د استرالیا د مهاجرت وزیر وايي په کار کې یې خپله ډیره پاملرنه د نړیوالو زدکوونکو او مهارت لرونکو بهرنیانو د غوښتنلیکونو بررسي کولو ته ځانګړې کړې.

د استرالیا د مهاجرت وزیر ډیویډ کولمن وايي د استرالیا دننه په سیمه ایزه کچه د بهرنیو کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره د نړیوالو زدکوونکو او د مسلکي وګړو په غوښتنلیکونو تمرکز کوي.

ښاغلی کولمن چې د مهاجرت وزارت د دندې علاوه د استرالیا د پارلمان غړیتوب هم لري، د جمعې په ورځ سیډنې ښار کې یوې غونډې ته وویل، د استرالیا په کلنۍ مهاجرت شمیره کې که هر څومره زیات لوړ مهارت لرونکي وګړي قبول شي، نو هغومره زیاته به یې استرالیا ته ګټه وي.

نوموړي وویل، دی به په راتلونکو درې کلونو کې د لومړي وزیر موریسن په حکومت کې خپله زیاته پاملرنه نړیوالو زدکوونکو، مهارت لرونکو بهرنیانو او د استرالیا په اطرافي سیمو کې د مهاجرت کچې زیاتوالي ته وقف کړي.

کولمن په خپلو خبرو کې دغه راز وویل، د یو ملت په توګه د استرالیا د بریا لپاره مهاجرت خورا اړین دی، استرالیا پرته له نړیوالو مهاجرینو پرمختګ نشي کولی، خو دې کار ته باید مونږ په خلاصو سترګو نږدې شو او هغه کسان قبول کړو چې واقعآ استرالیا ورته اړتیا لري.

ښاغلی کولمن دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د راتلونکي ۲۰۲۰ میلادي کال لپاره د استرالیا حکومت د مهاجرینو د قبلولو په خپله کلنۍ شمیره کې د پام وړ کموالی راوستې.

وړاندې تر دې استرالیا کې هر کال ۱۹۰ زره بهرنیان د حکومت د مهاجرت پالیسۍ په اساس قبلیدل خو دغه شمیره د راتلونکي کال لپاره ۱۶۰ زرو ته راکمه شوې. دغه راز د دې شمیرې ۷۰ سلنه باید هغه بهرنیان تشکیل کړي چې لوړې زدکړې او مسلکي مهارتونه لري.