طنز
محمود نظری

کولنګي چرګان

موږ سیاسیون لرو مشران نه لرو
موږ سپيان لرو خوسړیان نه لرو
بیله غپا او خوله اچولو دهغو څه نه زده
پردو لپاره تر دې ښه چوبکیان نه لرو

جهاد دي وکړ یا نه د خدایه خپل حساب غواړه
نه له ولسه په دې ټاپه کباب او شراب غواړه
په مرداري لړلې میلیاردونه ډالر دي په خوله ومنډل
ټنبه سوې اوس په مېنځلو لاسو له وسله جلاب غواړه

هر څه دي ددښمنانو په اشاره او امر تر سره کړه
یو څه خو ښه کړه د خپل وطن دهوا اواب غواړه
لقبونه او مډالونه دي لکه خره پر غاړه ځورنډکړه
اوس وړیا د خلکو لقب د خر دعوه جلاب غواړه

ژوند دي تیر سو ټول په درواغو ،مکر ونو او ټګیو
څه دي د پوسکې وهلي ایمان دپاره افتاب غواړه
بې علمي د بربادي یو لوی علت دی په افغانانو کې
سیاسینو ته په دنیا کې دبې علمي ښه القاب غواړه

تالیدي ساده خلک خپله خپل کور په بسم الله ړنګکړي
د ښو خبرو لپاره د هر لوده په غوږ کې سیماب غواړه
دښمن مو غټان لکه ماشومان د لوبو په شیانو غولوي
واه دهر یتیم د کور د ورانولو څخه له ربه دجنت باب غواړه

خوند کوي سیګار پيلوي دغلو د مور د بوغبندانو تلاشي
ولسه هر غدار خاین ته له خدايه ډک دریاب سراب غواړه
ټول سیاسیون د هیواد سره غله او د وطن دښمنان وختل
هر یو ته د پاک خدایه تاریخ کې دغلا د اتل خطاب غواړه

دا بې ناموسه داشغال غله چې هر څه ته تیارسی دي
دخپل لوی باداره لخوا یې اخیر سم صفا بې اب غواړه
دا کولنګیان د ماشومانو مرداري خوري هم پسې ځغلي
دداسې کولنګیانو ته پڅه چاره د دتور قصاب غواړه

د ځینو خاینانو چې مړي وختل په زوره سر دملي غونډیو ته
د هغو د سازیانو مات هلته خرک او ناخونک د ربا ب غواړه
داچې هر څوک د ږیرې او چپنې لاندې دې ملت ته خیانت کوي
«نظری» داسې خلک ټوله دنیا ته له ربه لوڅ او بې حجاب غواړه