروي اتحاد د ويټو حق له امله رد او ناکامه شوه.
د ډسېمبر د څلورمې او شپاړلسمې نېټې تر منځ شوروي اتحاد د متحده ایالاتو، چین او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نورو هیوادونو لخوا د اوربند لپاره ټول وړاندېزونه ویټو کړل یا بند کړل، کوم چې د ګاوندي حکومت او عوامې لیګ د نظرونو سره سم د سیاسي جوړ جاړي په موخه نه وه. د دې ویټوکولو سره د هند او بنګله دېش ګډو وسله والو ځواکونو وخت درلود، څو د نړیوالې مداخلې دمخه پلازمېنه ډهاګه ونیسي او پاکستان پوځ ته ماتې ورکړي. د هندي او بنګالي ځواکونو ګډ عملیات د 267 ورځو کې د ننه کورنې جګړه پای ته ورساوله، چې له یو میلیون څخه زیاتو خلکو په کې ژوند له لاسه ورکړ. دې جګړې د پاکستان وېش او د بنګله دېش خپلواک هیواد باندې د بریا یو ټېنګ مهر ولګاوه.
ورسته له هغې چې هندوستان د 1971 کال د ډسېمبر په شپږمه د بنګله دېش دولتي حاکمیت په رسمیت وپیژندلو. په 1971 کال د جنوري په 24 مه شوروي اتحاد، بریتانیا د فبروري په څلورمه او بیا د امریکا متحده ایالاتو د اپریل په څلورمه د بنګله دېش یو په بل پسي په رسمیت پیژندل تعیقب کړل.
د جګړې ورسته د لویدیځ پاکستان پوځي اشغال او واکمني ختمه شوه. ذوالفقار علي بوټو د پاکستان نوی ولسمشر شو. د 1972 کال د جنوري په اتمه نېټه بوټو د نړیوالو فشارونو په وړاندې سر ټیټ کړ او شیخ مجیب الرحمن یې په لویدیځ پاکستان کې له زندانه خوښی کړ. مجیب الرحمن سمدستي ډهاکې ته ستون شو او د جنوري په دولسمه د بنګله دېش د خلکو جمهوریت لومړي وزېر په توګه وټاکل شو.
د مارچ له 17 مې څخه تر 19 مې پورې انډراګاندي د بنګله دېش پلازمینې ډهاکې ته سفر وکړ او شیخ مجیب الرحمن سره یو ځای د دواړو هیوادنو ترمنځ د ملګرتیا او ګډې همکاري یو 25 کلن تړون لاسلیک کړ.
یو مهم فکتور چې ډېرو څارونکو ته په زړه پورې دی. هغه دا دې چې د بنګله دېش د خپلواکۍ په جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو رول څومره خصمانه او ظالمانه و. ولې متحده ایالاتو د خپل متحد هیواد پاکستان په سیسټماتیک قتل عام، جنګي جرائیمو او جینوساید ښکیل حالت کې خپلې سترګې پټې کړې وې او دې ټولوژنو ته یې شا وراړولي وه.؟
د دې پوښتنې ځواب ښیې، چې د بنګله دېش د خپلواکۍ په جګړه کې د سړې جګړې په ترڅ کې د لویو ځواکونو رول څومره شرمناکه او خطرناکه ښیې. په 1954 کال پاکستان د سنټو او سیټو تړون کې د یو ځای کیدو له لېارې د متحده ایالاتو یو دوه ګونی شریک او ملګری شوي و. دا مهال پاکستان پر امریکایې درنو وسلو سمبال و او پر خپلو بېګناه ملکي وګړو یې سخت وحشتناکه ظلمونه کول، په بنګله دېش کې د امریکایې درنې او سپکو وسلو شتون ټولو ته د پاموړ وې.
ښاغلي هارولډ سانډرز هغمهال د امریکې د ملي امنیت شورا غړی و، نوموړي کیسنجر ته د ختیځ پاکستان د ملکي وګړو په وړاندې د پاکستاني پوځ د ممکنه برید او اقداماتو په اړه خبردارۍ هم ورکړی و، چې په کې لیکي شوي و: د قتل عام د مخنیوي لپاره یو ورستۍ چانس شته، چې د هغه وخت ولسمشر یحیی خان تر سخت فشار لاندې راوستل دي، څو د پېښیدونکي جینوساید مخنیوی وکړي.
د بنګالیانو ملي ماتم د طبقاتي کرښو په اوږدو کې انقلابي غورځنګ ته وده ورکړه.
د مجیب الرحمن په مشرۍ عوامي لیګ د مخ پر ودې بنګالي منځنۍ طبقې ګوند و. د عوامي لیګ د مشرتابه اکثریت د کوچنیو او منځنیو ځمکو خاوندانو او سوداګرو څخه جوړ شوي و او ګوند هم په کلکه د ټولنې په دې برخه تکیه کوله.
که څه هم د دوی ژبه ډېره سخته تونده او افراطي شوې وه، خو همدې ژبې د غورځنګ احساسات او د ګوتنیونکو مظاهره چیانو احتراضات، احساسات او مزاجونه منعکس کولو، خو دوی دا هم نه غوښتل او نه یې توان درلود چې په بشپړه توګه په دې لار د خپلواکی په لور لاړ شي.
د مجیب الرحمن په مشرۍ عوامي لیګ د سیاسي بدیل پرته په ختیځ پاکستان کې له ۱۶۲ څوکیو څخه ۱۶۰ وګټلې.
خو په حقیقت کې د ملي آزادۍ لپاره ډله ییز ملي غورځنګ په نه بیلیدونکي ډول د ځمکو ملکیت له پوښتنې سره تړلی و. دې کار بنګالي ملتپالو ته نه یوازې په ختیځ کې، بلکې په ټول پاکستان کې د 39,2 سلنه رائیو سره اکثریت تر لاسه کړ! بزګرانو ځمکې اشغال کړې او کارګرانو فابریکې اشغال کړې.
د لویدیځ پاکستان واکمنې حاکمې طبقې د دې پایلو څخه سخته ویره درلوده، کوم چې په حقیقت کې او په مؤثره توګه د بنګله دېش د خپلواکۍ او د پاکستان د انحلال یا تجزیې لپاره د یوې مهمې حتمي تحلیل شوي حکمي پرېکړې استازیتوب یې کاولو.
مجیب د ملي شورا سمدلاسه رابللو غوښتنه وکړه، چې په کې د عوامي لیګ مطلق اکثریت شتون درلود.
د پاکستان واکمنې حاکمې اشرافې ډلې خپلې هیلې په دې حقیقت پورې تړلې وې، چې په ختیځ کې به رائېې د څو ملتپالو، اسلامي او بزګرانو ګوندونو ترمنځ وویشل شي. دا به دوی ته اجازه ورکړي چې نفوس او خلک سره وویشل شي او د خلکو د مایوسه کیدو انتظار یې هم کولو. خو دوی په پراخ کچ بلکول غلطه محاسبه کړې وه. دوی د لویدیځ پاکستاني واکمنانو په وړاندې د بنګالیانو د سکروټي کرکې او قهرجنې اور لمبې کمي اټکل کړي وې، کوم چې بنګالیان یې د لسیزو راهیسې له سختې بې وزلۍ، کړاونو، وحشتونو او ملي ظلمونو سره مخ کړي وو.
د خپلواکۍ انقلاب شعلې بیا بلې، راژوندی او په څپو شولې
د لویدیځ پاکستان حاکمې طبقې او د ځمکو مالکین هېڅکله د یوه خپلواک بنګالي ملت غوښتنې سره موافق نه شول.
دا به بنګله دېش د یوې مستعمرې په توګه د ګټې اخیستلو او هلته د دوی لخوا ترلاسه شوي اضافي ګټې له لاسه ورکولو په مانا وو. دا به په پاکستان کې نور مظلوم ملتونه لکه پښتانه او بلوڅان دې ته هم وهڅوي او وده ورکړي، څو دوی هم پاڅون وکړي. سربېره پردې یو بنګالي دولت چې له هند سره متحد ملګری وي او خپل سله وال پوځ ولري، دا به په سېمه کې د دوی دریځ د پاموړ کمزوری کړي. له همدې امله د بنګالیانو ډیر ښکېلاک او استحصال د شتمنو لویدیځوالو پاکستانیانو لخوا د ملي ظلم سره نږدې تړاو درلود، نو یوازینۍ د حللاره د ښکېلاکګرو او پانګوالو نسکورول وو.
خو مجیب دې ته چمتو نه و، چې له پانګوالۍ سیسټم سره یودم پرېکون وکړي او د بورژوا ډیموکراسۍ له تنګو حدودو هاخوا لاړ شي. هغه په دې خبره ډېر حيران او خواشینۍ شوي و، چې د لوېديځ پاکستان استعمارګرې، زورواکې واکمنې ډلې امتيازاتو ورکولو ته زړه نه ښه کولو، حتی هغه دا هم وويلي و، "ايا دوی نه پوهېږي چې زه يوازينی کس يم، چې د کمونستانو مخه نيولی شم؟"[1] په بل عبارت، مجیب په لویدیځ پاکستان کې د واکمنې طبقې سره د جګړې هیڅ امکانات نه درلودل. پر ځای یې هغه د یوې ګنډه جوړ جاړي هیله او تمه درلوده، چې بشپړه خپلواکي په کې هیڅ شامله نه وه، په کوم کې چې سېمه ییز بنګالي بورژوازي یو څه خپلواکي ترلاسه کولی شوه او د سېمه ییزو کارګرانو او بزګرانو په استحصال کې برخه واخلي.
د 1971 کال د مارچ په لومړۍ نېټه یحیی خان د ملي شورا غونډه وځنډوله، چې د بنګالي ولس خورا سخت غبرګون راوپارالو. یو عیني شاهد د کرکټ د لوبې صحنه داسي بیانوي. کله چې دغه خبر خپور شو.
د کریکټ ډیرو لیدونکو او ننداره چیانو خپلې د ټرانزیسټر راډیوګانې له ځان سره درلودې او کله چې دوی د پارلماني غونډې د ځنډیدو په اړه خبر واورېدو، بیا د دوزخ ټولې دروازې خلاصې شوې. 40- 50000 خلک د کرېکټ له لوبغالي څخه ووتل او سړکونو ته وبیدل، د ٬٬جی بنګال٬٬ په څېر شعارونه یې ورکول - د لویدیځ بنګال څخه یو ملتپال شعار چې مانا یې ٬٬د بنګال لپاره بریا٬٬ و. د ښار هوټل مخې ته ټولې کوڅې او سړکونه له هغو خلکو څخه ډکې وو، چې په اوسپنېزو راډونو او د بانګس لرګیو یا سوټیو باندې سمبال وو... هلته یو دم اور بل شو، کله چې په کې د پاکستان بیرغونه او د جناح ٬٬ پاکستان بنسټ ایښودونکي٬٬ انځورونه وسوځول شول."
د انقلاب ضد څپې د بنګال انقلاب ته یو نوی روح او تحرک وروبښلو. د سختدریځو کیڼ اړخو زده کونکو سازمانونو تر فشار لاندې عوامي لیګ عمومي اعتصاب وکړ. د ښارونو ټرافيک، دوکانونه، فابریکې او دفترونه وتړل شول. ټولو د یوه عامه اعتصاب غوښتنې ته په یوه خوله مثبت ځواب ورکړ... حتی د کبانو او سبزیجاتو بازارونه هم تړلی شوي و."[2]
په ځوابي غبرګون کې عمومي ګرځبندیز او پوځي حکومت اعلان شو او د جنګ قانون نافذ شو، همدارنګه د حکومت پر ضد د ټولو حکومتي ضد رسنیو او خبرونو خپرول منع شول.
خو کرفیو یا ګرځبندېز او حکومتي بندېزونه له پامه وغورځول شول. کله چې خلک شپه او ورځ له پولیسو سره په نښته کې وو، خنډونه اوسنګرونه جوړ شول. د کین اړخو زده کوونکو یا محصلینو مشرانو له مجیب څخه وغوښتل، چې د مارچ په دریمه نیټه د بنګله دېش د خپلواکي اعلان وکړي.
مجیب یو مطبوعاتي کنفرانس راوبللو، چې هر څوک یې د دې اغیزمن مهم اعلان په تمه ول. خو دوی مایوسه کړل شول. پر ځای یې، هغه د "عدم تشدد او د عدم همکارۍ" غوښتنه وکړه. د کنفرانس یوه عیني شاهد وویل: "هغه هیڅ ونه ویل. خو هغه ډېر سخت خپه ښکاریده." [3] بیا د محصلینو مشرانو په پلټن میدان کې خپله ډله ییزه مظاهره او لاریون ترسره کړ او د "خپلواکۍ پروګرام" یې خلکو ته اعلان کړ.
یو له مخکښو زده کونکو څخه اې. ایس. ایم. عبدالرب په نامه، د خوشالۍ کوونکو خلکو په وړاندې د بنګله دېش نوی بیرغ پورته کړ. مجیب په چټکۍ سرهد خلکو د جوش او خوروش وضعیت کنټرول له لاسه ورکړل او له هغه ځایه چې په پیل کې یې د تګ لپاره چمتووالي نیولي شوې و، له هغه ځایه نور هم تر فشار لاندې راوستل شول. د سړکونو پر سر جګړې او اخ ډب بې له ځنډه همداسي په مسلسله توګه دوام درلود. د مارچ په ۷مه د مجیب الرحمن له خوا بیایوه ډېره تمه کېده.
د هیواد د ټولو برخو څخه اټکل300000 خلک راجلب کړل شوي و، خو "شیخ (مجیب) بیا ټول خلک مایوسه کړل."[4] په هر سر کاري ځای کې، په هر پوهنتون کې، په هره ډله ییزه غونډه کې او حتی په کورونو کې شپه او ورځ د خپلواکۍ غورځنګ د پرمخ وړلو او بریا په اړه تودې خبرې اترې روانې وې. انقلابي ملتپال شعرونه، سندرې، کارتونونه، او سټیکرونه تولیدلو او په پراخه کچه وېشل کیدل.
د ډهاکې ټلویزیون سټېشن لخوا په هر ساعت کې نوي تازه انقلابي هنري کارونه ښودل کیدل، کله چې د ټلوېزیون کارمندان سټېشن ته ننوتل، سمدستي په زرګونه خلک یې د خپلواکۍ لپاره د انقلاب سره یو ځای کولو ته هڅول.
د دوو اوونیو په اوږدو کې عام خلک د عوامي لیګ د ملتپالنې له محدودیتونو څخه ډېر لرې شول او هوډ یې څرګند کړ، چې دا دنده باید د انقلابي لارو چارو له لارې بشپړه کړي.
د بنګالیانو غورځنګ په نه تمیدو او نه ودرېدوو ښکاریدو. ټولو سیاسي ګوندونو، د زده کونکو سازمانونو، سوداګریزو اتحادیو، مسلکي ټولنو او د هنرمندانو ډلو د مارچ په درویشتمه د "مقاومت ورځ" تر سرلیک لاندې د لوی لاریون غوښتنه وکړه.
وسمهال هغه وخت او شیبه رارسیدلي ده، چې یو پرېکنده ګام واخیستل شي او د واک د نیولو وخت رارسېدلي و. دا هغه څه و، چې ولسي خلکو او پرګنو یې په هغه ورځ هیله درلوده. ټولو ته دا څرګنده شوي وه، چې د یوولسو ټکو مطالبو پروګرام د لویدیځ پاکستاني پانګوالو او ځمکوالو د بېواکه کولو او لیري کولو پرته بل هېڅ شي نشي پلي او عملي کیدلي.
شتمن لویدیځ پاکستانیان به هېڅکله په خپله خوښه د بانکونو، صنعت او ځمکې ملکیت نه پریږدي او یوې لیبراله ډیموکراسۍ پراختیا ته به اجازه همورنکړي.
یوه توره شپه
د 1991 د مارچ په 25 مه د ختیځ پاکستان خلک د "د درنو وسلو او ټوپکونو ډزونو په غږونو، د درنو ماشینګڼو، د چاودنو غږونو اوریدو کې، د ګولیو وارولو په اور کې" راوېښ شول. د ویرې او ډار چیغې اوریدل کیدې او د ټپیانو کاڼه کونکي چیغې او نارې سورې وې." [5]
پاکستاني پنجابي پوځ د بنګال انقلاب په وینو کې ولمبولو، وډوبلو او وځپلو، د ملکي خلکو وینو تویولو لپاره، د ازادې غوښتونکو خلکو د ځپلو لپاره یووسله وال یرغلېزه برید پیل کړ، چې وروسته دغه برید د "تورې شپې" په نوم یاد شو. د پاکستان پوځ په رسمې ډول په پخواني شرقي پاکستان کې نسل وژنه پیل کړه. دوی د ټولوژنې لپاره خپل ترهګر پوځیان ولیږل. په یوه شپه کې تر 7000 ډېر ملکي، بې وسلې بنګالیان په ډېره بې رحمۍ سره ووژل شول. انتوني مسکارانهاس یو برتانوي ژورنالیست چې په پاکستان کې ژوند کاوه، نوموړي لومړنې زړور خبریال و، چې د بنګالي نسل وژنې خبر یې نړیوالو رسنیو ته ورکړ. په راپور کې دا هم لیکلي شوي دي، چې یو پنجابي میجر ورته ویلي دي: دا د پاکو او ناپاکو ترمنځ جګړه ده... دلته خلک ممکن مسلمان نومونه ولري او ځانونه مسلمان هم بولي، خو په زړه کې دوی هندوان دي، موږ اوس دوی سره بیلو، هغه کسان چې ژوندي پاتي کیږي، ریښتینې مسلمانان به وي، موږ به هغوي ته اردو ژبه هم ورزده کړو. کله چې پاکستاني سرتیرو د ښځینه محصلینو پر لیلیه باندې برید وکړ، مخکې له دې چې سلګونه محصلینې په خپلو لیلیو کې ووژنې، دوی لومړی هغه نجونې لټولي، چې دوی ته٬٬ ښکلي او ښایسته برېښیدې ٬٬ هغه یې نیولي او خپلو پوځي لښکر کوټونو ته له ځانه سره کشولي او بیولې، دوی بیا هېڅکله ونه لیدلي شوې، چې څه شوې. نارینه محصلین به یې د لیلي مخې ته په قطارونو کې ودرول او په ډله ییزو توکه اعدامول. په داسي یو حالت کې نور بنګالیان دې ته مجبور کیدل، څو ډله ییز قبرونه وکیني. ترڅو دوی خپل تازه وژل شوي ملګري په کې ښخ کړي او د دې کار تر بشپړیدو ورسته قبر کیندونکي هم په ډزو ووژل کیدل او د خپلو وژل شویو ملګرو د پاسه ښخ کړل شول. نور ډله ییز قبرونه د پاکستاني پوځ لخوا کیندل کیدل، چې په کې خلک مړه شوي یا ژوندي پاتي شوي هغه به بیړه بیړه کې ښخوول او ورسته خاورې پرې اړولي او هوارولي. ژوندي پاتې شویو کسانو حالت داسي بیان کړي، تر هغه ځایه پورې، چې سترګو لیدل کولي شول، چې څومره او څنګه د وژل شویو انسانانو جسدونه په سړکونو، لارو، کوڅو کې او د ړنګو کورونو دیوالونو لاندې کاږه واکاږه سوځیدلي پراته وو.
پاکستاني چارواکو تر نامالوم وخته پورې ګرځبندیز ولګاوه، سیاسي ګوندونه یې غیر قانوني او بند کړل. مجیب او نور مخکښ شخصیتونه یې ونیول - دا د بې وسلې ملکي وګړو په وړاندې د پنجابي پوځ یو سخت ظالمانه پوځي برید و.
اسلامي بنسټپاله جماعت اسلامي ګوند د لویدیځ پاکستان پوځ ته د انقلاب ضد نیمه پوځي ځواک د جوړولو او برابرولو لپاره ځواکونه ورکړل. جماعت اسلامي ګوند د لویدیځ پاکستان پوځ سره یو ځای، دغو دواړو ډلو په ګډه د وحشیانه وژنو او جنسي تېرو او د تاوتریخوالي په یوه سیسټماتیک کمپاین کې برخه واخیستله او د بنګالي وګړو په وړاندې نسل وژنه یا جینوسایډ هم ترسره کړ.
د وژل شویو خلکو شمېر نامالوم نه دی، خو رسمي اټکلونه او شمیرو لخوا د 300000 او دریو میلیونو ترمنځ ښودل کیږي. په زرګونو بنګالي ښځو باندېجنسي تیری وشول او اته اشاریه نهه میلیونه خلک د کډوالو په توګه له هیواده وتلو ته اړ کړل شول.
دا هغه ګرانبیه بیه وه، چې بنګاليانو د خپلو بزدلو مشرانو، د بزدلانه، بې تصمیمه، ناسنجول شویو، ناوخته، ناسمو پرېکړو، د بې پرېوالي او عدم تشدد سیاستونو له امله ورکړه.
د مجیب الرحمن کمزورۍ وضعیت او د بې پرې پالیسیو د لویدیځ پاکستان د واکمنو اشرافو طبقې او پاکستاني پوځ ته د یرغل لپاره بلنه ورکړل شوه. د مجیب پالیسي چې له خلکو څخه غوښتل، څو خپلې غوښتنې په سوله ییزه توګه د بورژوا ډیموکراسۍ په حدودو کې راپورته کړي، خلک یې په بشپړ ډول مغشوش او کنفېوز کړل، پرته له دې چې خلک دې راروانې حتمي اجتناب نا پذېرې پیښو لپاره چمتو کړي.
د بنګله دېش عام خلک بې وسلې وو او په پایله کې یې په میلیونونو خلک په خورا ظالمانه شرایطو کې ووژل شول. تر دې مخکې په تاریخې توګه هېڅکله یوې واکمنې طبقې یا کړۍ خپل واک او امتیازات پرته له جګړې نه دي پریښي.
مجیب خان خپله خپل ځان ته اجازه ورکړه، څو د لویدیځ پاکستاني چارواکو لخوا ونیول شي. په بله وینا ځان یې خپله ورته تسلیم کړ، حتی تر نیول کیدو پورې، هغه له یحیی خان څخه د یوې ګنده جوړ جاړي غوښتنه کوله.
مجیب حتی د خپلواکۍ د یو داسې بې خونده پروګرام منلو ته چمتو شوي و، چې په عمل کې بیا هم پاکستان ته د تسلیمېدلو مانا درلوده.
یوه کوچنی د مشرتابه ډله به د خلکو ولسي غورځنګ په وړاندې خیانت وکړي، کله چې دوی د خپلو محدودو ګټو او لیواتیاوو هاخوا په وده کولو پیل وکړياو کله چې د خلکو شخصي ملکیت په خپله ګواښل کیږي.
د 1798 کال د ایرلینډ بغاوت او مقاومت د مشرانو څخه یو هینري جوی مک کریکن و، د نوموړي په وینا: ٬٬ شتمن خلک تل له غریبانو سره خیانت کوي٬٬."
ټپې او د مرګ په حالت کې بنګالي محصلینو په خپلو وینو لیکلي وو، چېBir Bengali osttro daharo, swadhin bangali prothista زړورو بنګالي وسلې پورته کوي او یو خپلواک بنګال جوړوي٬٬
د دویمي برخې پای
[1] (Bangladesh: The Unfinished Revolution, Lawrence Lifschultz. Zed Press. London. 1979,
[2] (Of Blood- und Fire: The Untold Story of Bangladessh`s War of Independence 1989, Jahanara Imam
[3] (Of Blood- und Fire: The Untold Story of Bangladessh`s War of Independence 1989, Jahanara Imam
[4] (Of Blood- und Fire: The Untold Story of Bangladessh`s War of Independence 1989, Jahanara Imam
[5] (Of Blood- und Fire: The Untold Story of Bangladessh`s War of Independence 1989, Jahanara Imam