کله مو د پرديو يرغلونو او کله د واک په سر په کورنیو ناروا جګړو کې د هيواد ټول امنیتي اقتصادي تعليمي او کلتوري بنسټونه له منځه وړي دي. متاسفانه چې نن د هغو جګړو په ډګر کې زيږيدلې او را لوی شوی نسل د سمتي، ژبني، جندر او قشري تعصباتو پر بنسټ پر افغان خاوره داسې د کرکې نوي تخمونه شيندي، چې د واک په سر له ناروا جګړې به يې د زيان کچه لوړه وي.
پوره باور لرو چې که ولس او پرګنې په مختلفو عنوانونو له بهر څخه د وارد شوې دود او افراطي افکارو په وړاندي ټولنيز غږ پورته نه کړي، نو مونږ به لاهم ډېر کلونه په افغانستان کې د قوم، سمت، ژبې، ځوان او ښځې د حقونو د خونديتوب تر نوم لاندې د لا نورو ډيرو ناورينونو شاهدان واوسو او دغه شومه پديده به زمونږ د سياست محور وي.
مونږ د داسې هيواد وګړي او له داسې ناورينونو څخه تير شوئ ملت يو چې تيرې څلور لسیزې مو د جګړو د ژرندو کې د پَل او تخت ترمنځ تيرې شوې دي. هر متجاوز او هرې جنګي ډلې زمونږ ژوند او مال تالا ترغه کړئ او زمونږ اسلامي او انساني حقونه يې تر پښو لاندې کړي دي. دا ناورين لا اوس هم ادامه لري. مونږ پوهيږو چې د سياسي او فکري فقر په داسې ګرداب کې لالهانده تاويږو چې پر وطن باندي د تيرو ناورينونو په عاملينو باندې د انتقالي عدالت د پلئ کولو چيغه پورته کول هم نشو پورته کولاى. ځکه چې دغه کړنه هم د هيواد په زيان هم تماميږي .
نن په زغرده وايو چې له شوروي يرغل سره د مقدس جهاد پرمهال د افغانستان ولس ترمنځ د ژبې قوم سمت قشر او جنس د حقونو د خونديتوب تر نوم لاندې تعصباتو قطعاً شتون نه درلوده. د کمونيزم د نظريې له ماتيدو او د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د خلق او پرچم ګوندونو ترمنځ اختلافاتو قومي سمتي او ژبنيز رنګ واخیست او دغه ويروس د واک په سر جنګيدونکو جهادي مشرانو، د هغوي سياسي وارثينو او آن چې قسماً د اوسني ځوان سياسي نسل په وينه کې هم د سرطاني غودو په شان خپور شو. څرګند حقيقت ده چې د مدني ټولنو ځوانانو او ښځو د حقونو د خونديتوب تر نوم لاندې زمونږ په هیواد کې پرتو پرديو هم زمونږ په ملي ارزښتونو او ديني مقدساتو باندي ملنډې ووهلې او دلته لا د مخکې څخه د بل شوي اور لمبو ته يې د سون توکي برابر کړل.
متاسفانه چې د دموکراسي په تيرو دوو لسيزو کې د ښځو او ځوانانو د حقونو د خونديتوب تر نوم لاندې د مختلفو پرديو استخباراتي او سفارتي بنسټونو لخوا د ښځو او سړيو، مشرانو او ځوانانو، قومونو او سمتونو ترمنځ واټن زيات او تعصباتو ته لمن ووهل شوه. د اوسنئ دموکراسي لخوا له افغاني ارزښتونو، کلتور او اسلامي حکمونو سره مطلقاً نابلده يو شمېر ځوانانو او ښځو ګمارلو ناوړه تګلارو هم د ولس او چارواکو ترمنځ د باورونو فضأ خړه پړه کړه او حکومت يې په داخل کې له اختلافاتو او ننګونو سره مخ کړئ ده.
دا به د نوي ځوان نسل لپاره د وياړ او سرلوړي ځاى وي چې له داسې ګوندونو، تولنو، ډلو او سياسيونو سره فکري تارونه ونه غځوي چې تعصباتو ته هوا ورکوي، خو ددې لپاره چې ملي يووالي روحيه مو پياوړې کړي وي له هغوى سره د خبرو ټولو دراوزې تړل هم د افغان ملت تر منځ يو بل واټن جوړېدو ته لاره هواروي. د بن په غونډه کې د خپل کمزوري سياسي مشرتابه او نړيوالي ټولني لخوا په افغانانو باندې د قوميت پربنسټ د ولسمشر او مرستيالانو تپل قطعاً د توجیه وړ خبره نه وه.
حکومت او سياسي احزاب يو ځل بيا د ملي سياست په ستر ازمويښت کې قرار لري. د بدبختي خبره داده چې زمونږ په هېواد کې لاهم د تېرو څو لسیزو په دوران کې د فکري بدلون سربېره د سياست د خيمو مراندې د قوم سمت ژبې او قشر په تارونو تړل شوي دي.
د سوچه اسلامي نظام جوړول نه يوازې د هر افغان هيله او ارمان ده، بلکې زمونږ بنسټيزه اړتيا هم ده، خو بايد ومنو چې افغانستان اوسمهال په هيواد کې يوازې سوچه مذهبي مشر ته نه بلکه، له نړيوالو کړکيو څخه راتلونکو سياسي بادونو استقامت ته په کتو مونږ د يوه منلي نظام تر څنګ له نړيوالو شخړو او ستونځو سره بلد، کورنیو ديني حساسيتونو او ملي جوړښتونو باندي پوه ملي سياسي مشرتابه اړتيا لرو.
په افغانستان کې د سیاستوالو، قومي مشرانو، مذهبي نخبه ګانو او روحانیونو لخوا د واک ترلاسولو یا امتیاز اخیستلو حرص هم زمونږ ديني معتقدات او ملي افتخارات زيانمن کړل.
زه منم چې د ډيرو هیوادنو په تګلارو کې د افرادو او سياسي ډلو لخوا د واک د ترلاسولو لپاره مبارزه د تعجب وړ نه ده. هره ډله هڅه کوي چې داسې تګلاره ترتيب کړي چې له نورو ډلو سره په پرتله د هيواد او ولس ګټو ته ژمنه وي، خو زمونږ په هیواد کې ځينو احزابو او ډلو د واک ترلاسولو لپاره ان د نظام له نسکورولو څخه هم ډډه نه ده کړې او د واک غوښتنې د حرص پوره کولو لپاره یې له پردي دښمن څخه هم مرسته غوښتې ده.
د واک غوښتنې شومې پدیدې بله بدبختي چې په تيرو څو لسيزو کې يې مکرراً ولس او هېواد ته ناورين زيږولئ د سیاسي اشخاصو او ډلو خپلمنځي اختلافات وو. مونږ د واک ترلاسه کولو لپاره د یو فکري بهير مشرانو د خپلو مبارزو په نیمه لار کې د یو بل پر وړاندې جګړه کړې ده. پرديو دښمنانو هروخت د افغانانو ترمنځ له جګړو او اختلافاتو څخه د خپلو د ناروا ګټو ترلاسه کولو او د نورو هېوادونو په وړاندي د نيابتي جګړو هڅه کړې ده.
د غازي امان الله ځينې ملګري د واک په سر ناراضه او له حبیب الله کلکاني (سقاو) سره دريدلي دي، د خلق او پرچم مشرانو د واک ترلاسه کولو لپاره خپل محسن داود خان وواژه، ترکئ د امين لخوا د واک ترلاسه کولو په موخه ووژل شو، د کارمل او نجيب د پلويانو اختلافونه مجاهدين د بريا په ډګر ودرول، ځينې د واک وږي تږي مجاهدین هم د واک لپاره سره وجنګیدل او د جهاد د بدنامي لامل وګرزيدل، طالبانو واک ته د رسيدلو لپاره له رباني سره جګړه وکړه او د شمال ټلوالې په نوم بل بانډ بيا د واک ترلاسه کولو لپاره د امريکا لمن ونيوه او واک ته ورسېدل.
اندېښنه داده چې که څه هم په نړيواله او سيمه ايزه کچه په افغانستان کې د تلپاتي سولې او د جګړې د ختمولو لپاره اجماع شتون لري، خو په کور د ننه مونږ جګړو ته د پاى ټكى د ايښودلو په موخه له خورا سترو ننګونو سره مخ يو. نه پلان لرو نه هم تګلاره. طالبان د مجازي غرور په نيلي سپاره دي، له امریکا سره هوکړه کول سوله ګڼي او له هغه وروسته ارګ ته رسيدل ورته د يوې دمې مزل ښکاري. ارګ د سولي د بين الافغاني مذاکراتو مالکيت، مديريت او ضمناً په واک کې د پاتې کېدو د حق خونديتوب غواړي. سپيدار ماڼئ له هر ډول شرط پرته د مذاکراتو پيل غواړي، ښځې په سوله کې ځانته ونډه غواړي، ځوانان ځانته ونډه، قومونه ځانته ونډه، احزاب ځانته ونډه او مدني ټولنې ځانته ونډه غواړي. ارګ يو ځل د سليقوي ملي اجماع هڅه وکړه چې په پايله کې يې دوه نيم سوه اشخاص له طالبانو سره مذاکراتو ته معرفي کړل، چې هغه په مسخره ايزه توګه رد او په نړيواله کچه د خندا وړ و ګرزيده.
ارګ په دغه هکله دومره په انزوا کې قرار لري چې د خپلو متحدينو باور يې هم بايللئ ده.
مونږ خپل راتلونکئ خليلزاد او امریکا ته نشو سپارلى. خليلزاد رسماً يو امريکايي ديپلومات او د ټرمپ مأمور ده. د دندې د مسئولیت له مخې د امريکايي ځواکونو وتلو ته لاره جوړوي، خو رسنيو ته هغه خبره نه کوي چې له طالبانو سره د مذاکراتو په مهال د خبرو د اجندا برخه جوړوي.
د بحران د پيچلتيا او ژورتيا غوښتنه داده چې افغانان اقلا د سولې په تړاو خپلمنځي اختلافاتو ته د پاى ټکئ ايښئ واى، خو متاسفانه چې دغه کار ناشونئ ده. طالبان له امریکا سره سوله او له حکومت سره جګړې ته دوام ورکوي. بدبختانه چې ارګ په حکومت کې د ننه او بهر کورنيو اختلافاتو ته د حل لارې په موندلو کې د پاتې راتلو له امله کوم ځانګړې کړنلاره. نور افغان سياستوال ويشلي، تيت او متلاشي دريزونه لري.
مونږ له مسلسلو او متواترو ناکاميو سره سره هم د لاملونو په تړاو فکر نه کوو او نه خپله ماضي ارزولاى شو.
داسې ښکاري چې د شوروي د وتلو سناريو تکراريږي، چې ګټه به يې نه ملت، نه حکومت او نه هم طالب ته رسيږي، بلکه، متاسفانه ملت، په حکومت کې شاملې ډلې او طالبان به له نوي نوم، نوي شعار او نوي عنوان لاندې د يوې نوې جګړې له وحشي پيل سره مخ شوي وي.
افغانستان همدا اوس د خپل تاریخ له یوه بل ډیر حساس پړاو څخه تیریږي او که پخوانئ تېروتنې تکرار شي نو نظام یې یو ځل بیا له ګواښ سره مخ کېدلی شي.