د استرالیا د خپلواکو سرحدونو د عملیاتو قومندان تورن جنرال (کرېګ فیورني) د تیرې سه شنبې په ورځ سریلانکا ته په خپل سفر کې د دغه هیواد په پلازمینه کولمبو او نیګامبو ښارونو کې د عامه پوهاوي په غونډو کې ګډون وکړ او هغو سریلانکايي کډوالو ته یې خبرداری ورکړ چې استرالیا ته په غیرقانوني ډول په کښتیو کې ورځي.

ښاغلي فیورني وویل، د استرالیا د خپلواکو سرحدونو د عملیاتو له پيل راهیسې له ۲۰۱۳ میلادي کال راپدخیوا دوی ۲۰۴ ناقانونه سریلانکايي کډوال بیرته سریلانکا ته ستانه کړي او همدارنګه د سریلانکايي کډوالو ۱۳ کښتۍ یې له نیمې لارې بیرته ګرځولي او یوه یې هم د استرالیا سواحلو ته په رسیدو نه ده بریالۍ شوې.

نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې د استرالیا حکومت له سریلانکا سره غښتلې اړیکې لري. دواړه خواوې سره یوځای د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې مبارزه کوي او خلکو ته لارښوونې کوي چې د قاچاقبرو په دروغو دې نه تیروځي او په سمندر کې دې خپل ژوند په خطر کې نه اچوي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې له سریلانکا څخه استرالیا ته د کډوالو تلل زیات شوي. د روان کال د مۍ میاشتې راهیسې د استرالیا حکومت د سریلانکايي کډوالو درې کښتۍ نیولي او پکې سپاره ټول ۳۸ ناقانونه کډوال یې بیرته سریلانکا ته استولي چې د چارواکو په وینا اوس یاد کسان تر پلټنو لاندې دي.

د استرالیا د سرحدونو او مهاجرت سخت دریځه پالیسۍ په اساس هیڅ هغه څوک استرالیا کې د اوسیدو حق نلري چې په ناقانونه توګه په کښتۍ کې دغه هیواد ته ورځي. یاد حکومت دغه ډول کسان پرته د پناه غوښتنې ارزونې بیرته خپلو هیوادونو ته استوي او یا هغوی سمندري توقیف خونو ته لیږي.

د ۲۰۱۹ کال په جون میاشت کې استرالیا د (هیڅ چانس نلرئ) په نوم یو نوې تبلیغاتي کمپاین په لاره واچوه چې پکې د استرالیا د مهاجرت د سخت دريځ په هکله په رادیو، تلویزونونو او چاپې رسنیو کې اعلانات او د عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندې کیږي. په ډيره کې په یاد کمپاین کې د بیړیو ناقانونه کډوالو ته خبرداری ورکول کیږي چې استرالیا ته په ورتګ سره هلته د اوسیدو هیڅ چانس نلري.