یو فرانسوی فیلسوف « مونتین» وایی زه ستاسې ستونزې په خپل لاس اوارول غواړم نه په زړه او ځیګر سره لکه پښتو کې متل دی چې له زړه نه د پښو تڼاکې ښې دی. دغه فیلسوف څلورو نورو مهمو لاملونو ته ګوته نیسی چې دغه یوتیوبی پروګرام سره کټ مټ ورته دی . دغه پروګرام دضرابی په متصدیتوب مخ ته ځی او ډیر کمزوری پروګرام دی نه ولسی بڼه لری او نه علمی نه صفحه ده او نه نړیواله پروسه نه سیاست دی او نه متانت دګیلو اوًګذارو عقدو اوشخصی ببولالو ډرامه ده . ډیرې ناکامې او کرکجنې ورسره ملګرې دی زه نه پوهیږم چې مثبت ټکی ولې نه پکې لیدل کیږی یو ناکام واده دی . مادی اضطراب او اندیښنې ورسره ملګرې دی . له کلتور اوفرهنګ لیرې نفسی معاملې او ادعاوې دی. حقارت اوحسد له ورایه په کې ډهل وهی. صفحه یولور ته څی ڼړیوال بل لوری ته سیاست حیران دی او افغانستان خو نړیواله سندره باندې بدل شوی . ای خلکو موږ هم دوه سترګې او دوه غوږونه لرو موږ هم دلته واړه لوی شوی یو موږ هم ایمان اوً عزت لرو دادروغجن تر پرون پورې غلی ول چې قدرت وه مقام او دالرې کش اوفش دکابل کوڅو کې یو چپراسی هم هرڅه کول خو هیڅ خبره نه وه امرالله کلینر خلک ژوندی په ګورول خوًنن دضرابی پروګرام اپلتې وایی.
شرم او حیا هم حد لری مجازی پروګرام هم پوزه اوچنه غواړی وایی پشۍ به داوړوجوړه کړم میو به پهً کې څوک وکړی؟مجازی لنډه غر !
اضطراب،وېره ، اندېښنه ، او لهو لعب نه سیاست دی او نه بل کوم شجاعت هرڅوک نن سبا خاین پېژنی چې له ولس سره یی څه کړی دی . منافقت اوشیطانت نور ښکر نه لری!