په کلي کې یوه کوچنۍ نجلۍ اوسېدله. د هغې نوم کارن وو. دا د خپلې مور سره په یوه کوچني کور کې اوسېدل. کارن یوه غریبه نجلۍ وه. هغې بوټان نه درلودل چې په پښو یې کړي. هغې تل لرګین بوټان اغوستل چې مور يې ورته جوړ کړي وو. د لرګي بوټان ډېر سخت وو؛ او د هغې پښې يې ژوبلولې. د کارن مور ډېره مریضه شوه. کارن تل د خپلې مور خدمت کولو. یوه ورځ کارن چې کله کورته تلله، په لاره کې یې یو بکس وموندلو. په بکس کې سره بوټان وو. دغه بوټان د کارن ډېر خوښ شول؛ نو ځکه يې پرېکړه  وکړه چې بوټان له ځانه سره کور ته یوسي. خو د کارن مور د بوټانو په لیدو خوښه نشوه. 
کارن! وروسته له دې هېڅکله له بهره د ځانه سره څه شی راپورته نه کړې. دا بوټان ښایي د کوم چا وي. ستا دا کار د غلو دی. اوس به هغه خپل دا سره بوټان لټوي. ځکه خو باید وروسته له دې باید خپل پام وساتې. 
کارن ورته وویل: چا چې بوټان وموندل نو بوټان د هغه دي. 
مور يې وویل: نه لورې! څوګ داسې شله توب نه کوي، زما خبره ومنه. زه پوهېږم چې موږ غریب یو. خو زموږ غریبي نباید زموږ مجبوري وګرځي او غلطو کارونو ته مخه کړو. زما سره ژمنه وکړه چې دا بوټان به هیڅکله نه په پښو کوې. 
کارن په دې خبره ډېره خوابدې شوه. خو ژمنه يې وکړه چې هیڅکله به هغه بوټان په پښو نکړي. ژوند پر مخ تلو؛ خو کارن هغه بوټان نشوی هېرولی. زما مور نه پوهېږي چې هغه ښکلي بوټان په سړک اېښي وو؛ ښایي چا ورته اړتیا نه درلوه. یوه اونۍ وروسته د کارن مور مړه شوه. کارن ډېره خوابدې وه. خو داسې کار یې وکړ چې خورا حیرانونکی و. هغې د خپلې مور په جنازه کې هغه سره بوټان په پښو کړل. په جنازه کې ټولو خلکو د کارن پښو ته کتل. خو کارن ورته پام ونکړ. هغه بوټان د کارن ډېر خوښ وو. په دې شیبه کې یوه  زړه ښځه د جنازې په وخت کې په خپل ګاډي کې تېرېدله. هغه ډېره مهربانه ښځه وه. کله چې خبره شوه چې دا ځوانه نجلۍ یتیمه شوې ده، نو پرریکړه یې وکړه چې کارن خپله کړي. 
هو زما غریبې لورې راځه زما سره ولاړه شه. زه به کور درکړم؛ چې ژوند په کې وکړې او ډودۍ په کې وخورې. خو ته باید زيار وباسې؛ درس ووايې او ځان ته ښه نوم وګټې. هو ستا په پښو کې څه دي؟ ولې د هغه بوټان د خپلې مور په جنازه کې په پښو کړل؟ هغه ډېر بدرنګ دي. ژر شه هغه وباسه. 
کارن وویل: نه، دا بوټان زما ډېر خوښ دي. 
هو ماشومې ډېر ضد مه کوه زه به نور بوټان درته واخلم. زړې ښځې په زور په کارن بوټان واېستل. 
کارن ډېره خوابدې شوه چې هغه سره بوټان لرې اچوي. زړې ښځې اولاد نه درلود. زړې ښځې د کارن لکه خپلې لورې داسې پالنه کوله. هغې کارن ته یوه خونه او نوي کالي داغوستلو لپاره ورکړل.
کارن نوي بوټان هم ترلاسه کړل؛ خو د بوټان رنګ یې شین وو. هغې سره بوټان نشوی هېرولی. هر کله به يې فکر کاوو؛ چې ولې څوک یې نپرېږدي چې خپل هغه ښکلي سره بوټان په پښو کړي؟ زه به هغه یوه ورځ په پښو کوم. داسې یې نه پرېږدم. 
کارن لویه شوله. هغه ډېره ښکلې نجلۍ وه. له لویېدو سره د هغې ضد هم زیاتېدلو. کارن ډېره ستونزمنه ماشومه وه. یوه ورځ هغې ویل: زه دا نخورم، زه ورېژې غواړم. 
زړې ښځې ورته وویل: ما دا خواړه د غرمې لپاره چمتو کړي. خیر که نه غواړې چې دا خواړه وخورې یوازې  یې خوند وګوره؟ 
نه! زه غواړم وږې پاتې شم؛ خو دا نه خورم. 
کارن په زړه ښځه ډېره ګرانه وه نو ځکه يې نه غوښتل چې کارن وږې پاتې شي. زړې ښځې د کارن ټولې غوښتنې پوره کړلې. د وخت په تېرېدو سره د کارن ټول کالي او هغه شنه بوټان لنډ او تنګ شول. د زړې ښځې پام شو چې کارن ته نوي کالي او بوټان واخلي. 
څنګه چې پلورنځي ته د نننه شول؛ د کارن پام یوه جوړه ډېرو ښکلو بوټانو ته واوښت. دا بوټان بیخي هغه بوټانو ته ورته دي چې ما په ماشومتوب کې درلودل. زه دا بوتان غواړم. 
زړې ښځې وویل: بیا سره بوټان؟ کارن ته باید داسې بوټان واخلې چې وکولی شې هر چېرته او له هر ډول کالیو سره یې په پښو کړې. زما سره نورو پیسې نشته؛ زه نشم کولی تاته څو جوړې بوټان راونیسم. 
خو کارن د خپلو سرو بوټانو په لیدلو ډېره خوشاله وه. هغې هېڅ خبرو ته غوږ نه نیولو. زه یې پروا نه کوم. زما دغه بوټان خوښ دي او همدغه بوټان غواړم. که راته دغه بوټان وانخلې زه به ټول عمر لوڅې پښې وګرځم. 
دومره ضدي مه اوسه؛ ته به زیان وکړې. 
خو کارن ونه منله. زړه ښځه مجبوره شوه چې هغه بوټان ورته واخلي. هغې ورته یو جوړ تور بوټان هم واخیستل. زړې ښځې نورې پیسې نه درلودلې چې د موټر کرایه ورکړي نو ځکه کور ته په پښو ولاړل. په ټوله لاره کې د زړې ښځې پښو درد کولو. خو کارن د زړه ښځې پړسېدلو او دردمنو پښتو ته هېڅ پام ونکړ او په نڅا، خندا او سندرو ویلو کور ته ولاړه. 
بله ورځ زړې ښځې کارن ته وویل موږ باید یوې جنازې ته ولاړ شو په همدې کالیو کې راسره ولاړه شه خو پام چې هغه سره بوټان په پښو نکړې. ځکه چې مړي ته بې احترامي کېږي. 
کارن خپلې خونې ته ولاړه؛ خپل تور بوټان یې ولیدل خو خوښ یې نه شول او بیا يې سره بوټان راوخیستل او هغه یې په پښو کړل خو خپلې پښې یې په کالیو پټې کړلې. تر څو زړه ښځه هغه بوټان ونه ګوري. په جنازه کې ټولو د هغې پښو ته کتل. ټولو د هغې د بوټانو په اړه خبرې کولې. 
کوم چا زړې ښځې ته شیطانت وکړ. زړه ښځه په قهر شوه او کارن یې تر لاس ونیوله او له جنازې ووتله. هو نجلۍ دا دې څه وکړل؟ ما تاته وویل چې دا بوټان مه په پښو کوه. ته ولې زما خبرو ته غوږ نه نیسې؟ 
کارن وویل: دا زما بوټان دي؛ زما زړه چې هر چېرته یې په پښو کوم. 
په مخ کې یې یو زوړ عسکر ولاړ او د دوی ټولې خبرې یې واورېدلې. څنګه چې کارن او زړه ښځه د موټرو اډې خوا ته ولاړل؛ عسکر د کارن خوا ته ولاړ او په زنګون کېناستلو او د کارن له بوټانو سره يې خبرې وکړې. ته هم لکه خپل خاوند همداسې ضدي واوسه او لاس یې پرې کش کړ. 
کارن وویل: ښاغلیه دا څه کوې؟ هیله کړم ولاړ شه. 
عسکر وویل: ما ستا د نڅا بوټان کتل. ته به حتماً ښه نڅېدلی شې. هو ریښتیا ته ښه نڅېږې او که نه؟ 
کارن په دې خبره خوشاله شوله او هغې غوښتل خپله نڅا عسکر ته ښکاره کړي او په نڅا یې پیل وکړ. خو پام یې شو چې خپله نڅا نشي درولی. دا په ما څه وشول؟
زړه ښځه په قهر شوه. دا ته څه کوې کارن؟ ژر راشه. 
خو کارن نشو کولی خپله نڅا ودروي. د هغې سره بوټانو هغې ته غوږ نه نیولو. د هغې بوټان هم ضدي شوي وو. نو ځکه دغه بوټانو کارن ځنګله او بیا غرونو ته بوتله تر هغې چې د کارن پښې په درد شولې. له ډېرې نڅا د هغې پښې ټپي شولې. له ډېرې ستړیا نه کارن خوب کولی شوی او نه یې هم ډوډۍ خوړلی شوی. خپله خونه او تخت یې یادېدو. له هر څه یې ډیره هغه زړه ښځه یادېدله. خو سره بوټان نه درېدل. شپې او ورځې یې په نڅا تېرې کړې. 
یو څوک زما سره مرسته وکړئ. زه ډېره ستړې یم.
خو هېڅ څوک نشته وو چې د هغې سره مرسته وکړي.کارن ډېره ورېدلې وه. ځکه چې بوټانو هغه غرونو ته بوتلله او پښې یې ډېرې ژوبلې شوې وې. په پای کې کارن وکولای شول چی خپل سره بوټان له پښو وباسي. خو بوټان لاهم په نڅا وو. د کارن پښې ماتې شوې وې. نشوی کولی چې بغیير له لکڼې ودرېږي. په ژړا شوله او وویل: 
زما پښې درد کوي؛ خو زه غواړم کور ته ولاړه شم.
کارن په ډېرو ستونزو کور ته ولاړه. د هغې سره بوټان په هغې پسې کور ته ورغلل. زړه ښځه د کارن په لیدلو ډېره خوشاله شوله. هغې کارن ته خواړه ورکړل او پرې یې ښودله چې ارام وکړي. 
په بله ورځ کارن غوښتل چې مارکیټ ته ولاړه شي. څنګه يې چې دروازه خلاصه کړه؛ ګوري چې هغه سره بوټان لا هم نڅا کوي. او د کارن د کور نه د وتلو لپاره مزاحمت کوي.کارن او زړه ښځه حیران پاتې وو. د کارن ډېر ژر پام شو چې دا ټوله یې خپله ګناه ده. 
زه باید لکه خپل بوټان ټول عمر داسې ضدي نه وم. زه نشم کولی د خپل کوره ووځم، نشم کولی ښوونځي یا مارکیټ ته ولاړه شم. زه هېچېرته نشم تللی. زه ډېر بد احساس کوم. زه څه وکړم؟ 
زړې ښځې وویل: زما ګرانې ولې دعا نکوې چې دا د کوډو بوټان له تا لرې شي؟ که ته ریښتیا هم له خپل کړو پښیمانه يې؛ خدای پاک ستا دعا مني او له دې جنجال به خلاصه شې.
کارن په دعا ویلو پیل وکړ. شپې او ورځې یې دعاوې کولې. یوه ورځ له دعا وروسته کله یې چې سترګې پرانیستلې؛ ګوري چې هغه عسکر مخې ته درېدلی دی. 
وویل: لورې زه خوشاله یم چې ته په خپله غلطي پوه شوې او ضد کول دې پرېښودل. دا ستا لپاهر یو درس شو. اوس به ستا بوټان هم ضد پرېږدي. 
د دې خبرو په ویلو سره عسکر ورک (غیب) شو او سره بوټان هم ورک شول.کارن او زړه ښځه اوس ډېر خوشاله وو.کارن پرېکړه وکړه چې درس ولولي او نور هېڅکله سره بوټان په پښو نکړي.

د مینا سید ژباړه