حسن لري خومهارت نلري
دمينې مينې نزاکت نلري

ګلاب جامن دي وي نوڅه‌ يې کوې
چي په خوندخوږوي کرامت نلري

چي له هربندځخه دې ټک وباسي
دارنګه پېغله دې قسمت نلري

که زوراوزر لري ودونه کوه
ترڅلور پورته اجازت نلري

ده هغه ژونديقين په مړي حساب
چي ځان پربوج وي نزديکت نلري

عمري شکرپر ايمان وکاږه
هلته به ډير خلک جنت نلري