ورایت الناس ید خلون فی دین الله افواجا
د تودیع یا اذاجاء سوره
د بصرې یو نامتو عالم چې دعروضو په علم کې متخصص وه خلیل بن احمد نومېده۷۹۱م دده څخه چا پوښتنه وکړه چې په علم او سلطنت کې کوم یو بهتر دی؟هغه وویل چې علم بهتر دی ځکه چې هیڅ سلطنت بې له علم څخه ژوندی نه پاتې کیږی. بیا یې پوښتنه وکړه چې دا څه سبب دی چې دعلم خاوندان دپاچا در بار ته ځی. اما پاچا دعالم کور ته نه ورځی و ی فرمایل علت دادی چې علماء دشاهانو دمقام څخه واقف دی مګر پاچایان د علماءو دمقام څخه واقف نه دی.

ددې مبارکې سورې تفسیر کې زما هدف دلوی اختر اسلامی اوتاریخی اهمیت دی چې تولې مسلمانې ڼړۍ ته مبارک باد ویل کیږی.الله ج دې زموږ وږی او تږی،یتیم، جنګ او جګړو خوړلی،زلزلې وهلی، وچکالی او دکرونا په ناروغی اخته ولس ته دنجات لاره پیداکری. لوی اختر دی هرچاته بختور نعمت دی .مهمه نه ده په سیمه او که غر دی.
دې مبارکه سوره کې براءت کوونکو ته زېری دی او بشارت.دنیوی بشارت او دالله ج دوه نومونو:« الله اورب»په کې ذکر شوی او د توحید دعوی په ۳ کې په نصرت اوفتح سره بشارت دی بیا دملګروپه ډېروالی بشارت دی.
دشکر لپاره په تسبیح، حمد او استغفار باندې حکم دی. اوپه نعمتونو شکر. د نصر والفتح توپیر دادی:نصر کې دجهاد اسباب تیارول دی لکه: ځای ملګری او وسله . فتح دښمن باندې غلبه او دجهاد لپاره دبندو دروازو خلاصول په دې مبارکه سوره کې بل بشارت دادی چې لږ خلک په ډېرو بدلېدل او همدارنګه وشول.
فلهذا ید خلون برخلاف دیخرجون خلک علم ، پوهې روغې جوړې ته رابلی. دې کې نه دڼړۍ کار او مداخله شته او نه دبل چا.راځۍد ګډ فرهنګ ،اسلامی فرهنګ لوی اختر خوشالی او پالنی ته دیدخلون کلیمه کې ترجیح ورکړواو د ښوونځیو دراوزې خلاصې کړو. بناء دغه فرهنګ داخوت او وروری دی دسولې او نیکمرغی . دمظلوم ولس دزلزلې ځپلو سره خواخوږی او همغږی دیتیمانو سره انسانی سلوک او په ټوله کې داسلام خیر او فلاح تاریخی مسولیت ته درناوی وکړو .هو یدخلون دټولنې په ټولو برخو کې .
عدالت ، انصاف ، او سوله ایزه سیاست مستقیما دټولنې په ټولو برخواو ابعادو کې اغیز لری او له یدخلون پیل کیږی حتي په نړۍ باندی. دسولې سیاست را برسېره کوی د نړۍ دهر سیاست څخه اوچت دی فکر نه کوم چې دموکراسی،سکیولیرزم یا دبل هر مکتب پیروان اویا پلویان له دې سولې سره سیالی وکړای شی دملت، ولس او ټولو په ګټه یو اسلامی اخوت ، مقتدر، پایدار او ټول ګډونه احساس له حکومت څخه مهم دی په ځان بسیا هېواد هغه وخت دا ولس کېد ای شی چې خلک عملاپوهه، بشپړه اګاهی له حکومت ، سولې ، مساوات ،ملی او اسلامی ګټو څخه ولری او اهمیت ورکړی او په عین وخت کې خپل اهدافو ته ژمن وی موږ باید دیوه مسلمان په حیث دا ومنو چې یو نظام له معاصرې نړۍ جلا په غچ اخیستلو،اهانت، تحقیر، فاسد ، واسطه او وسیله، ډله ایزه اړیکو او ناوړه انحصار هېڅ وخت پرمختګ نشی کولی. دلته په تیرو شلو کلونو کې دفرهنګ په برخه کې ډېرې لاس وهنی شوی. مردارۍ شوی او خلک مغشوش شوی دی او ډیرو افراطی لورو ته تشویق شوی چې دا له چلوصاف تېرېدل یوقوی علمی کدراو کافی وخت ته ضرورت لری . نیوکه اسانه کار دی خوعمل کول غبرګ تدا بیر او تصامیم غواړې.لوی اختر مو مبارک شه.