وار له مخه به په دې وغږېږو چې د شتمنيو کنګل کېدل په څه مانا دي او څه شي ته د پيسو او شتمنيو کنګل کېدل ويل کېږي؟
کنګل شوې شتمني هغه پيسې او نور توکي چې يو وګړی، کمپنۍ، ګروپ، او يو حکومت یې مالک وي خو د سياسي ملحوظاتو، قرضدار کېدلو ، ورانکارو ډلو سره د اړيکو، د پيسو د نه پاکوالي او نورو ... له امله ترې ګرځولې شوې وي او نشي کولای اصلي مالک یې وپلوري، راکړه ورکړه پې وکړي او یا هم د ګټې وټې لپاره همدا شتمني استعمال کړي او په ګردش کې یې واچوي، ځکه چې د بل لوړ شخص، ګروپ، ډلې ، بانک او دولت لخوا کولپ شوې دي او تر هغو چې یې حساب نه وي تصفيه کړی او یا یې سياسي جوړجاړی نه وي کړی شتمني به هماغسې بلاک پرته وي چې د مالک له لاس یې وتلې او د ګټې وټې وړ یې نه ده. دا شتمني کېدای شي بانکي حسابونه، نقيله وسيلې، اپارتمانونه، کورونه، ځمکې او نور اموال واوسي چې له بلاک کېدلو وروسته داسې مرحلې ته هم رسېدای شي چې خپله د کنګل کېدونکي لخوا د استفادې وړ وګرځي او يا یې وپلوري او د اصلي مالک له لاسه یې د تل لپاره وباسي.
خو دلته موږ دکوچنيو شتمنيو پر کنګل کېدو نه غږېږو چې معمولاً د يو هېواد په دننه کې د يو شخص ، کمپنۍ او ګروپ شتمني د اړوند حکومت او يا هم بانک لخوا د قرض د بیرته پر وخت نه ورکړې، اصولو د نه عملي کولو او د شخص او کمپنۍ د دېواليه کېدو په صورت کې ترې د بانک او حکومت لخوا کنګل کېږي؛ موږ دلته د ځينو هېوادونو په کنګل شويو شتمنيو غږېږو چې په ځينو نورو هېوادونو کې کنګل شوې دي او د سياسي کشمکش او ستونزو له امله بيرته نه ورکول کېږي.
په نړۍ کې اوس مهال تر ټولو ډېره شتمني چې کنګل شوې ده هغه د روسيې شتمني ده چې د اروپا او امریکا لخوا کنګل شوې ده، د شمېرو له مخې د روسيې د مرکزي بانک او نورو انفرادي روسي شتمنو اشخاصو ۲۰۷ ميليارده يورو اروپا او امريکا کنګل کړې دي. روسيه ترې استفاده نشي کولای او نه یې بيرته د اوسمهال لپاره اخيستلی شي، ان دا چې دا بحث هم ورځ تر بلې د اروپآيي اتحاديې لخوا تودېږي چې دا پيسې چې موږ له روسيې څخه قبضه کړې دي بايد د اوکراین په بيرته ودانولو او يا هم له هغو سره د جنګي وسايلو په پېرلو کې ولګول شي او بيرته د روسيې دولت ته د تل لپاره ورنه کړل شي.
په ورته مهال کې ايران بيا بل هغه هېواد دی چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې د امريکا او اروپا سره د سيالي له امله شتنمي کنګل شوې او تر اوسه بيرته نه ده ورکول شوې د ايران د کنګل شوې شتمني حساب ۱۰۰ تر ۱۲۰ ميليارده اټکل شوی دی چې څه کم دوه ميليارده ډالر یې يوازې په امريکا کې بلاک شوي دي، له دې په سلګونه ميليارده ډالرو څخه په ۲۰۲۱ زېږديز کال کې يو عمده پیمانه پیسې يې له بلاک څخه ووتې او د ايران د غيرقانوني کړنو له امله به بيرته د تل لپاره نه ورکول کېږي.
بل هېواد افغانستان دی چې ۷ ميليارده شتمني یې د امريکا او اروپايي ټولنې لخوا کنګل شوې ده په دې کې ۳ نيم ميليارده ډالر په سويس او نورې په امریکا کې کنګل شوې دي، دا پيسې چې په امريکا کې بلاک شوې دي د (سپتمبر د يوولسمې) د پېښو د وژلو شويو کورنيو دعوه کړې چې دا پيسې دې دوی ته په تاوان کې ورکړل شي چې خلک یې په دې پېښه کې وژل شوي دي، په داسې حال کې چې د (۱۱ سپتمبر) پېښه د عربو ورانکارو لخوا د الق.عدې ډلې په هدايت ترسره شوه او د افغانانو پکې هيڅ لاس لرل دخيل نه وو، خو دا چې د ال.ق عادې مشر دلته اوسېده په همدې خبره یې ۳ نيم ميليارده ډالر تر دعوې لاندې دي چې ايا امريکا به یې د سپتمبر د يوولسمې د کورنيو ته وسپاري او يا به یې اصلي مالکانو (افغانانو) ته ورکړي، په هرحال تر اوسه د پيسو سرنوشت نامعلوم دی خو پر افغانستان اوسنۍ حاکمې ډلې ته یې له ورانکارو سره د لاس لرلو په تور او په ظاهره د امريکا او اروپا سره د همکاري نه کولو او په رسميت نه پېژندلو په تور دا پيسې ګرځول شوې دي.
د روسې د کنګل شويو شتمنيو خبره نن سبا ډېره ګرمه ده او د د اروپا د عدلیې چارو د کمیشنر دیډیر رینډرز په وینا، اروپايي اتحادیې د روسیې د شتمنیو لویه اندازه يانې ۲۰۷ ميليارد یورو کنګل کړي دي. ډیری لویدیځ هیوادونه غوښتنه کوي چې دا پیسې باید د روسیې څخه واخیستل شي او اوکراین ته ورکړل شي، مګر فرانسه، ایټالیا، بلجیم او جرمني غوښتنه کوي چې بیړه بايد ونشي. دا خورا لوی مقدار شتمني ده چې اوکراين ته ورکول او يا یې بل ځای مصرفول بې سردرده نه وي. دا شتمني د اروپایی اتحادیې د اقتصاد له بنسټ څخه د یوې لویې ډبرې د ایستلو په څیر دی؛ چې کېدای شي د اروپايي اقتصاد ټول جوړښت او يا یې یوه لويه برخه ونړېږي او د اروپا مالي امنیت به ټکنی کړي.
روسيه بيا وايي په تېر یو نیم کال کې مو دې کنګل شويو شتمنیو ته لاسرسی نه درلود او اوس مو زده کړل چې څه ډول پرته له دې شتمنيو خپل اقتصاد کنترول کړو او څه ډول د بندیزونو په جریان کې د نویو اقتصادي شریکانو په لټه کې له ختيزو او اسيايي هېوادونو سره د فعال تجارت له لارې ډیر څه ترلاسه کړو. روسيه دا هم وایي د موږ پيسې داسې هډوکي دی چې اروپايي ټولنه به یې په اسانه هضم کړي.
همدې ته په اشارې د بلجیم لومړي وزیر الکساندر دي کروو د کنګل شوي روسي شتمنیو په اړه وايي: ددې پيسو ضبط کول به د اروپا د مالي سیسټم شهرت ته زیان ورسوي، د پانګې د وتلو او له اروپايي اتحادیې څخه د بهرنیو پانګوالو د وتلو لامل به شي. سیاستوال ټینګار کوي چې G7 او اروپایی کمیسیون دې ددې ستونزې لپاره د داسې حل په لټه کې شي چې نړیوال مالي سیسټم بې ثباته نه کړي. خو په هرصورت، د داسې حل موندل ستونزمن کار دی.
د اتریش د بهرنیو چارو وزیر الکساندر شولنبرګ بيا له( او ، ار، ايف) تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د روسیې د شتمنیو ضبطول او بيا يې په محکمه کې ننګول کیدی شي. د حقوقي مسلو له پامه غورځول وي او ممکن په اروپايي حقوقي ادارو د نړۍ باور کمزوری شي.
د ډیری اروپایی هیوادونو اقتصادونه اوس په خورا ښه حالت کې نه دي او د روسيې – اوکراين شخړې زیانمن کړي دي. د بیلګې په توګه، د راتلونکي کال لپاره د جرمني په بودیجه کې د 60 ميليارده یورو لوی کسر شتون لري، اقتصادي وده یې ورو شوې، او واکمن ایتلاف د لګښتونو کمولو په اړه فکر کوي، چې لویه برخه یې اوکراین ته مرستې ته ځانګړې کړي.
او اوس نوې پکې د اسرايل – حماس شخړه هم رامنځته شوه چې اروپايي هېوادونو او د امريکا لويه برخه بوديجه او نظامي وسايل د اسرايلو سره مرستې ته ځانګړي کېږي او دا په خپل ذات کې له اوکراين سره د نړۍ توجه راګرځوي او ټول فوکس د امريکا په منځني ختيځ او اسرايلو سره په همکاري او مرستې متمرکز دی.
په هرحال د نړۍ اوسنی سياسي جوړښت له شل کاله پخوا بيخي بدل دی او هره مياشت او کال د هېوادونو تر منځ د سياسي او اقتصادي ګټو په رڼا کې نوي سازمانونه جوړېږي له نويو هېوادونو سره نوې اړيکې رغول کېږي، او غريب او مخ پر وده هېوادونه غواړي چې د نړۍ په دې بحراني حالت کې چې د اوکراين د شخړې او اسرايل –حماس د جنګ پر سر نړۍ تر بل هر وخت په ترينګلي حالت کې ده او اقتصادي حالات د دنيا په شمال او جنوب ، ختيځ او لويديځ کې ستونزمن او نازک حالت ته رسېدلي او د نړۍ هېوادونه د خپلو ولسونو ته د اقتصادي رفاه او سياسي ثبات په خاطر نوې بديل لارې ومومي او نوي اقتصادي ملګري پيدا کوي.