ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او د نېکو کارو په کولو بوخت وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنه تر آخره پورې په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظرونه له ما سره شریک کړئ.
د لیکنې پدغه برخه کې، غواړم چې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، پاکستان ته، د خپل هجرت په هکله یو څه معلومات وړاندې کړم.
زه د ۱۳۶۲ لمریز کال، د سنبلې د میاشتي په ۲۸ نېټه، په لومړي ځل د پاکستان، په طرف مهاجر شوم.
مونږه په قلعهٔ واحد کې یو د خټو غریبانه کور درلوده، او د هغې په جوړولو کې مو ډېر زحمت ګاللی و.
ما خپل ټول معاش، د همدغه کور په جوړولو کي مصرف کړی، او هغه مو دوه منزله جوړ کړی و.
مونږه ۴ نفرو، چې یو زما کشر ورور ، او بل د انجینرۍ د پوهنځۍ یو استاد، او بل ددغه استاد پلار و، د مازدیګر په وخت له خپله کوره، د مرغ ګیرانو د کلی په طرف مو حرکت وکړ. شپه مو هلته د یوه ورور په کور کې تېره کړه، او بیا په ارغندۍ کې مو له یوه ورور سره ښه ډوډۍ وخوړه، او بیا میدان ښار ته، د یوه کوتل له لارې د ننه شوو. کله چې میدان ښار ته ورسېدو، طیارو بمباري شروع کړه. مونږه هم نابلده وو، او په ځنګله کې مو ځانونه پټ کړل. کله چې بمباري خلاصه شوه، نو بیا د ولس خلک راپیدا شول، او مونږه ته یې، د مېلمتوب غېږ خلاصه کړه. پدغه خلکو کې زه د پولیتخنیک د لیلیې یوه استاد وپېژندلم، او ډېره ښه رویه یې را سره وکړه. بیا له هغه ځایه، سور پله ته ورسېدو، او هلته د نرخ مجاهدینو، زمونږه ډېر تود هرکلی وکړ. له هغو ځایه، د کور په طرف د شپې له خواه په حرکت کې وو. هغه بل استاد، به ډېرې زارۍ کولې چې یوه شېبه به دمه وکړو. خو دده دمې نه خلاصېدلې، او ده به په پاخه سرک دمه کوله، او غوشتل یې چې لږ شانته سترګه په پاخه سرک پټه کړي. ما به ورته ویل، چې که ته په پاخه سرک ویده کېږې، نو بیا ولې په موټر کې نه راتللو. زه او د هغې پلار په تګ کې وو. دغه استاد به چیغې کړې، چې اې خلکو! د کارمل له ظلمه الله(ج) خلاص کړو، او اوس د استاد عبدالله، په ګیر کې بند پاته یو. ما خبرې نه ورسره کولې، او خپل تګ ته مې ادامه ورکوله. هغه وو، چې سهار وختي خپل کلي ته ورسېدو، او هغه بل استاد بیا زما سپین ګیري پلار، په خره سپور د هغو کلي ته ورساوه.
د یادونې وړ ده، چې هغه د میدان ښار بمباري به شاید، زمونږه په خاطر نه وه.
یو څه وخت وروسته، د ۱۳۶۲ لمریز کال، د سنبلې د میاشتې ۲۸ نېټه وه، چې زه او کشر ورور مې، له کوره له نورو کلیوالو، او د نیږدو کلیو، له خلکو سره یوځای د پېښور په لوري حرکت وکړ. ما له خپله کوره ښه د لرګي لکړه، له ځانه سره واخیستله. زما مرحومې شیرینې مور به بیا هغه د لرګي لکړه، هر وخت ما ته را په یادوله. الله(ج) د زما مور او پلار، له ټولو مسلمانانو مړو سره وبښي. آمین یارب العالمین.
کله چې مونږه د ځاځیو ریاست ته ورسېدلو، نو ریاست یې په همغه شپو او ورځو کې له منځه وړی و.
د سهار په وخت ۱۱ بجې، د ترې منګل، بازار ته راکوز شوو. هواه دفعتاً ډېره ګرمه راته معلومه شوه.
له ترې منګل څخه د پېښور، په لوري، په یوه لیني موټر کې مو حرکت وکړ. زه ډېر تږی شوم، او موټروان ته ورغلم، او هغه ته مې وویل، چې ته مسلمان یې!؟ هغې راته وویل چې څه خبره ده!؟ ما ورته وویل، چې زه جل ووهلم، او ته له بازارونو، همداسې تېرېږې، او موټر نه دروې! هغو راته وویل چې ګمان کوم، چې نوی راغلی یې. ما ورته وویل چې هو، زه نوی راغلی یم!
بیایې موټر په یوه بازار کې ودراوه، او ما اوبه وچښلې. اوبه نه وې، سور اور مې په خېټه کې واچاوه. هغه و، چی ماخستن، پېښور ته راورسېدلو.
زه او کشر ورور مې د یوه ملګري کوټې ته ولاړو.
ددغه ملګري ادرس ما له یوه شاګرد څخه، چې په آبچکان کې سره مخامخ شوو، تر‌لاسه کړ. دغه ملګري کچالو راته پاخه کړي وو، چې د هغو مزه مې تر اوسه، له یاده نده وتلې.
سبا بیا، همدغه ملګري مونږه دفتر ته، چې په هغه وخت کې په فقیرآباد کې و، رهنماىٔي کړو. کله چې دفتر ته لاړو، چې ګورو، هلته ټول شناخته کسان دي، او له هغه ځایه حوېلۍ ته معرفي شوو.
د زما ځینې پخواني ملګري، څوک د اجراىٔیې غړي، او څوک د ولایتونو امیران، او څوک نور مشران شوي وو.
زما ملګرو، زما دومره قدر کړیدی، چې زه چې هرڅومره وکړم د دوی ښه، نشم ور پوره کولای. الله(ج) د، دوی ټولو ته ډېر ډېر اجرونه ورکړي. آمین یارب العالمین.
کله به چې حوېلۍ ته زما ملګري د زما د لیدلو دپاره راتلل، نو د حوېلۍ خلک به حیران وو، چې دا څوک راغلی دی!؟
د حوېلۍ مسىٔولینو، زمونږه بې اندازې قدر او خدمت کړیدی. الله(ج) د، دوی ټولو ته هم ډېر ډېر اجرونه ورکړي. آمین یارب العالمین.
بیا یو څو موده وروسته، مهمانخانې ته ولاړو، چې په هغه ځای کې زمونږه قدر، لا نور هم زیات شو. الله(ج) د، ددغه مهمانخانې ټولو مسىٔولینو ته هم ډېر ډېر اجرونه ورکړي. آمین یارب العالمین.
د یادونې وړ ده، چې زما کشر ورور، پدغه ټولو ځایونو کې، له ما سره یوځای ژوند کاوه.
یوه ورځ، زه جهانګیر آباد ته چې هلته د کوېټ د شفاخانې د جوړولو کارونه، نوي شروع شوي وو، د یوه استاد، د کار په هکله ورغلم. هلته چې ګورم، زیاتره انجینران، زما هم ټولګي، او یا شاګردان وو. ما دوی ته، دغه بل استاد، چې هغه د سېول په رېښته کې، استاد وو، معرفي کړ. له دوی ټولو سره، مې ښه ګلالۍ ډوډۍ وخوړه، او ښه روغبړ مو سره وکړ. دوی ټول زما په لیدلو، ډېر خوشحاله شول، او دلته یوه عجیبه کیسه هم پېښه شوه!
کله چې زما ملګرو، او شاګردانو ، زه ولیدلم، نو دوی بیا په ګډه، ددغه شفاخانې رىٔیس، چې هغه زما هم ټولګی و، مجبور کړی و، چې استعفاء وکړي، او خپل ریاست ماته پرېږدي. هغه و، چې یو څو ورځې وروسته، د مهمانخانې حوېلۍ ته، یو موټروان، له موټر سره تیار راغی، او ما ته یې وویل، چې ته د کوېټ د شفاخانې د رىٔیس په توګه مقرر شوي یې، او د ستا قبولي، د مجاهدینو د هفتګانه حکومت، د شورا له طرفه هم منظوره شوېده. زه یې د مجاهدینو د حکومت، د ساختماني چارو د کمېټې د رىٔیس، دفتر ته بوتلم، او هغو ما ته ددغه دندې مبارکي راکړه، او ما ته یې وویل، چې خپل کار ژر تر ژره شروع کړه. ما په ځواب کې ورته وویل، چې زه دغه وظیفه نشم قبلولای. هغو په ځیر ځیر راته کتل، چې زه څه وایم! ما ورته وویل، چې زه د برق د ریښتې فارغ یم، او زه په ساختماني کارونو، نه پوهېږم. زه به روزانه اجیر کار در سره وکړم، لېکن زه دغه د ریاست چوکۍ نشم قبلولای! هغو حیران حیران راته کتل، او ما ته وایي، چې ته په سور برابر یې، چې ته دغه چوکۍ نه قبلوې!
نو هغه و، چې ما قبوله نکړه، او بېرته، خپلې حوېلۍ ته په لیني موټر کې راغلم، او له هغه ځایه، دوآبې ته، د یوه ډېر نیږدې ملګري د کار ځای ته ورغلم، او نیږدې، ۲ میاشتې، بیا پېښور ته رانغلم. زما هدف دا و، چې څوک ما پیدا نکړي، او ددغه شفاخانې ریاست، زما همغه ملګري ته پاته شي.
بیا چې زه بېرته حوېلۍ ته راغلم، نو د حوېلۍ ټول خلک راته حیران وو، چې زه ولې پټ شولم. ما بیا ټوله کیسه ورته وکړه.
نو بیا ما ته مشوره راکړل شوه، چې زه باید د مجاهد په لېسه کې، او یا د هریپور په لېسه کې معلمي وکړم، او ما هم دغه پېشنهاد، د زړه له کومي ورسره ومانه. نو د تعلیم او تربیې کمېټې، له ما څخه امتحان هم واخیست، او زه الحمدلله په لوړو نمرو په کې کامیاب شوم. وروسته به زه هره ورځ د تعلیم او تربیې دفتر ته، د احوال دپاره ورتلم. هره ورځ به ما ته ویل کېدل، چې ته انتظار کوه، او د ستا په هکله، تر اوسه کومه فیصله نده شوې.
یوه ورځ چې زه دفتر ته ورغلم، او د خپل ځان په هکله مې بیا پوښتنه وکړه. د دفتر مشر، د تېر په شان، بیا راته وویل، چې تر اوسه پورې فیصله نده شوې، او ته منتظر اوسه. ما ورته وویل، چې آیا امکان لري، چې په یوه میاشت کې به دغه فیصله وشي!؟ هغو راته وویل، چې هغه څه نشي ویلای. بیا ما ورته وویل، چې آیا په ۲ میاشتو کې به دغه فیصله وشي!؟ هغو همدغه یوه خبره راته کوله، چې څه نشي ویلای. بیا مې ورته وویل، چې آیا په ۳ میاشتو کې به دغه فیصله وشي!؟ هغو همدغه یوه خبره راته کوله، چې څه نشي ویلای.
پدغه وخت کې، یوه سړي، چې د همدغه مشر تر څنګ ناست وو، او دغه ټولې خبرې یې پخپلو غوږو اورېدلې، له ما څخه، زما د نامه پو‌ښتنه وکړه، نو بیا دغه سړی، دغه د دفتر مشر ته ډېر بې اندازې په قهر شو، او په ډېر قهر یې ورته وویل، چې دغه استاد زه نه پېژنم، او یوازې نوم مې یې اورېدلی دی، او دغه د ستا رویه وه، چې تا له ده سره وکړه!؟
همدارنګه، یوه ورځ زما یو ډېر نیږدې ملګري، چې د تعلیم او تربیې د کمېټې د رىٔیس هم ګوندی، او نیږدې ملګری و، ډېر راته شله شو، او هغو ما ته ویل، چې هغه دغه رىٔیس ته ورځي، او زما کار به پرې وکړي. ما ورته ویل، چې مه ورځه، او زه نه غواړم، چې ته زما په هکله، هغو ته ورشې. هغو نه منله، او هغو ته ورغی. کله چې بېرته راکوز شو، نو د حالت نه یې دا معلومېده، چې کار نه کیږي.
د یادونې وړ ده، چې د ځینو ګوندونو مشرانو، پدغه لارو غوښتل، چې یو څوک، خپل ګوند ته را جذب کړي. خبر نه وو، چې دغه ارمان به دوی، د ځینو په هکله، ګور ته ورسره یوسي.
کله چې زه باالکل مأیوسه شوم، نو بیا مې له ځانه سره فیصله وکړه، چې زه باید لومړی خپلي زده کړي تکمیلې کړم.
نو لدې کبله، زه یوه ورځ په اسلام آباد کې د UNHCR دفتر ته ورغلم، او د امریکا د تګ په هکله مې فورمې واخیستلې. ما ددغه تګ، ټول شرایط پوره کړي وو. یا په بل عبارت په امریکه کې مې درس ویلی و، او هم مې د کابل د انجینری، په پوهنځۍ کې ۶ کاله معلمي کړې وه. کله مې چې دغه فورمې واخیستلې، او بیا مې هر اړخیزه فکر پکې وکړ، نو بیا مې هغه فورمې بېرته څیرې کړې، او له دغه کاره، منصرف شوم.
بیا د برېتش کونسل، د بورسونو یو شرط دا وو، چې بیا به له زده کړو وروسته، ټول حتمي خپل وطن ته بېرته راستون کیږو. نو ما دغه بورس مناسب وباله، او د هغه د ازموینې دپاره مې ثبت نام وکړ، او په هغه کې کامیاب شوم.
هېره د نه وي، چې کله زما نیږدې ملګرو ته معلومه شوه، چې معلمي ونشوله، نو دوی بیا ما ته، په سیاسي چارو کې ډېر مهم او لوړ پوستونه په نظر کې ونیول.
ددې له کبله، چې ما خپله فیصله کړې وه، نو ما لازمه نه بلله، چې زه دغه ډېر لوړ سیاسي پوستونه قبول کړم، او بیا هغه همداسې پرېږدم، او زه لندن ته راشم.
یوه شپه مې، له خپل ډېر نیږدې ملګري سره، ددې لوړ سیاسي پوست په هکله، ټوله شپه د سرک پر غاړه تېره کړه، او هغو زه ډېر هڅولم، چې دغه ډېر لوړ سیاسي پوست باید قبول کړم. کله چې د سهار د لمانځه آذان وشو، نو بیا مې په واضح ډول ټول حال ورته ووایه، او هغو هم بیا نور څه ونه ویل، او لاس یې راکړ، او هغه ډېر خفه شو، چې د هغه خفګان به زما هېڅکله هم هېر نشي.
د یادونې وړ ده، چې ما په ریښتیا سره، د معلمۍ سره ډېره علاقه درلودله، او دغه کار مې په ښه توګه، سرته رسولی هم شوای. مګر، هغه د تعلیم او تربیې د کمېټې رىٔیس، زما ټولې هیلې په سیند کې لاهو کړې!
یوه ورځ مې دغه د تعلیم او تربیې د کمېټې رىٔیس ، یو ځای ولیده، او راته ویې ویل، چې استاده، ته خو بیا هېڅ را معلوم نه شوې، او څه کار کوې!؟
ما ورته وویل، چې همدلته ګرزم، او ګنډې یوه ځای، او بل ځای ته وړم. البته، دغه زما د ډېر قهر اظهارول وو، او بس.
د یادونې وړ ده، چې ما دغه د برېتش کونسل بورس، پدې خاطر قبول کړ، چې هغه د ۱۳ میاشتو دپاره و، او له هغه وروسته، باید بېرته خپل وطن ته راستون شوی وای.
هغه و، چې زه بیا د ۱۹۸۴ مېلادي کال د جون په ۲۱، چې روژه هم وه، دلته لندن ته راغلم.
هېره د نه وي، چې زه کله، پېښور ته را مهاجر شوم، نو ما غوښتل چې پخپل تعهد، له سره یوه نویې کتنه وکړم. دا پدې خاطر، چې د جهادي ګوندونو، مشران ټول په پېښور کی وو. ما د هر ګوند د مشر په هکله ډېر کوښښ کاوه، چې د دوی په هکله کره معلومات ترلاسه کړم. نو ما به د دوی په ټولو غونډو کې برخه اخیستله، او د ټولو مشرانو خبرو ته مې ښه په غور سره غوږ نیوه.
په پای کې مې، له ډېر تحقیق څخه وروسته، بیا په همغه پخواني تعهد، د تاىٔید مهر ولګاوه.
د یادونې وړ ده، چې ما په هغه وخت کې، چې د هر یوه مشر په هکله، کوم قضاوت کړی وو، هغه تر اوسه، هم هغسې ثابت پاته دی، او هغه څه وشول، چې ما په هغه وخت کې فکر کړی و.
د زما د راتګ په لومړنیو شپو کې، زه یوه ملګري، د یوه بل ګوند د یوه غټ سیاسي مشر، کور ته د مېلمه په توګه بوتلم. هغه مشر، زمونږه ډېر قدر او عزت وکړ، او ما ته یې وویل، چی که غواړم، د دوی له ګوند سره کار وکړم، نو ۵۰۰۰ کلدارې به زما معاش، او د زما د ورور به هم مناسب معاش وي. په هغه وخت کې ۵۰۰۰ کلدارې ډېر شی وې، او زه هغه مشر ته تر اوسه دعاګانې کوم. دا پدې خاطر، چې کار پیدا کول، آسانه کار نه و. کله چې سهار شو، نو زه ددغه مشر له مېلمستون څخه، جومات ته د لمانځه لپاره ولاړم، او له لمانځه نه وروسته مې د یوه ډیر نیږدې ملګري کور پیدا کړ، او له هغو سره مې بیا د سهار چای وچښلو، او د هغه مشر کورته بیا ورنغلم.
همدارنګه، یوه ورځ مې یو شاګرد، چې په اسلام آباد کې د جمعیت د ګوند نماینده و، ولیده. هغه ما ته ډېر وویل، چې راځه زه د استاد ته بیایم، او زه لندن ته روان یم، او هغه به ستا د زما پرځای، په اسلام آباد کې د جمعیت نماینده وټاکي. البته، دغه ددې شاګرد، حسن نظر و، اما، ما ډېر په سختۍ ځان ترې خلاص کړ، او بېرته پېښور ته راغلم.

د پام وړ ټکي:
غواړم دغه خبره یوځل بیا تکرار کړم، چې ما په ریښتیا سره ډېره زیاته علاقه درلودله، چې زه خپلو افغانانو ته، د معلمۍ پذریعه، خدمت وکړم. زه چې کله، په لومړي ځل له خپل ګران وطن څخه، مهاجر کېدلم، ما ټوله لاره، په پټه ژړا کوله، او د خپل وطن پرېښودل، آسان کار نه و!
که فرضاً، ما له خپل وطن سره مینه نه درلودلای، نو زه به، په ۱۹۷۵ میلادي کال کې، چې ځوان زلمی هم وم، له امریکې به بېرته خپل وطن ته نه راتلم. هیله کوم چې لوستونکي، داسې فکر ونکړي، چې زه له خپل وطن سره علاقه نلرم!
نه داسې نده. دا زما یو له ارمانو څخه و، چې زه به خپلو وطنوالو ته، د زړه له کومي خدمت کوم. الله(ج) به خبر وي، چې زما دغه ارمان به پوره شي، او کنه!؟
یوه بله خبره باید ذکر کړم، چې هیڅکله، باید یو څوک، له خپلو لوړو زده کړو څخه، ناوړه ګټه پورته نکړي، او له هغو څخه د خپلو ‌وطنوالو، په ګټه کار واخلي. یا په بل عبارت، خپلې لوړې زده کړې، هېڅکله د بل چا په خلاف ونه کاروي.
ځینې خلک چې کله کومه ډیګري تر
لاسه کړي، نو هغه بیا سمدلاسه، د بل چا په خلاف پکاروي، او غواړي، چې خپله ډیګرى، د لا زیاتو امتیازاتو د لاسته راوړو، په لاره کې په کار واچوي، چې دا یو ډېر بد عادت دی، او داسې باید ونشي!
په آتمه برخه کې به ان شاءالله، قدرمنو لوستونکو ته، په انګلستان کې د خپلو زده کړو په هکله، یو څه معلومات وړاندې کړم.
الله(ج) د، ددغه وطن، په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامي پرګنې سره یو موټی کړي، تر څو وکولای شي، چې په ریښتیا سره، د دغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، بېرته لاسته راوړي. آمین یارب العالمین.
په پای کې خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د، په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله اومنظوره وي. آمين یارب العالمین.
زه یوځل بیا خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول اومنظور وي. آمين یارب العالمین.
همدارنګه، الله(ج) ته د دعا دپاره یو ځل بیا لاسونه پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، دغه د کورونا، د وایرس ناورین، پخپل رحمت سره له نړۍ ورک کړي. آمین یارب العالمین.
تر بلې لیکنې، تاسې ټول په لوی او مهربان الله(ج) سپارم.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com