ای هـېـواده نصـیـب درنه بـېـل کــړم
له جـبـردپــردیــو و پــردوتــه ورغـلـم
اړیـم و لـیـدو ته دي ای دزړه آرامــه
جلاکي ستا خیالونه په زړه کي مي ساتم
ما نه ګڼله داسي چي له تانه به بېل سَـمّ
کـب وم په اوبـوکي اوس پرتشه وچه یـم
هـــوا دي دجـنـت ده اوفـضـادي دمـأوا
زه ومه جـنـتي دبېـلتانه پـه نارکي ولوېدم
الله خــبــر، چـي پـه ژونـد دي وګــورم
یـودیـدن مي سـتا دغروپه الماسـوئې تـلم