ځورېدنې او د ناروغۍ د لېږدېدنې سبب هم کېدای شي. کله ناکله دغه اصطلاح په ټولګړي توګه د ټپونو، ساينډرومونو، نښونښانو، نه اټکليزه کړه وړو او په انساني زغښت کې د نه اټکلېونکي بدلونونو او کړنو د څرګندونې لپاره کارول کېږي، خو په کارپوهيزه کچه بيا دا اصطلاح د بېلابېلو کټګوريو ناروغيو لپاره چې يوه محدوده ځانګړنو پورې اړوند وي، کارول کېږي.

رنځپوهنه يا پېتالوژي د ناروغيو په هکله د زده کړې پوهه ده. د ناروغيو د سيستماتيکې ډلبندۍ مضمون ته ناسولوژي يا nosology هم وايي. د انسانانو د ناروغيو او د هغو د درملنې په هکله دغه ارت پوهنيز ډګر، طبابت يا medicine دی. د ژوو طبابت بيا د ناروغيو په څېړنه کې بله څانګه ده، په دې څانګه کې د ژوو د ناروغيو لاملونه او د درملنې لارې چارې څېړل کېږي. د ژوو طبابت ته بېتاري او يا وېترېنري هم وايي. بوټې هم بېلابېلې ناروغۍ لري، او په بوټو کې هم د انتاني ناروغيو ورته پروسې شته په همدې توګه بوټې د خوراکي کمښت په سبب هم او يا د ړنګېدونکي ميوټېشن په سبب هم په بوټو کې ناروغي پېښېږي. بوټرنځپوهنه هغه پوهنه ده چې د بوټو د ناروغيو په هکله پکې څيړنې کېږي.

ناجوړي، ناروغي او رنځ

په طبي چارو کې بيا کله نا کله د يو رنځ او ناروغۍ تر مېنځ توپير شوی او ناروغي هغه څه ته وييل کېږي چې يو ډول ځانګړي سببونه او لامل ولري. همدا شان په انګريزي ژبه کې هم د disease ويي او د syndrome تر مېنځ توپير شته. د disease وييکه هغې ناروغۍ ته وايي چې ځانګړې نښې او نښانې لري، خو د syndrome وييکه بيا هغې ناروغي ته وييل کېږي چې ګڼ شمېر جوت نښې او علايم لري او ټول يوځای سره پېښېدونکي وي. که څه هم چې ډېر داسې حالتونه دي چې پېژندل شوي، خو لا تر اوسه پورې هم د "syndromes" په نامه ورته اشاره کېږي. د دې سره سره، ګڼ شمېر نور ناجوت حالتونه او سببونه دي چې په طبي متنونو کې د "diseases" په توګه ورته اشاره کېږي.

که څه هم چې ناجوړي، د ناکارپوه ډلې خلکو لخوا په خپل ځان کې د ناسوب حالت د څرګندولو لپاره او د ناروغۍ په مانا کارېږي، خو په اصل کې دا د يوه وګړي د روغتيا ځاني پوهېدنه او ادراک لوري اشاره کوي او پرته له هغه رښتيا چې آيا نوموړی کس يوه ناروغي لري او که نه. يو روغ سړی پرته د کومې ناروغی نه هم ځان ناروغ احساسولای شي او هغه به داسې ګومان کوي چې هغه ناجوړه دی. يو بل سړی به ځان روغ ګڼي خو او په دې باور به وي چې په هغه کې هېڅ کومه ناروغي نشته خو په اصل کې به په هغه کې يوه ډېره وېرېدونکې ناروغي لکه د وينې خج ناروغي به وي کوم چې يوه مرګونې ناروغي ده چې د زړه درېدلو او يا هم د ماغزو شوک رامېنځ ته کولای شي.