۲۵ کلن عبدالعزیز محمد په ۲۰۱۳ کې له سوډان هیواده وتښتیده او استرالیا ته لاړو، مګر هلته استرالیايي چارواکو نوموړی استرالیا ته په کښتیو کې د ناقانونه مهاجرت په جرم وینوه او هغه یې د پاپوا نیوګینا هیواد د مانوس ټاپو د کډوالو توقیف خونې ته واستوو.

په یاده توقیف خونه کې د نږدې شپږ کلونو تیرولو په جریان کې، عبدالعزیز تل د استرالیا د مهاجرت پر پالیسۍ نیوکې کولې او د دې غندنه یې کوله چې د استرالیا حکومت پرته له محکمې کډوال او پناه غوښتونکي د نامعلومې مودې لپاره په سمندري توقیف خونو کې ساتي.

عبدالعزیز ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د بشري حقونو د دفاع په خاطر د روان کال په فیبروري میاشت کې د سویټزرلینډ هیواد ځانګړې ویزه ورکړه ترڅو هلته د بشري حقونو د مدافعینو لپاره نړیواله جایزه ترلاسه کړي.

نوموړي سویټزرلینډ ته په رسیدو سره سم هلته د پناه غوښتنه وکړه او دا دی اوس تر قابو شپږو میاشتو وروسته هغه تیره اوونۍ د ټولنیزو رسنیو په خپله پاڼه دا اعلان وکړ چې دغه هیواد کې یې د پناه غوښتنه قبوله شوې.

نوموړي په خپل خپور کړي پیام کې ژمنه کړې چې د استرالیا د سمندري توقیف خونو د کډوالو او پناه غوښتونکو له حقونو څخه د دفاع په خاطر به خپلې حقوقي مبارزې ته ادامه ورکوي او هڅه به کوي ترڅو په دې کار سره د استرالیا حکومت اړ کړي چې د یادو توقیف خونو کډوال او پناه غوښتونکي استرالیا او یا نورو هیوادونو ته انتقال کړي.