پښتو نظم دوه نيم زره کاله وړاندې
دى د "لوى داريوش" په امر ليکل شوى
په نامه د بغستان يا بېستون کې
د يو غر په يوه ډبره کيندل شوى

لومړنى حماسي شعر چې تر لاس شوى
هغه ده د "پهلوان کروړ" وياړنه
د "پولاد" زوى، د"شينسب" لمسي دې شعر کې
کړې خپله، او د خپل ټبر ستاينه

تر "کروړ" سل کاله وروسته کلام اصلاً
ليک "استاد ابن خلاد" په عربي دى
پښتو کړى "ابو محمد هاشم
بن زيد السرواني و البستي" دى

"شيخ رضي، نصر لودي" دوه شاعران دي
په رشته کې سره دوى د تره بچيان دي
يو دى زوى د "شيخ حميد" بل يې وراره دى
د دوى دوه پاړکي د سوال ځواب په شان دي

د درې سوه او پنځوس هجري شاوخوا کې
له سپېڅلي زړه وتلى مناجات دى
د ملي سندرو وزن ته نږدې دى
"بيټ نيکه" مونږ ته ويلى مناجات دى

"اسماعيل سړبنى" زوى د بېټ نيکه دى
خو لوى شوى د خپل تره سړبن په کور کې
شاعري يې صوفيانه نصيحتي ده
بېلتانه هم سوځولى دى په اور کې

"خرښبون" د سړبن زوى د بېټ وراره دى
اسماعيل ځنې بېلتون په زړه سورى که
مخکې ځي په وروسته ګوري ورته وايي
((بېلتانه "خرښبون" بيا له تا پردى که))

د څلور سوه هجري په شاوخوا کې
د څلور څلوېښت بيتو يوه بوللـه
"شېخ اسعد سوري" په ډېره ښکلې بڼه
د "امير محمد سوري" وير کې ويله

"شېخ اسعد سوري" نه پس بله بوللـه
"ښکارندوى" د محمد سام په باب ليکلې
چې هغه څنګه اټک ځنې اووښتى
او تر هند يې سيمه څه ډول نيولې

پينځه سوه او پنځوس هجري کلونه
دا د "شيخ تيمن کاکړ" د ژوند موده ده
د نوموړي يو مربع نظم اوس هم شته
چې موضوع يې هم مرثيه هم فراقيه ده

په پينځه سوه اتيا هجري سنه کې
"ملکيار غر شين" يو رجز دى ويلى
تر دهلي د غياث الدين لښکر کې تللی
هلته مېشت، هلته وفات، هلته يې څلى

"تايمني" هم د "غر شين" په زمانه کې
په بدلې غياث الدين سلطان ستايلی
په پينځه سوه اتيا هجري سنه کې
دی د غور زمينداور کې اوسېدلی

بل شاعر ددغه دور "شيخ متي" و
شيخ متي ډېر ښه عارف او متقي و
د عباس زوی، د عمر لمسی د غور و
موضوعات د شاعرۍ يې فلسفي و

په شپږسوه درويشت کال دی زېږېدلی
په شپږسوه او اته اتيا وفات دی
کندهار کې يې زيارت مشهور شوی
په "کلات بابا" چې غر کې د کلات دی

د نسب لړۍ يې رسي خرښبون ته
اولادو کې يې "حسن او يوسف" ياد دي
د يوسف زوی "شيخ کټه" خپل نظرونه
"د خدای مينه" نومې ټولګه کې اباد دي

"ملکيار هوتک" مو دی بل نوم وتلی
لسو کسو سره ځان ته جنګېدلی
ملي مشر و په وړاندې د مغلو
په اوه سوه يو پنځوس کې زېږېدلی

"ملکيار" د خپل "هوتک بابا" ستر زوی و
تره يې "توخی" د تره زوی يې "نور بابا" و
"د کلات سېوري" کې مېشت دده کهول و
د "ترنګ رود" ته يې شعر لوست ګويا و

"قطب الدين بختيار" بېلتون کې د ملوکې
راوېستلې دي خوږمن زړګي نه کوکې
اوسېدلی دی د سند په اوش يا اوچ کې
وير يې زړه کې ښخې کړي خپلې نوکې

د "احمد" زوی، د "موسی" لمسی بختيار دی
په شپږسوه دريدېرش يا څلوردېرش سن کې
د اته څلوېښتو کالو په منګ هند کې
عرفاني خيال سره نغښتی په کفن کې

بل شاعر د "باور" زوى "هوتک بابا" دی
د "تولر" لمسى، د "بيټ" له کورنۍ نه
په شپږسوه يو شپېته "اتغر" کې زوکړی
په اوه سوه څلوېښت تللی دې نړۍ نه

"بابا" و لومړى سړى، چې د مغلو
په خلاف يې استعمال توره، قلم کړو
انګازې د ننګ يې هرې خوا خپرې کړې
هرې خوا يې پرې راويښ ويده عالم کړو

بل "اکبر زمينداورى" غزل ويونکی
په ژانر د مثنوي کې هم ماهر و
غوره کړې يې استوګنه وه "داور" کې
له مغلو ځنې سخت متنفر و

"شيخ محمد صالح" ښه عابد، عالم و
جګدلک د کندهار کې و څنګ ناستى
د ليلى د محبت فيض ځنې پرته
د بل چا د منت بار کې و څنګ ناستی

روڼ څراغ د زده کوونکو د مجلس و
يو مخلص شاګرد يې پرانيست نوی باب
په نامه د "الله يار" دې زده کوونکي
کړ "تحفه صالح" نوم د خپل کتاب

"رابعه" د اتيا کم زر شاوخوا کې
کندهار کې زېږېدلې، اوسېدلې
دوه بيتو کې يې څو ډوله سوز نغاړلی
د بېلتون اور سوځولې، کړولې

"زرغونه کاکړ" شاعره او ژباړنه
دا هم وه په پنجويي د کندهار کې
دا خوش خطه، خوش اخلاقه وه سرخيله
د مونثو شاعرانو په کتار کې

دې د "شېخ مصلح الدين" فارسي بوستان دی
پښتو ژبې ته په شعر اړولی
د "ملا دين محمد" زرغونې لور دی
دغه وياړ په نهم قرن کې ګټلی

يوه بله ښه شاعره ښه ليکواله
د "ارشاد الفقراء" اثر مؤلفه
د پلار نوم يې "مموزی شيخ الله داد" و
وه "نېکبخته" هم زاهده هم عارفه

وه نېکبخته په نکاح د "شېخ قدم" کې
د هجري سنې څلوېښت کاله کم زر کې
"متي زی محمد زاهد" د قدم پلار و
اوسېدل د پېښور په اشنغر کې

د "دفتر" په نوم اثر يې چې ليکلی
اصل نوم د "شېخ ملي" ادم ملي و
پلار دده "يوسف" نيکه دده "مندي" و
د مندي نيکه و "کند" پلار يې "خښي" و

ده له "غوړې مرغۍ" کور وړی لغمان ته
له لغمانه ننګرهار ته کوچېدلی
ننګرهار نه کډوال شوی پېښور ته
پېښور کې يوسفزو کې اوسېدلی

"شيخ بستان بړېڅ" يو بل روحاني شخص هم
د همدې دورې اديب، شاعر، ليکوال و
دی اصلي د کندهار د ښوراوک و
خو هلمند ته کوچېدلی و کډوال و

پلار د "شيخ" د "محمد اکرم" په نوم و
"بستان" مړ په يو زر دوه قمري کال دی
د جمعې په ورځ يې تېل د ژوند خلاص شوي
د جمعې په ورځ ګل شوی دا مشال دی

"زرغون خان"په قام نورزى،مېشت په نورزاد کې
نور زاد کلی، جز د لوی زمينداور دی
ژوند يې نهه سوه يوويشت کې بړوس شوی
او په شعر کې ترې خپل يار مرور دی

"بابړخان" د "دوست محمد کاکړ" فرزند دی
د نهمې پېړۍ شاوخوا زمانه کې
هم يې ژوب کې کړی ژوند، هم يې ليکلې
د خپل پلار "غرغښت نامه" همدې موده کې

د پوهانو په اټکل پوره نهمه
"د کجوخان راڼيزي" د ژوند پېړۍ ده
د مزار او ارامګاه په باب يې وايي
چې تر منځه د مردان او سوابۍ ده

"شېخ قاسم" د "شېخ متى" او "شيخ کټه"
هم په نسل کې دی، هم په کورنۍکې
د پلار نوم يې "شيخ قدم" د مور "نيکبخته"
په نو صد څلور پنځوس(۹۵۴)زوکړی "بدنۍ" کې

د الله به ورته دا اراده نه وه
که نه نيت د مرګ يې کړی شاه زمان و
تر شاه وروسته د لاهور "چنار ګړه" کې
له "اکبر" سره ټول عمر بنديوان و

"تذکره اولياى افغان" ده ده
په زرم قمري کال کې تحرير کړې
که څه هم اوس دا ټولګه په لاس کې نه شته
مګر ده هغه مهال کې تحرير کړې

د لرغونو نومياليو څو نومونه
شيرين زوی لکه غمي د هار منظوم کړل
له ماضي يې کړل يو، يو حال ته رانقل
په خپل فن او په هنر فنکار منظوم کړل