ای رسـوله خـدای درکړی لوړعزت دی
لارښـودنـه دي د دیـن رښـتـیـاپـه حقـیقت دی
ته یـتیـم غـریب اُمّيّ وې پخـپل حال کي
الله درکــی ښـــه حشــــمــت اورســـالـــت دی
پـه اَسّرا معـراج تـې و غـوښتلې یـو الله
جـبـرائـیـل درسـره کړی سـتـا مشـایـعـت دی
ته پېشواد دین دټول امت ئې ای سروره
بې لـوست دي ښوولی دین په لوړعلیـمت دی
کلـمـه دي پـه رښـتیـا بېشکه پـه یقین ده
څوکې واي دی مسلم له کفره په خلاسیت دی
رسالت هــم نــبـــوت ســو پــرتـــا خـتم
ته خاتـم النبـیـیـن ئې دیـن دي تـر قیامـت دی