د SBS ورځپاڼې یو رپوټ وايي د استرالیا د حکومت د هغه اقدامه څخه څلور کلونه تیر شوي چې په ۲۰۱۵ کال کې یې د سوریې او عراق څخه کابو ۱۲ زره هغه کډوال استرالیا ته انتقال او میشت کړل چې جګړو او تاوتریخوالو له خپلو هیوادونو بې ځایه کړي وه. 

ډیری دغه کډوال استرالیا ته له رسیدو وروسته د دغه هیواد په تسمانیا ایالت کې میشت کړل شول کوم چې د استرالیا یو لرې پروت ایالت دی. رپوټ وايي، د عراقي او سوریه یې کډوالو ډیری شمیر اوس د استرالیا مرکزي سیمو ته کوچیدلي ترڅو له لویو ټولنو سره یوځای شي.

یاد رپوټ وايي، سره له دې چې ډیری د ملاتړ ادارې وايي چې دغه کسان استرالیا کې اوس خوندي او خوښ دي خو د ټولو کیسه په حقیقت کې داسې نه ده او ځینې استرالیا کې هم له ستونزو سره مخ دي.

دغه رپوټ لیکي، استرالیا ته مهاجر شوي ډیری دغه کډوال د لوړو زدکړو په لرلو او په انګلیسي ژبې د پوهیدلو سربیره نشي کولای چې په اسانۍ سره ځانته دندې ومومي.

رپوټ وايي، استرالیا ته د دغو کسانو د مهاجر کیدو څلور کاله کیږي خو لا هم په اوسط ډول د هرو ۸ عراقي او سوره یي وګړو څخه یوازې یو یې دنده لري.

یاد رپوټ کې له یو شمیر دې کسانو سره مرکې شوې او ډیری پکې د لوړو مهارتونه لرونکي ښودل شوي چې استرالیا ته له مهاجر کیدو وړاندې په خپلو هیوادونو کې په لوړو دولتي او غیردولتي دندو کې یې کارونه ترسره کړي او لوړ معاشونه یې اخیستي خو سره له دې تر دې مهاله استرالیا کې د مناسبو دندو په موندلو کې پاتې راغلي.