ځمکه اسمانونه تکوین کړي تادي ځکه خالق ته ئې
ټول مخکني زموږ وړي تادي ځکه خالق ته ئـې
نباتات، جامدات، ماعیات او حیه ټوله
که ژوندي يا تللي موړي تادي ځکه خالق ته ئې
لمروسپوږمۍ ستوري پرآسمان باندي ځلیږي
بې فـُطُوٌره سمـون کړي تادي ځکه خالق ته ئې
ټول مسلمان نامسلمان چي ژوند کوي پرځمکه
داټــول حــیه خلق کړي تادي ځکه خالق ته ئې
دضدینو خیرو شراوښه ووبد د ا نسانانو
دا غونډ راوړي تــا دي ځکــه خــالـق تـه ئـې