یو د بل سره اړم دي پښتانه
دا کوم نسل کوم رقم دي پښتانه؟
څرګند نه ده چې له کومې خوا راغلي
نه حوا، نه د ادم دي پښتانه
د لړم چچوړی، وايي چې خپل مور خوري
نېښ د مار او د لړم دي پښتانه
پر یوې چرګۍ هیڅکه راټول نه شول
څو ټوټې درهم برهم دي پښتانه
په پېړۍ پېړۍ خوبونو ماړه نه شول
دا د چا په وده دم دي پښتانه
باروي ملامتي خپله، په نورو
په څلور مذهبه ګرم دي پښتانه
که نن هم د ژوند کاروان سره مل نه شول
د زاوال په لور ورسم دي پښتانه
«مرادزیه» ستا په چیغو به ویښ نه شي
چې عادت د مور په بم دي پښتانه(۱)
يادوونه:
(۱ ) مور بم، هغه بم وو چې امریکایانو د ۱۳۹۶ کال د ورې میاشتې په ۲۵ مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې استعمال کړ.
د ۲۰۲۳ کال د جون ۳مه
سرلوڅ مرادزی