امیلونه
مـونـږ په اغـزنـــو لاروځـو په کې ګلـونه کرو
پـه هـره څوکه داغـزیــو کې خـپل زړونه کرو
شپو کی دلـمرســندرې بـولوتـورتـم لرې باسـو
مــنزل پـه میـنه روڼـــوو او ســـهـرونـه کــرو
په کــږلیچـنو سخـتـو لارو کې نـور نه تـمـیږو
د ویـنـو څـاڅـکي بـلـوو سـره مشالونـه کــرو
پــه جـل وهــلـو وچـو لــلـمـو لکه پـرخه اورو
په هـریـوپل دوړانـدې تـګ کې یی بڼــونه کرو
د یـو کـیـدو پـه لیار رقیب په جوړو کړو کـندو
دروڼ سـبا پـه لــوردمـیـني مـورچـلـونــه کـرو
بـیا بـه بابــړه او ټکــر پــه ویـنـو نه لــمـبـیږي
مونږ په هغه ځای کې تـاریخ تـه امیـلـونه کـرو
اغیاربه تورمخ دخپل تورراتلونکي سیل وکړي
مـونږ خدمتګاره مارګــاله کې ستا شعرونه کرو