دفلسطين غميزه
اسراييل د جغرافيې او نفوس په لحاظ د عربو او مسلمانانو سره په مقايسه ډېر کوچنی هېواد دئ ، چې که مسلمانان يوازې جواب چای په شريکه په دوی ور خوشي کړي ، نه ميزائيلو ته حاجت شته او نه بل شي ته، ټول به د ميتيازو په سيلاب کې غرق او د منځه ولاړ شي . اوس پوښتنه دا ده چې دا څه کمال دئ ، چې دومره کوچنی هیواد او دومره لوی طاقت لري ، چې په ميليونو عرب او د ميليارد نه زيات مسلمانان ئې مقابله نه شي کولئ ؟

لڼډ ځواب :
اسرائيلو علم ، تخنيک ، تکنالوژي او ساينس ته مخه کړې ده . شپه او ورځ يې ځوانان او نوی نسل په زده کړه ، تحقيق او ابتکار مصروف دي . مشران يې د خپل قام او اولس سره مينه لري او د خپل اولس د فزيکي او فکري ظرفيت د انسجام ، تقويې او ودې د پاره په نه ستړي کيدونکي کار او زحمت لګيا دي او هره ورځ د خپل ځان د دفاع او خپل ملک د سوکالۍ د پاره نوي اختراعات او تخليقات کوي .

مګر دعرب: ځوانان په عياشۍ او خوشکذرانۍ اخته دي . بس د تيلو مفتی پيسې دي چې د خپلې خيټې او خوټې د ارضا د پاره يې مصرفوي . حب الوطن ، حب الدين ، حب العلم ، حب الشعب او حب الوطن يې نه په تربيه کې شته او نه په ماهيت کې .
مشران يې ټول د پرديو نوکران او کشران يې د غربي مبتذل او فاسد فرهنګ د پاره تش بوتلان دي .
همداسې نور اسلامي ملکونه ، نظامونه او اوسیدونکي يې هم در واخلئ.

نن ورځ جنګ ، سيالي او رقابت په علم کيږي ، چې متاءسفانه اسلامي ټولنې نه يوازې ترې محرومې دي ، بلکې ورسره دوښمني هم لري .
هسې چيغې ، فرياد او نارې مه وهئ ! ولا که په دې شکل يا بيت المقدس ازاد کړئ او يا د نويو استعمارګرانو تجاوزونه او مداخلې دفع‌ کړئ .

څو چې مسلمانان علم او ساينس ته رجوع ونه کړي او دخپلو مستبدو ، مزدورو او غلامو تش په نامه مشرانو نه ځان خلاص نه کړي ،همداسې به کله د غربيانو او کله د اسرائيلو د لوري دربول کيږي او د ذلت د ژوند سره به مخامخ وي .

يا ربه علم