چې نادودې چا د جنګ لېدلې نه وي
څه پوهېږي سوله څه ده او جنګ څه دی
چې مزه چا د ښکېلاک څکلې نه وي
څه پوهېږي چې اورنګ او فرنګ څه دی
په کوڅه چې د غیرت تېر شوی نه وي
څه خبر له نام وننګه چې ننګ څه دی
چې ځنګل کې ځناورو منځ کې ګېر شې
خوله کې فرق د اژدها او پلنګ څه دی
که فتواوې د ملا غرضي نه وای
فرق نېشه کې د شرابو د بنګ څه دی
جارېدل چې خپله مینه کې هدف وي
فرق په دې کې د بلبل او پتنګ څه دی
شتمنان چې عیاشي کوي ټول عمر
څه خبر دي چې روزګار د ملنګ څه دی
که کڼو ته د خبرو قدر نشته
نابینا ته سمه لار او ګړنګ څه دی
زه خو لار د محبت خلکو ته ښایم
په دې لاره کې نو چل او نیرنګ څه دی
د ۲۰۲۳ کال د اګست ۱۹ مه
سرلوڅ مرادزی