بسم الله الرحمن الرحيم

څوورځی مخکی می په قطرکی میشت د طالبانود یو مشرملا فاضل یونهایت بی خونده اوبی ربطه او د هر مجاهد او باالخصوص طالب دپاره د شرم اوعارنه ډک یوصوتي کلپ یا مقطع واوریده چی هم یی د عالمي مجاهدینو اوهم د خپلوطالب مشرانو په قربانۍ خا وری اړولي اوددروغواوافترا نه ډک اظهارات یی کړي اود شرم نه ډک ددغه مقطع په نشرباندی اوس طالب مشرانوپابندي هم لګولی ترڅو ملت د دوی په خیانتونو خبرنه شي  خود نیکه مرغه چی مونږته نوموړی مقطع رارسیدلی.

    مخکی ددی چی د طالب په حال اوماضي لږه رڼا واچوولوستونکي او ټول قهرمان ولس، اسلامي امت اومخلص مجاهدین دی خبروی چی د قطر طالب مشرانود امریکایانوسره د شیخ آیمن الظواهري سودا کړی فقط په پټه خوله د هغه وژل او یا د ژوندي کار پاتی دی اوپه دی خبره مونږه کره شواهد لرو .اولس دی په دی هم خبروي چی په اسلامي نړۍ کی د امریکا د ټولو نه غټ نظامي مرکزپه قطرکی دی اوددغه نظامي مرکزپه خواکی د همدی امریکا په مصرف جوړشوی د طالبانودفترد امریکا هدیه ده او د طالبانو په همدغه دفترکی امریکایانو داسی آلات لکولي چی طالب په تشناب کی هوا خارج کړي نوهم په پنټګان اوسپینه ماڼۍ کی اوریدل کیږي اودا آلات د طالب پلارهم نه شي پیداکولی . د نن بی خونده طالب مشران دداسی استخباراتي شبکو په لاس کی پریوتي چی په کلونوکلونود خپلو مخالفینو په استخباراتوکی پټی مهری تربیه کوي او دمخالف ملکونو استخباراتي مراکزوته اوسفارتونوته جاسوسي آلات رسوي اونصب کوي یی نو طالب د کوم باغ ملۍ ده چی ددی آلاتونه به بچ پاتی شي.

    خونن د فاضل په نامه تش په نوم ملا راپاڅي اود هغه مجاهدینوپرخلاف خبری کوي اوددرواغوافتراګانی پری کوي دکومو نه ددفاع په خاطرچی مشرملاصاحب خپل ټول امارت قرباني کړاوامارت په کلی توګه د منځه لاړاوهمدغه عالمي مجاهدین ووچی بیرته یی د جهاد په صف کی نوی روح پوکړ اوتردوه کالوپوری د امارت د مکملی خاتمی باوجود یی د وزیرستان د قبایلونه د جهاد بیرغ رپاند وساته او ترآخره د امارت سره بیعت کی پاتی شو خو اوس امارت دهغوی دسرونو سوداګانی کوي. موجوده امارت د امریکایانو او پاکستانیانو سره  د تحریک طالبان پاکستان ، القاعده او داعش پرخلاف د جنګ اوتصفیی تعهد کړی . اود طالبانوموجوده خاین امارت اود موجوده ملا برادرچی یوګونګ اومسخ شوی انسان دی او لس دقیقی خبری هم نه شي کولی اود هیبت الله او ملا منصورپه لاس اود پاکستان اوامریکا په پلان د ملادادالله رحمه الله په شان قهرمان اود هغه ټوله کورنۍ او په په سلګونود ازبک اوچیچین مجاهدینوکورنۍ د ښځواوماشومانوسره شهدانی کړی چی د هغی کره شواهد موجود دي . د امارت دسقوط په وخت کی هم مخلص مجاهدین قرباني شو، بندیان شواوپه امارت کی د پاکستاني استخباراتو مهری بچ او د پاکستان په اسلام آباد، ایبټ آباد کویټه اوکوهاټ کی میشته شو.

    په ذکر شوي صوتي کلپ یا مقطع کی جاهل ملافاضل وایی ( د قطرمعاهده ۹۹ په سلوکی د طالبانوپه ګټه ده او ۹۱ په سلوکی د امریکایانوپه ګټه ده ) دی ته وایی محاسبه اودی ته وایی تش پکړي مار ملا فاضل !!!! مقطع نغده موجوده ده . دا هماغه طالب مشران دي چی د امارت په وخت کی ترینه یوصحافي پوښتنه کوي چی تاسی د لوبوخلاف یاست او د هوا په څپویی ټوله دنیا اوري چی طالب مشروايي ( یایا دا خبره غلطه ده مونږد لوبو خلاف نه یواومونږدا منوچی فټبال د بدن دپاره ډیر ښه جمناسټک دی) دا هماغه جاهل طالب دی چی په فورمه کی د مجرد دپاره بی ناموسه لیکي ههههههه دغه دطالب تخصص دی اودا دهغه چا مقابله کوي چی د فقط د کوډ شوو یا مشفروالفاظو د ډیکوډ کولویا عادي حالت ته د راوړلودپاره دکتوره متخصصین لري. 

    منو چی د کفرمقابله په ایمان کیږي خوآیا د کفرمقابله به هغه څوک کوي چی د هغوی د غټواسلحونه نیولی تریوکارتوس پوری پردي جوړوي اوپردي یی ورکوي اوپخپله به نه سیواد نه ډګري اونه کوم تخصص لري اود استخباراتو اوهیروینواوآپین په عشربه جهاد پالي اود جنت لاربه یی بولي . په پاکستان کی به اوسیږي اودرواغ به وايي چی مونږ پاکستان کی نه یو. په قطرکی په دسترخوان به د امریکایی اډی په څنګ کی ارګيٍ اچوي اود هرپاس اولاندی ارګي نه به یی دډالربوي راځي اوبیا دعوه به د امریکا سره د دشمنۍ کوی؟ پاکستاني استخبارات به د پنجابي مسعود اظهرمولانا دهند دبند نه د راخلاصولودپاره د نیپال نه هندي طیاره راتښتوي اوپه لاهور کی به پکی تیل اچوي نوره اسلحه به ورکوي اوبیا به د طالب نه لاس پاک جوړوي اوطیاره به په کندهارکی طالبانوسره دروي اوپه خپل زعم متخصص اومؤمن طالب به په دی هرڅه خاموش پاتی کیږي. وايي چی :

 پرتوګ دی سوړی سوړی راوړ— چی هره سوړه دی ګنډم ژړارازینه .

    زمونږد ساده افغانانومشکل دادی چی د هری پکړۍ اوږیری والا په ظاهري شکل غولیږي اود اسلام په نوم دوکه کیږي. کرنل امام د همدغه ساده افغانانود سادګۍ یوه ښه بیلګه ده چی یومکاراوعیاش اود انګریزي قانون اوهیرامنډی محافظ  کرنیل بیا افغانان په خپلی ږیری اوپکړی غولوي اود افغانانوپه لمونځ کی امامت کوي اودغسی هغه د کرنل امام په نوم شهرت مومي . اوباالاخره دغه مکارکرنل امام د ریښتیني مجاهد حکیم الله محسود رحمه الله په لاس وژل کیږي خود حقاني شبکه اودکویټی شوری د کرنل امام د راخلاصولوکوشش کوي. دملافاضل کیسه هم داسی ده . یومطلق جاهل چی لیک لوست هم نه شي کولی اوزه په ننګونی سره وایم چی که ملا فاضل دری کرښی صحیح عربي عبارت ولوست نومونږ به دده ملایي ومنواو زه هری شرعي محکمی ته تیاریم چی د خپلوخبرودفاع وکړم . بی سیواده ملافاضل د طالبانوپه وخت کی فقط د ضرورت په اساس د خپلی ګاوډبۍ له امله د خط مشروټاکل شواولکه په پاکستان کی چی جهادي مشران فقط دامریکا اونړیوالود ضرورت ًپه اساس د روس پرخلاف مشران وټاکل شوهمدغه شان د ملافاضل په څیرد امریکا په ونډه مست جاهلان په مونږ اوس راتپل کیږي اود پردو لخوا پالل کیږي. مونږباید راویښ شواود حق آوازپورته کړو.

    ملا فاضل اودده ملګري دا خبره هیروي چی دا شل کاله د امریکایانواود هغوی د اتحادیانوپاکستاني فوځ پرخلاف جهاد چاوکړ ؟ ملافاضل اودده دقطرونډه خوره شبکه د عالمي مجاهدینوپه عالمي سطح قرباني اوپه افغانستان اوپاکستان کی سرخندنی هیروي اوامریکا لخوا د قطرپه مذاکراتوکی د پنځه دیرش میلونوډالرود هضمولو په خاطرفقط په امریکایی پلان د عالمي مجاهدینوپرخلاف خله پرانیزي . وطن فروش فاضل د آی ایس آی په جیل کی د خپل امارت ددفاع وزیرملا عبیدالله رحمه الله په شهادت خاموش دی اودهغی پوښتنه نه شي کوي اود امارت د سیاسي اود بندیانود کمیټی مشراستاذ یاسررحمه الله د شهادت پوښتنه نه کوي اوهمداسی په پاکستان اونړۍ کی اودهمدی امارت نه ددفاع په خاطر  په سوونواوزرګونومظلومانوپوښتنه نه کوي خو د ډالرود هضمولوپه خاطرد عرب مجاهدینوپسی خله پرانیزي. د عمیل حکمتیار په څیر ملا فاضل اوپه قطرکی د امریکا ونډه خواره په کنړد پاکستان د توپونوپه ورولو اود ډیورنډ د فرضي کرښی په پخیدوخاموش دي اود هغه پاکستاني طالبانوپه قربانیو خاموش دي چی دهمدی امارت سره یی ورکړي دي. د قطرطالبي شبکه او ملا فا ضل اوملا امیرخان متقي په دی هم ونه شرمیدل چی د کیمری مخی ته یی د پاکستان خارجه وزیرشاه محمود قریشي ته تحفه ورکړه او د د آی ایس آی مشرته ورغاړی وتل . ملابرادر د پاکستان په لاس ددی دومره بی عزتۍ اوقیدوبند سره د پاکستان په صفت کولونه شرمیږي نونورپه په څه وشرمیږي. 

افغان مجاهد ملت اومخلصومجاهدینوسره بل هیڅ لاره نشته پرته له دی چی د طالب موجوده خیانتونه رسوا اوځان ته نوی داسی قیادت رامخی ته کړي لکه د طالبانو د رهبرۍ دشوری زوړغړی ملا عبدالمنان نیازي چی په ډاګه اوبی ویری د حقایقو پرده پورته کوي اویا هم لکه د پاکستاني طالبانومشرتابه په شان مخلص قیادت چی د امریکا اوپاکستان ددواړو د غلامۍ نه آزاد دي. یوداسی قیادت چی د طالب په شان دکوهي چنډخ نه وي اود عالم اسلام په سطح د مسلمانانود قربانۍ قدروکړي اوفقط دغه خپلی تنګ نظری اخوني ډلی پوری قیادت محدود نکړي ترڅومونږ د پردواوخپلومفسدینود ظلم نه خلاص شو.