تازه‌کلام
پيسي پيسي ديناردينار‌ ږغيږي
دخلګومخکې‌چي مالدار‌ ږغيږي

‌دغی‌دې‌څه‌کړي‌خوپيسې‌که‌لرې
بيادې‌ مني‌ درته‌ بازار‌ږغيږي

دسترسړي‌ زامن تر مخ‌ دمېلمه
ډير په ورو ورو اوپر خپل وارږغيږي

پرټول‌محفل‌دې‌تاثير‌ځکه‌پروت‌دی
داخوته‌نه‌يې.ستارخسار‌ږغيږي

دخوشحالۍ‌او‌دغم‌فرق‌پکار‌دی
دغم‌په‌ځاي‌کې‌څوک‌قرار‌ږغيږي

چاچي‌لوټلې‌خزانه‌دملک‌ده
‌موږ‌ورته‌غوږ‌راته‌باربار‌ږغيږي

لاره‌لنډيږي‌ژرپه‌هغه‌وخت‌کې
څوک‌چي‌روان‌وي‌اوپرلارږغيږي

عجب‌قوت‌دې‌ نڅوي‌ عمري
داخودې‌شعرکې‌سيتارږغيږي