بې پروا لکه په ځمکه چې قدم ږدې
داسې مه ګرځه بې غمه هواګیر

ځمکه پټه خزانه د ژوند اساس دی
ترې پیدا دی شاه، ګدا او هم فقیر

ټول قبرونه هم په ځمکه کې جوړ شوي
ته به هم شې په یو قبر کې اسیر

هر قدم د لاندې پروت د ژوند داستان دی
له هر زړي نه جوږیږي غټ تصویر

احتیاط هر حرکت کې فریضه ده
(اشنا) لنډ په دې جمله کړ خپل تحریر