له آدمه تردې حاضر دمه
کوم یو کار موده په سمه
ملګرتیاده او انډیوالی ده
همغه څمڅۍ او همغه اشپزی ده
هرکار مو په سرپرستی ده
وېش د ه هم بی انصافی ده
خکه بې خونده بیعدالتی ده
له آدمه تر همدې ستړی غمه
مشترکه ژبه د حال نه لرو
لوی مزله ته ابتکار نه لرو
له ڼړۍ سره ګفتمان نه لرو
ملګرو ملتو کې همکار نه لرو
دفیصدی پوهه دحساب نه لرو
کارونه موګد ود تحمل اوتوان نه لرو
نو وکسی چې جاده یکطرفه ذه!
ټول یو طرحه د قال نه لرو
سرتمبګی ده بې سده بیحده
دعلم دروازی تړو په پټه
لاحوله ولا قوة الا... داڅه دی؟
انسانی منطق یې نه منی هېڅکله؛ هېڅکله؛ هېڅکله!
ملت وږی دی تل تر تله
کار نشته هیله نشته تېښته له وطنه
یو ممکن سمیږی بیا نور دی ناممکنه
له آدمه بیا تر حاضر دمه
سرپرستان ناست دی بېغمه، بېدرده ، بې درنګه او بې خونده
اوښ ته یې ویل چې غاړه دې کږه ده
هغه ویل کومه عضو مې ده سمه !
له دغه در باره هیڅوک هم بېنوا نه ځی
الله ج فرمایی ارشاد کوی په زغرده:
فمن یعمل مثقال ذرة خیریره ومن یعمل مثقال ذرة شریره