هکله دغه  بحثونه کيدل په لومړيو کې کتابونه ، مطبوعات او ورځپاڼې  د پام وړ موضوع ګانې وې خو وروسته د رسندويو په پرمختګ سره نور شيان هم پکې شامل شول دمثال په توګه فلم  او ټلويزيون هم پکې راغلل او په همدې ډول ټلويزيوناو سپوږمکۍ او انټرنت  او الکټرونيکي لوبې هم پکې راغلې له دې ټولو سره په رسنديو کې د تاوتريخولي په هکله ډيرې لږې خبرې شوي دي  په داسې حال کې چې په دې هکله انديښنې زياتې شوي دي

 په ١٩٢٠ مه لسيزه کې په رسندويو کې د تاوتريخوالي په کله څيړنې پيل شوي دي  او له هغه وروسته  ېې پراخ او نوي اړخونه پيدا کړل خو په پيل کې تر هرڅه ډيرسينمايي فلمونو او ټلويزيون ته ډير پام کيده او  په ١٥ کلونو کې ويډيو او  الکټرونيکي لوبو او انټرنټ ته هم پام ډير شو.

 درسندويو دتنوع او دشمير ډيروالي ته په پام سره په رسندويو کې تاوتريخوالى هم ډير شوى دى  دغه چاره  له دې امله ده چې رسندويې ډيرې شوي دي  له دې پرته  نړيوال کيدل او ډيرنده  سيالي هم پکې خپل رول لري  او درسنديو خصوصي کيدل هم په  دې برخه کې ډيره مرسته کوي له ١٩٨٠ مې لسيزې ورسته بلې هيڅ   صنعت دومره  چټک وده نه ده کړې لکه چې رسندويي  صنعت وده وکړه  او دقدرت تمرکز هم په   بل صنعت کې دومره سخت نه ؤ  .

 درسنديو بازار  نن سباد څو تنو محدودولويو شرکتونو په لاس کې دى او بيخي تجاري اړخ لري  په دې منځ اومان کې امريکايي شرکتونه تر ټولو ډير اغيز  او نفوذ لري خوپه اروپا او آسياکې هم  څوشرکتونه شته چې په دې برخه کې فعاله دي خو دڅيړنو په اساس په نړۍ کې امريکا درسنديو له لارې ترټولو ډير خشونت دودوي په جرمني کې هم په دې اړه څيړنه شوې ده او دهغوله مخې هغه امريکايي پروګرامونه چې دجرمني له تلويزيون څخه خپريږي دجرمني دپروګرامونو په پرتله څلوځله ډير تاوتريخوالى نندارې ته وړاندې کوي په سويډن کې هم دې ته ورته څيړنې شوي دي او نتيجه  ترلاسه شوې له درستو تاوتريخجنو پروګرامونو چې  نندارې ته وړاندې شوي دي ٧٠ فيصده برخه امريکايي پروګرامونو ځانته بيله کړې ده  د رسندويو متمرکز مالکيت نه يوازې په ټلويزيوني پروګرامونو او فلمونو پورې محدديږي بلکه  نن سبا په کمپيوټري لوبو  او نور پروګرامو نوکې هم  ترسترګوکيږي په دې ډول د قدرت دغه تمرکز دفرهنګي تمرکز او  تنوع او دغه راز دبيان دازادۍ مخه نيسي  او په دې ډول ديوه فکر د دوديدا زمينه برابروي.

 زياتره هيوادونه د دوارداتي فلمونو او ټلويزيوني پرګرامونو له يو اړخيزوالي انديښمن دي حقيقت هم دادى چې په کورنيو توليداتوسره دهغو مقابله هم نه شي کيداي اوتاواني اغيزې ېې نه شي جبرانولاي دغه خبره دهر هيوادلپاره سمه نه ده ځکه  چې ځينې هيوادونه لکه هند او جاپان په خپله ډير ټلويزيوني پروګرامونه لري  اوخپل سينمايي  فلمونه نورو هيوادنو ته صادروي  افغانستان هم  دهند دفلمونو له تاواني  اغيزو کړيږي او دافغانانو لپاره د امريکا او اروپا په پرتله د هند دسينما اوفلمونو منفي اغېز ډير اهميت لري چې بايد  مخه يې ونيول شي  دنورو هيوادنو په پرتله زمونږ ستونزه له دې امله ډيره سخته ده   چې دلوديځ او امريکا له کولتوري يرغل سره سره  د هند له لوري هم ګواښل کيږي  خو له دې چې مونږ د  خشونت په هکله خبرې کوو نو دغوهيوادونو ته ډيره اشاره نه کوو . دافغانستان مسله په دې برخه کې  اوس ډيره د خيتځې اورپا له هيوادونو سره دپرلتې ده  هلته هم دشوروي له دړې وړې کيدا وروسته  دسانسو ر د ختميدا له  امله د رامنځټه شوي حس په خاطر د لوديځ دتاوتريخوالي او چټي فلمونو  دسيلاونو تراغيز لاندې راغلي   او ددې سميې ډير لوي نفوس ېې حيرانه او وارخطا کړى دى  په دغو هيوادونو کې هره ورځ پر قانون جوړونکو ارګانونو فشار راوړل کيږي چې ددغه يرغل دمخنيوي لپاره قوانين جوړ کړي .

پر دې سربيره بايد دغه مهم ټکي ته اشاره وکړو چې خلک ډيرځله غوره بولي له تاوتريخوالي ليرې ټلويزيوني پروګرامونه وګوري په امريکا کې ترسره شوې څيړنې  دغه حقيقت تائيدوي  او په نورو هيوادونوکې هم راپورونه ددې ښودنه کوي چې  عام خلک عموماً  غوره بولي چې خپل کورني سريالونه او فلمونه وګوري  خو دافغانستان په ‌څير ځينې هيوادنه خپل محصولات  نه لري  که ېې لري هم ډير محدود او کمزروي دي   له ډيرې مودې پس مونږد افغانستان په يوه خصوصي ټلويزيون کې  ددو ي په وينا لومړنى   افغاني سريال يا ډرامه وکتله پرنورو کمزوريو سربيره  ددرستو لوبغاړو په لاسونو کې سګريټ حيرانه کړم په نني وخت کې به تاسو حتي په هندي سريالونو اوفلمونوکې ونه   ګورئ چې دمثبت رول لوبونکي په لاس کې سيګريټ وي خو افغان لوبغاړو دغې مسلې ته هيڅ توجه هم ونه کړه  .

 داسمه ده چې کورني توليدات په تيره بيا سريالونه  ډير لگښت غواړي او ددې په وړاندې چندانې ګټه هم نه لري ځکه چې امريکا ،لويديځ او زمونږ په سيمه کې هند دغه بازار دځان کړى دى .په هرصورت نه غواړو له  خپل اصلي   بحث څخه ليرې شو دې ته په پام سره چې دهر هيواد خلک  خپل داخلي  توليدات خوښوي  نو ويلاي شو چې رسندويي توليداتوکې له خشونت څخه  داستفادې اصلي علت دمخاطبانوله لوري دغسې تو ليداتو ته ګروهنه نه ده  بلکه له دې امله دغه ډول توليدات برابريږي  چې په نړيوال بازارکې واکمن شرايط يې  غواړي .

________________________________________

دځيګرپړسوب يا هيپاټيټ

.

 

دنيا ته دبشرله راتلو سره  سم دهغه  دژوند بيلابيل پړاونه لکه وړوکتوب ، ځلميتوب  ، ځواني ،پوخوالى   او بوډاتوب پيليږي چې دغه ټول پړاونه   خپل کړاونه هم لري  ځينې ېې طبيعي او ځينې مصنوعي دي  طبيعي په دې خاطر  چې بالاخره بشر په ژوند کې دبدن دفزيکي ، معنوي ا و علمي ودې لپاره کړاونه وزغمي، مصنوعي کړاونه هم  انسان په خپله خلقوي  دانسان هر ه بده چاره بد عکس العمل لري په ناروغيوهم بشر دژوند له پيله په بيلابيلو دليلونو اخته کيږي ناروغۍ هم دوه ډوله  دي بدني ، او روحي يا نفسياني ناروغۍ په دې کې بدني ناروغۍ له بيلا بيلو لارو انسان  اخته کولاي شي  کله دناقص خوراک له لارې انسان ته  دميکروبونو  دانتقال له لارې  لګيږي   چې دلته انسان په خپله دناروغۍ سبب کيږي  کله هم په ناپوهۍ کې له بل ناروغه ميکروبونه  روغ انسان ته ورسيږي  او روغ کس پرې  اخته کړي  کله هم دخداي  مشيت داسې وي چې  دآزميښت لپاره   خپل خاص بندګان پرې اخته کړي  درو حي او نفسياتي ناورغيو عامل هم  ډير ځله په خپله   انسان وي  هغه انسان چې له خداي څخه ليرې شي  په روحي ناورغيو اخته کيږي په دغو  ناروغيو کې دروغ ، حسادت ،غيبت او داسې نورې ناروغۍ راځي  چې که انسان ېې معالجه نه کړي  دبدني ناورغيوسبب هم کيږي  چې په دغه حالت کې انسا ن  دژوندي مړي په شان وي او نن سبا اکثره انسانان  پرې  اخته دي که انسان بيرته خداي ته راوګرځي او قران مطالعه  او تلاوت کړي يقيناً ورسره ښه کيږي البته د هر مرض لپاره خداي حکمت ( معالجه ) هم راليږلى دى چې انسان ېې بايد کشف کړي  البته له هر مادي علاج سره معنوي درملنه هم ملګري وي  او يو دبل لازم او ملزوم دي  کله چې  انسان درمل خوري له خدايه هم بايد وغواړي  چې دغه درمل پرې ولګيږي :

کل کارونه دامير په حکم کيږي                       کوم يو کارد ى چې پرې حکم امير نه کا

نه غواړم مطلب اوږد کړم يوازې په څو ټکو کې  غواړم خپل مطلب بيان کړم او هغه داچې ولې زه او زما ملګرى  ډاکټر محمد عيسي ستانکزى دې ته اړ شوچې دا کتاب په پښتو وژباړو دا له دې امله ؤ چې دخپلو ځينو اوريدونکو له لوري  مونږ ته پته ولګيده  چې زمونږ په پښتني سيمه کې زيړى په تيره بيا تورزيړي  چې سي هيپاټيټ  ورته وايي ډير زيات دى  او پرې اخته خلک اصلاً ترې خبر هم  نه وي که خبرهم دي نه پوهيږي  چې څه وکړي که څه هم په نړ ۍ کې نن سبا علم ډير پرمختګ کړى دى  او ډيرې مسلې  په تيره بيا د طب په برخه کې دعامه پوهاوي کچه ډيره لوړه شوې ده  خو له بده مرغه زمونږ پښتنې ټولنه هماغه راز په تيارو کې ژوند کوي   ډير داسې راپورونه له دغوسيمو خپاره شوي چې ډير کسان په هغو ناروغيو مړه کيږي چې معالجه ېې ډيره آسانه ده دمثال په توګه اسهال يا دخيټې ميکروبي ناورغۍ اوس هم په افغانستان او پاکستان کې  قربانيان لري  که څه هم ددغو ناخوالو يو علت دطبي امکاناتو نه شتوالى دى  خو په دې هم بايد سترګې پټې نه کړو چې دعامه پوهاوي  دکچې ټيټه سويه هم هغه عامل دى چې هره ورځ  ډير نارينه اوښځې له ژو نده بې برخې کوي .

 ميکروبي ناورغۍ ډير ځله  دمخنيوي وي خوپه دې شرط چې خلکو ته د حفظ  الصحې لارې چارې وروښودل شي  اوپه دې برخه کې فرهنګ جوړونه وشي له بده مرغه زمونږ حکومتونو په دې برخه کې هيڅ پام نه دى کړى  اوپه دې فکر کې نه دي چې  خونديتوب تر معالجې ډير آسانه او ارزانه دى  دغه مهم اصل ته په پام سره  مونږ فکروکړ  چې  دبدن د مهم دغړي يعنې ځيګر د ناروغيو په هکله د خلکو د پوهاوي کچه څنګه لوړه شي  په دې لړ  کې موږ دايران دمشهورو ډاکټرانو  يعنې ډاکټر ناصر ابراهيمي درياني ،ډاکټر علي اسد هشترودي ، ډاکټر حسين بهرامي ، او ډاکټرې پريسا پورصميمي  يو تحقيقي کتاب پيدا کړ چې  دځيګر دناروغيو په تيره بيا  دهيپاټيټ په هکله  دعمومي پوهاوي دلوړيدا ښه  اثر  بلل کيږي  نو  دخپلې ټولنې بې وسيو دې ته وڅولو چې دغه کتاب دچاپ په ګاڼۀ سينګار کړو ترڅو له يوې خوا مو خپلې ټولنې ته يو خدمت کړى وي اوله بلې خواهغه کسان چې د دې خاموشه او وژونکې ناروغۍ له امله په بې خبرۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي  په دې خبر کړو چې څه ډول له دې ناروغۍسره  مبارزه  کولاي شي او څه بايد وکړي چې نور پرې اخته نه شي  په دې هيله چې لوستونکي ترې استفاده وکړاي شي ددغه کتاب  دژباړې زيار ډاکټر عيسي ګاللى دى  او ما ېې اووډنې او دچاپ مالي مسوليت ته اوږه ورکړه هيله کوو دغه کتاب چې هرڅو ک لولي  او له خپلو دعاګانو مو بې برخې نه کړي .

په درناوي 

 عاشق حسين طوري  دتهران راډيو مسئول

دليکوال سریزه

هیپاټیټ یا دځیګر پړسوب  له بیلابیلو اړخونو اهمیت لري ډیرې پوښتنې چې  دخلکو په تیره بیا ددغو ناروغانو په ذهنونوکې شته دي ددغه کتاب دلیکولو ضرورت مطرح کوي په دغه کتاب کې هڅه شوې ده  له ټولنیز پلوه په تیره بیا ددغې ناروغۍ په هکله دپوهاوي له نظره موضوعات بیان شي همداراز  دناروغانو له نظره هم ځینو پوښتنو ته ځواب ویل  شوی دی .نن سبا په ډله ییزو رسندیو کې ددې ناروغۍ په هکله ډیرې خبرې شوي دي خو غوره ده دغه رسنۍ په دې اړه دخطرې ټلۍ وګړنګوي. . ډیر ځله ددې ناروغۍ په هکله بیلا بیلې پوښتنې پیداکیږي دغه پوښتنې ډیرې دهیپاټیټ  دنښو ،دهغه دمخنیوي او علاج  په هکله کیږي نو په دغه کتاب کې هم هڅه شوې ده دناروغۍ دانتقال پر لارو چاروسربیره دهغې  په نښو نښانو هم خبرې وشي که یو څوک دناروغۍلومړۍ نښې وپیژني نو ژر به ډاکټر ته ورشي او ژر به علاج پیل کړي ښکاره خبره ده کله چې په پیل کې علاج پیل شي حتماً ښه نتیجه هم ورکوي او دهیپاتیټ له امله درامنځته شویو عوارضو مخه به  هم ونیول شي.

که دغه کتاب مطالعه شي نو دخلکو دعمومي پوهاوي سویه به ورسره لوړه شي او هغه  ډار ا و ویره به هم له منځه لاړه شي چې ددې  ناروغۍ په هکله په ټولنه کې خپره شوې ده  ځکه چې ډیرځله ددې ناروغۍ په هکله  نیمګړي معلومات هم خپاره شوي چې خلکوته دګټې په ځاي تاوان رسوي. ددغه کتاب دلیکلو هدف دادی چې دخلکو دعمومي پوهې پر لوړاوي سربیره په دې ناروغۍ داخته کسانو ډیرو پوښتنو ته هم ځواب وايي که په  یوې ټولنې کې ۵ فیصدکسان په هیپاټیټ اخته وي دهغوي کورنۍبه هم له دغې مسلې سره لاس او ګریوان وي چې په نتیجه کې دغه شمیره یو په پنځو زیاتیږي نوپرناروغانو سربیره بایددهغوی کورنۍ هم په دې اړه پوهه ترلاسه کړي  په دغه کتاب کې دغې مسلې ته هم پام شوی دی او دناروغ دژوند اوله نورو سره دهغه دناستې پاستې په هکله هم پکې خبرې شوي دي   .

لومړی څپرکی

روغ ځیګر او دهغه دنده :

دانسان بدن له ملیارډونو حجرو جوړ شوی دی چې له یو بل سره یوځاي ېې بیلابیل اندامونه او غړي جوړ کړي دي چې هر یوغړی یوه حیاتي دنده په غاړه لري . ځینې غړي لکه  دهاضمې سیسټم دخوړو دهضمولودنده لري او ځنې نور لکه دوینې دګرځیدا سیسټم دموادو دانتقال اساسي دنده په غاړه لري ځینې نور لکه پښتورګي اوسږي  له بدنه  دموادو د ایستلو کار کوي  دبدن ډیر غړي څو دندې ترسره کوي دمثال په توګه پوښتورګي دموادو ددفع کولو ترڅنګ دوینې دفشاردتنظیم اودغه راز دکاني موادو او مایعاتو دکنترول دنده هم لري پر دې سربیره یولړ هورمونونه هم  په پښتورګو کې جوړیږي.

دبدن په غړیو کې ځیګر یو اساسي اومهم غړی دی ځینې خو ځیګر دزړه په شان مهم ګڼي او هغه دوهم زړه هم بلل شوی دی. دغه مهم او حیاتي غړی یو نیم تر دوه نیم کیلو ګرامه پورې وزن لري چې دخیټې دبرنۍ برخې او سینې لویه برخه ېې نیولې ده درسته هغه وینه چې له هاضمي سیسټم څخه رواځي او خوراکي توکي پکې وي ځیګر ته راځي او دوینې رسونې ددغې دندې له امله ېې رنګ سور وي او خلک یې ینه هم بولي.

ځیګر چیرته پروت دی ؟ :

ینه یا ځیګر دخیټې په ښۍ برنۍ برخه کې موقیعت لري . دسنې او خیټې داخلي سرحد او برید د ډیافرګم په نامه یوه پرده ده چې په عادي حالت کې دیوې ګنبدي پردې په بڼه دی ځیګر ددې پردې درست ښکتنی ،او ښی اړخ نیوالی دی له همدې امله دی چې ځیګر دسینې په ښکتنۍ برخه کې لمس کیږي په داسې حال کې چې ینه دخیټې یو غړی حسابیږي په عادي حالت کې ددغه غړي وړه برخه په نس کې راځي  دغه موقعیت ددې سبب کیږي چې پوښتۍ دځیګر لپاره دیوه مذبوت ساتونکي دنده ولري  او له تاوانونو خوندي پاتې شي.

دځیګر داخلي جوړښت څه ډول دی ؟ :

ځیګر له ګڼو حجرو جوړ شوی دی چې دبیلابیلو موادو د ترشح لپاره فعالیت کوي دځیګر حجرې په داسې بڼه سره یوځاي شوي دي  چې یوه لاره یې سره نغاړلې د ه او دغه لاره یامجرا دصفراوي موادو دتشولو دنده لري  صفرا دځیګر د حجرو په وسیله جوړیږي او دوړو نلکو په وسیله  لوې لارې یا نلکې ته ورځي دغه وړې لارې هم یو بل سره ګنډل شوې دي او بالاخر ه درستې په یوې لارې کې تشیږي دغو لارو ته صفراوي لارې وايي.

دې ته په پام سره چې ځیګر له دوو لویو برخو یا  (لوپونو )جوړ شوی دی نوله هرې برخې چې صفراوي نلکه رواځي دهماغه لوپ یا برخې په نوم یادیږي یعنې ښۍ او چپه صفراوي لاره یې بللې دي چې دغه دواړه لارې هم سره یوځاي کیږي او په ګډه صفراوي کڅوړې ته تشیږي .

صفراوي کڅوړه چیرته ده ؟:

صفراوي کڅوړه ګلابي رنګ لري او  دځیګر په ښکتنۍ برخه کې له دغه غړي سره نښتې ده  صفراوي لارې چې په ځیګر کې تیرې شوې دي په ګډه خپله صفرا چې دځیګر حجرې ېې جوړوي دغې کڅوړې ته تشوي .

 

صفراوي کڅوړه څه دنده لري ؟ :

صفراوي کڅوړه درې اساسي دندې لري لومړی داچې دصفرا زیرمتون  دی يعنې صفراپکې ساتل کيږي . دغه ماده په پر له پسې ډول ځیګر کې جوړیږي خو یوازې داړتیاپه وخت کولمو ته تويږي نو صفراوي کڅوړه صفراوي ماده ساتي اوپه مناسب وخت کې دهورمونونوپه ځواب کې دغه کڅوړه ځان راټولوي او خپله صفرا کولموته  آستوي دا دصفراوي کڅوړې دوهمه دنده ده او ددغې کڅوړې  دریمه دنده دصفراغلیظه کول دي . په هغې موده کې چې صفرا په کڅوړه کې پاتې کیږي له هغې ضافي اوبه جذب کیږي  په دې ډول نه پریږدي چې اضافي اوبه  له بدنه ووځي  .

ځیګر کومې دندې لري ؟ :

ځیګر دبدن ستره کیماوي فابریکه ده دبدن کابو درست متابولیک عملونه په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول په ځیګرکې ترسره کیږي اویا په یو ډول ددغه غړي تر اغیز لاندې  وي هغه عملونه چې په ځیګر کې ترسره کیږي داسې یې رالنډولاي شو :

۱  دخوراکي موادو په هضمولو  ،جذب او مصرف کې  رول لري :

دهاضمې دسیستم درسته وینه دیوستر رګ په مټ چې( پورت ) ېې بولي راټوليږي او ځیګر ته رارسیږي په دې ډول  له هاضمې سیسټم څخه درست جذب شوي مواد باید له ځیګر څخه تیر شي .هغه عملونه چې په ځیګر کې ترسره کیږي  دخواراکي موادو ډول ته په پام سره توپیر کوي :

 الف : غوړ :

تر نورو ددرستو خوراکي موادو دغوړو  هضمول او جذبولدځيګر تراغیز لاندې وي.

 غوړ په اوبو کې نه حل کیږي ددې لپاره چې دکولمو له پوښه تیرشي باید په یوډول په اوبو کې حل شي دغه  دنده دصفرا په غاړه ده  یعنې غوړټو ټه کوي او هغه په اوبو کې حل کولو ته تیاروي.

صفراوي مالګې په خپل خاص ترکیب سره غوړپه وړو ټو ټو بدلوي او په موقتي ډول ېې  په اوبو کې حل کوي تر څوچې دکولمو له دیواله تیر  او لمفاوي سیسټم ته ننوځي له لمفاوي سیسټم یا لارو څخه دغه غوړ ځیګر ته ځي اوهلته له یوډول خاص پروتین سره ترکیب  جوړوي اوپه دې ډول دلیږد یازیرمه کولو لپاره چمتو کیږي  له پاتې غوړو څخه په ځیګر کې کولسټرول جوړیږي. . کولسټرول هغه پروټین ته په  پام سره چې ورسره یو ځاي کیږي متفاوت مالیکولونه لري چې دوه ډوله یې په لوړ کثافت سره (    HDL ) او په کم کثافت سره LDL)) دي  . درګونو په بندولو کې دکولسټرول رول له ډیرپخوا جوت دی  .

 

 HDL هغه کولسټرول دي چې په عادي خلکو کې په ښو کولستورلو هم مشهوره دي داځکه چې دغه کولسټرول درګونو دبندیدا مخه نیسي او LDL بد یا ناوړه کولسټرول بلل شوي دي ځکه چې درګونوپه بندیدا کې ډیر رول لري .

ب : خواږه :

خواږه په کولمو کې له هضمولو وروسته  دساده خوږو یا ګلوګوز په بڼه وینې ته ځي او په دې ډول  ځیګر ته منتقلیږي په ځیګر کې خواږه له وېنې جلا کیږي او بیرته پیچلي او مرکب خواږه چې  هماغه حیواني نشایسته  یا ګلیکوژن دي تولیدیږي . په وینه کې دخوږواندازه له کیمیاوي پلوه د پانقراص په وسیله کنټرولیږي کله چې په وینه کې خواږه زیا ت  شي له پانقراص څخه دانسولین په نامه هورمون وينې ته بهيږي او  بیرته دخوږو اندازه نارمل حد ته رسوي .زیاتره نور هورمونونه پر ځیګر په اغیزسره دوېنې خواږه کنټرولوي کله چې دوېنې خواږه لوړ شي  دخوږو راټیټوونکي هورمونونه پرګلیکوجن دخوږو دبدلولو پروسه ګړندي کوي اوکله چې دبدن خواږه کم شي دغه هورمونونه په ځیګر کې موجود ګلیکوجن  تجزیه کوي او هغه  پر خوږو بدلوي په دې ډول ځیګر د خوږو دیوې زیرمې په توګه کار کوي او دبدن دخوږواندازه ثابته ساتي .

ج : پروتینونه :

ځیګر دډیرو پروتینونو او انزایمونو دجوړولو دنده لري چې  وروسته به په دې هکله درسره خبرې وکړو ددغو موادو دتولیدلپاره ځیګر دپروتین لومړنیو موادو یعنې امنیو اسیډ ته اړتیا لري نو دهاضمې دسیسټم وینه  چې دغه امینو اسید له خواراکي موادوتر لاسه کوي ځیګر ته بیایي او هلته له ډیرو فعلونو او انفعالاتو وروسته  له دغو امینو اسیډونو نور ضروري مواد جوړیږي .

 ویټامینونه :

ویټامینونه  په دو ډلو ویشل کیږي یوه ډله هغه ده چې په  اوبو کې حل کیداي شي لکه سی او دبی ډلې ویټامینونه او بله ډله هغه ویټامینونه دي چې په غوړو کې  دحل وړ دي لکه A,D,E,K ښکاره ده چې لومړۍ ډله  له اوبو او دوهمه ډله له غوړو سره جذبیږي په غوړوکې ګډیدونکي ویټامینونه دځیګر تر اغیز لاند ې  حل کیږي  له بلې خوادغه ویټامینونه په ځیګر کې ذخیره کیږي  پر دغو ویټامینونو سره بیره  B12 ویټامین هم په ځیګر کې ذخیره کیږي او دغه ويټامین دعصبي سیسټم په سلامتیا کې رول لري ځکه خو ځیګر دويټامینونو پریمانه زیرمه ده  .

۲ : دانزایمونواو پروټینونو جوړول او نورې ډول ډول دندې :

له امینو اسیډونو دانزایمونو او هورمونونواو  نورو پروټینونو دجوړ ولو پروسه ډیره پیچلې ده چې خاصو ترکیبونو او انزایمونو ته اړتیالري که څه هم دبدن هره حجره دغه عملیات په تخصصي ډول تر سره کوي خو دسونګو او موادو دجوړولو عمده فعالیتونه په ځیګر کې ترسره کیږي چې ځینو ته  ېې اشاره کوو :

الف : البومین :دا په وینه کې اصلي پروتیني ماده ده اوپه ځیګر کې له اامینو اسیډونو جوړیږي داندازې له پلوه تر ټولو لوي پروتین دی یوه دنده ېې په وینه کې د موادو انتقال دی زیاتره هورمونونه  لکه د تایروئید هورمونونه او درمل په وینه کې له دغه پروتین  سره نښلي او په دې توګه  په پښتورګو کې دهغو د دړې وړې کیدا مخه نیول کیږي او له  بدنه نه ووځي  . دالبومین بله دنده په رګونوکې داوبلنې برخې ساتل دي . که په رګونو کې ددغې مادې اندازه کمه شي له رګونو اوبه بهر ته لاره کوي او په دې ډول پړسوب راپیداکوي .  له دې چې دغه پروتین ااساسي دندې لري نو په وینه  کې  ددرستو پروتینونو ۶۰ فیصده جوړوي نو که په ځیګر کې کومه ستونز ه پیداشي  او البومین جوړ نه شي په بدن کې پړسوب پیدا کیږي او له یولړ هورموني ستونزو سره مخامخیږي چې په راتلونکو بحثونو کې به ورته اشاره وکړو .

ب :انعقادي عوامل : یادوینې د لخته کیدا(پرڼیدا) عوامل :

کله چې دبدن یوه برخه وینه شي او واړه رګونه پرانستل شي  په بدن کې یو سیسټم فعالیږي چې بهیدونکې وینه لخته کوي او په دې ډول دوینې بهیدل دریږي دوېنې دریدویا لخته کیدا ته انعقاد وایي  ددې لپاره چې وینه لخته شي ۱۳ پروټینونو او انزایمونو ته اړتیا شته په دغې پروسې کې موجود انزایمونه دحل وړ پروټینونه په پیچلیو جالونو بدلوي چې دوینې دجالونو په شان وینه لخته کوي دغه لخته  په نهایت کې سوري بندوي او دوینې بهیدنې مخه نیسي  . لکه څرنګه چې مخکې وویل شول دانعقاد په پروسه کې ۱۳ پروتینونه او بیلابیل فکټورونه رول لري چې په هغو کې څلور مهم په ځیګر کې جوړیږي له بلې خوا ددغو موادو په جوړولو کې ویټامین  K ته اړتیا شته  دغه ویټامین  دځیګر تر اغیز لاندې حذبیږي له دې کبله ځیګر دوینې دانعقادپه برخه کې له دوو لارو اغیز لري ځکه خو د وینې دلخته کیداپه برخه کې ستونزه  ډیر ځله دځیګر د یوې ستونزې یادونه کوي .

ج :انزایمونه :

انزایمونه هغه مواد دي چې کیماوي تعاملات اسانوي او هغوي ته سرعت ورکوي ځینې انزایمونه له  یوه مالیکوله بل مالیکول ته  دځینو کیماوي موادو په انتقال کې هم رول لري دځیګر په مهموانزایمونوکې  سپارتات امینو ترانسفیراز  AST )) او الانین امینو ترانسفیراز ALT)) ته اشاره کولاي شو دغه انزایمونه  دځیګر په حجرو کې دننه یا دهغو په دیوالونوکې موجود وي  کله چې دځیګر حجرې تخریب شي دغه انزایمونه  په وینه کې آزادیږي او په دې ډول په وینه کې ددغو انزایمونه اندازه زیاتیږي .

۳ :دزهرو تصفیه اوپه غیر زهري موادو دهغو اړول :

دځیګر یوه دنده په غیر زهري موادو  دزهرجنو مودادو بدلول دي  په بدن کې یوډول زهر چې  دپروتین له سونګو تر لاسه کیږي امونیاک دي امونیاک  دبدن  لپاره ډیر تاوانونه لري منجمله داچې دپروتین بڼه بدلوي اودهغو کړچار او دندو ته تاوان رسوي دغه ماده دوینې چاپریال دسرو کریواتو یاRED BLOOD CEL  او پلاکټونو لپاره  خرابوي او دهغو په دندو کې خنډ راپیداکوي همداراز امونیاک دمازغو پرحجرو اغیز کوي او دهغوي  فعالیتونو ته  ستونزې پیداکوي په دې ډول امونیاک  یوه زهرجنه ماده ده دغه خطرناکه ماده  په ځیګر کې په یو لړ عملیاتو کې په غیرزهري موادویا یوریا بدلوي چې کوم خطر نه لري اوپه آسانه له پښتورګو خارجیږي .

له بدن څخه بهر هم ډیرزهري مواد بدن ته ننوځي  دمثال په توګه په ککړې هوا کې ځینې خطرناک او ککړ مواد بدن ته داخلیږي یا ډیر زهري مواد داوبو او خوړو له لاري بدن ته رسیږي چې ډیرځله مونږ پرې نه خبریږو له دغو موادوڅخه ډیر په هماغه لومړیو کې  په سږو اویاهاضمې سیسټم کې له منځه ځي  خو ځینې نور دوینې جریان ته لاره کوي زیاتره دغه مواد دپیچلي جوړښت له پلوه په ځیګرکې  له منځه ځي . له نیکه مرغه ځیګرلوړ انزایمي سیسټم لري چې ډیر زهرونه له منځه وړي  دغه سیسټم ته P450 وايي .

یوه کیمیا وي ماده چې ځینې کسان ېې په خپله خوښه بدن ته ننباسي شراب یا الکول دي دغه ماده په بیړه دبد ن له مخاط څخه جذبیږي او ځیګر ته رسیږي په ځیګر کې په یولړ تعاملاتو کې په بې تاوانه موادو بدلیږي اوبیا له بدن څخه بهر ته ووځي که څښل شوي شراب ډیر زیات وي اودځیګر انزایمي سیسټم یې تصفیه نه کړاي شي نو له الکولو یو ډول خطرناک مواد جوړیږي  ا وپه ځیګر کې ټولیږي . په دغو موادو کې یوې فعالې کیمیاوي موادې استالډئید ته اشاره کولاي شو دغه ماده دځیګر لپاره ډیره زهرجنه ماده بلل شوې ده دغه ماده  دځیګر حجرې وژني نو په دې ډول ویلاي شو جې الکول ځیګر ته ډیرتاوان رسوي نن سبا دطب یوه مهمه مسله د الکولو څښل دي  او لویدیځه نړۍ یې له ډیرو ستونزو سره مخامخ کړې ده .

 ۴ : ددر ملو  میټابولیزم METBOLISM)) :

درمل هم زهرو ته ورته مواد دي  چې له بهره بدن ته رسیږي ډیر درمل کله چې په مستقیم ډول یعنې په پیچکارۍ سره بدن ته ورسیږي ا ویا په غیر مستقیم ډول یعنې دخوړوله لارې بدن ته داخل شي ځیګر ته رسیږي او هلته خپله بڼه بدلوي له ځینو درملو فعالې مادې جوړیږي او  ځینې نورې بیا له منځه خي  .

 ځینې درمل د ځیګر دانزایمونو سیسټم فعالوي  او ددې په مقابل کې ځینې نور ددغه سیستم فعالیت کموي له بلې خوا ځینې درمل پر ځیګر زهرجن اغیز لري چې په دغه ډول درملو کې اسیټ امینو فین ته اشاره کولاي شو چې که په خپل سر او ډیر وخوړل شي  ځیګر ته سخت تاوان رسوي بل ډول درمل چې  دځیګر لپاره زهري دي دهلوتان په نوم  یو ډول ګاز دي چې په څو ورځو کې ځیګر ته تاوان  رسوي اوهغه له منځه وړي  .

۵: له زیږیدو مخکې دوینې په جوړولو کې برخه اخیستل :

کله چې ماشوم دمور په نس کې وي او لا دهډوکو تولۍ  دوېنې جوړولو کار نه وي پیل کړی ځیګر دسرو کریواتو یا RED BLOOD CEL  دجوړولو اصلي مرکز وي له زیږیدو مخکې دغه رول کمرنګه کیږي او له هغه وروسته دوینې په جوړولو کې دځیګر رول یوازې  دمناسب چاپریا ل دبرابرولو تر حده وي  او د اریترو پویتین  په نوم  دوینې دجوړولو لپاره یو ډول هورمون تولیدوي چې دهډوکو مازغه  دوېنې جوړولوته هڅوي خوکله چې یو کس ډيره وینه ضایع کړي او دهډوکو مازغه یې جبران نه کړاي شي نو ځیګر فعاله کیږي اودوینې په جوړلوکې ونډه اخلي دمثال په توګه د هیموفیلیااو تالاسیمیا په ناروغانو کې وینې جوړ ولویوه برخه کار دځیګر په غاړه وي او ځکه خو ځیګر په دغو ناروغانو کې لویږي  .

۶ دمیکروبونو په وړاندې مقاومت ته داړتیا په وخت  دچټکې انرژۍ تولید دوسپنې په جوړولو کې دځیګر ونډه او نورې دندې  :

که دغه پورتني فعالیتونه وګڼوادعا کولاي شو چې په بدن کې به داسې عمل نه وي چې ځیګر پګې ونډه ونه لري له همدې امله دی چې کله  دځیګر یوه ناروغي پیدا کیږي بدن له  ډیرو مشکلاتو سره مخامخیږي  .

 له نیکه مرغه ځیګر تر نورو غړیو ډیر لوي دی  او له ګڼو حجرو جوړشوی دی  چې هر ه حجره په یوازې سر دځیګر خصوصیات لري  نو ځیګر ډیر لوړ توان لري او بیرته خپل ضایعات ژر جبرانوي  او که لویه برخه ېې هم له منځه لاړه شي پاتې حجر ې خپل توان او وړتیا ساتلاي شي ځکه خو ډیرځله  دځیګر دناروغیو په پرمختللي حالت کې هم نښې نښانې نه وي جوتې  .

دوهم څپرکی

دځیګر دناروغیو نښې نښانې

ځیګر ډیر حیاتي کارونه کوي ځکه خوکله چې کومه ستونز ه ولري د ډیرو نښو نښانوتمه  کیږي خوله دې چې لوړ ظرفیت لري دزیاتره ناروغیونښې تر پرمختللو پړاونو پورې  نه معلومیږي زیاتره لومړنۍ نښې نښانې هم خاصې نه وي او په ډیرو ناروغیو کې دغسې نښې لیدل کیږي  دځیګر دناروغیو اساسي نښې بې اشتهایي ، زړه بدوالی ، کانګې یا اولټۍ  او انفونزا ته ورته علایم دي چې دغه نښې نښانې ډیر ځله په ډیرو ناروغیو کې لیدل کیږي نو دا د هیپاټایټس  دتشخیص لپاره یو عامل نه شي کیداي خو که دغه نښې نښانې دوامداره شوې او  بله خاصه ناروغي تشخیص نه شوه  باید  ډاکټر ته ورشئ چې دناروغۍ اصلي علت معلوم شي   .

په دغه څپرکي کې هڅه کو دځیګر دناروغۍ پرخاصو نښو نښانو خبرې کو  :

۱ژیړی یا جاینډیس :

 دځیګر دناروغیو عامه نښه په  خلکو کې  زیړی دی ډیر کسا ن  چې ددې ناروغۍ په هکله ښه معلومات نه لري زیړی او هیپاټیټ سره ورته بولي  . په داسې حال کې چې زیړی د ناروغیو نښه ده  او ناروغي نه ده .  دا چې دناروغ دسترګواو پوستکي رنګ ژیړیږي علت ېې دا دی چې دبیلروبین BELEROBEN   په رنګه مواددسترګو  په مخاط یا پوستکي کې راټولیږي او سترګې او پوستکى  زیړ ښکاري دغه ژیړ رنګ ممکنه ده دوینې دناروغیو ، دځینو کیمیاوي موادو د استفادې او یا حتی د ګازرو  دخوړلو له امله  پیدا شي نو زیړی یوازې  دځیګر دناروغیو نښه هم نه ده .

 څه ډول هغه بیلابیل عوامل چې دزیړي سبب  کیږي تشخیص کولاي شو :

ځینې کلیینکي نښې نښانې له آزمیښتونو مخکې ښه مرسته کولاي شي چې ستونزه اواره کړي او ناروغي تشخیص شي دمثال په توګه که زیړی  دګازرو  دډیرې استفادې له امله وي په دغه ډول زیړي کې معمولاً سترګې نه زیړیږي ،  هغه زیړی چې دوینې دناروغۍ له امله رامنځته کیږي په هغو کې دپوستکي رنګ ډیر زیړ نصواري رنګه وي په داسې حال کې چې  دځیګر دناروغیو له  امله رامنځته شوی زیړی نارنجي رنګه وي  که له زیړي سره  تبه هم موجوده وي  دا دمالتا تبې په څیر دمیکروبي ناروغیو نښه ده په داسې حال کې چې په هیپاټایټس  کې زیړی  له تبې وروسته  رامنځته کیږي .

 ځینې وخت زیړی  دجنیتیکي ستونزو او نیمګړتیا ووله امله راپیدا کیږي او  یوه بله ناروغي ده چې ژیلبرت ېې بولي هم زیړی راپیدا کوي په دغې ناروغۍ کې دځیګر حجرې بلي روبین نه شي ترلاسه کولاي نو له غه وروسته پوستکی او سترګي زیړیږي دغه ناروغي هیڅکله خطرناکه نه ده او زیړی یې هم که وي او کله نه وي کله چې ناروغ ستړی او وږی شي  نو په ناروغانو کې زیړی هم زیاتیږي دغه ناروغي معمولاً ارثي بڼه لري او حتماً په کورنۍ کې بل کس هم په دې ناروغۍ اخته  وي  دغه ناروغي خاصي معالجې ته اړتیا نه لري  او یوازې باید ناروغ پوه کړاي شي چې دغه ناروغي ېې بې خطرې ده .

ایا هغه زیړی چې په ځینو نوزیږو ماشومانو کې  لیدل کیږي  دځیګر یوه ناروغي ده ؟ :

په ماشومانو کې زیړی دهغه په وخت پورې اړه لري که دغه زیړی دزیږیدو له دریمې ورځې وروسته  دلومړۍ  اونۍ ترپایه وي فزیولوجیک یا طبیعي زیړی بلل کیږي چې په نوزیږي کې دوېنې دبدلون له امله دی او ماشوم ته خطره نه لري .خو که دغه زیړی له معمولي حده زیات شي دډاډ لپاره غوره ده چې دماشوم معاینات وشي که د بیلریبینو ا ندازه ډیره وي مازغوته ادغې مادې د تاوان دمخینوي لپاره باید وینه بدله شي که زیړی له لومړۍ اونۍ وروسته پیدا شي ممکنه ده دمور دشیدو دمصرف له امله وي چې شیدې بندې او له څو ورځووروسته بیرته له سره پیل شي په دې بڼه کې هم ماشوم ته تاوان نه لري خو که زیړی له تشنج  ،دشیدو له نه خوړلو او نورو نښو نښانو سره یوځاي وي احتمالاً جینیټکي ستونزې یاد ځینو انزایمونو کمښت موجودې وي او  باید له یوتکړه ډاکټرسره پرې خبرې وشي او ماشوم ته خاصې شیدې ورکړل شي . په هرصورت په ماشومانو کې زیړی غالباً  له ځیګره نه وي او ساری هم نه دي .

 ایازیړی ساری یا خپریدونکی دی ؟

په ځلنو خلکو دغه پوښتنه کړې ده . څرنګه چې وویل شول زیړی ناروغي نه ده  بلکه یوازې دیوې ناروغي نښه ده ځکه  باید دزېړي دعلت په هکله څیړني وشي که ددغه زیړي سرچینه میکروبي یا ویروسي وي  نو دغه زیړی به ساري وي نو که دزیړي عامل بل چاته منتقل شي  هغه به هم په  زیړي اخته کړي .

 باید یادونه وکړوچې زیړی عادی  نښه نه ده او باید حتماً ناروغ ځان ډاکټرته وروښیي .

۲ : دخیټې په ښۍ برخه کې درد :

دځیګر په ځینو ناروغیو کې دالتهاب يا پړسيدا او دځیګر ددفاعی حجرو دټولیدا له امله  ځیګر پړیسږي او له معمولي حده غټ ښکاري  له دې چې ځیګر  یو کلک پوښ لري نو که وپړسیږي ددغه پوښ دکشیدوله امله  په ځیګر کې درد احساسیږي البته دځیګر په ناروغیو کې درد ډیر ځله مبهم او نا څرګند وي او ښايي ډیر سخت هم نه وي ..

د یادولو ده چې که د درد سرچینه صفراوي کڅوړه وي اویا دکوم شي له امله صفراوي لارې بندې شوې وي دغه ډول درد به ډیر سخت وي او کله نا کله هم زیاتیږي .ځینې ناروغۍ هم هغه وخت تشخیصیږي چې ځیګر له معمولی حده لوي شي  دغه ناروغان دنس  په  پورتنۍ برخه کې دروند والی احساسوي  .

۳ : دپښو پړسوب  :

 دځیګر په کار کې دستونزو په پیداکیدا سره چې البومین سم تولید نه شي او یایې په مخکې خنډونه راپیدا شي نو په رګونو کې موجودې اوبه  په رګونو کې نه شي پاتې کیداي او په دې ډول له رګونو بهر ته راوځي او دحجرو تر منځ په موجودې فضا کې پاتې کیږي نو اوبه خو یو وزن لري  کله چې په بدن کې اوبه دحجروپه منځ کې پاتې شي دهغو د وزن له امله  دپښو په لور روانیږي اوپه نتیجه کې پښې پړسیږي دغه پړسوب له  پښو حتی تر ورنونو پورې رسیداي شي دځیګر دناروغیو له امله رامنځته شوی پړسوب  کلک وي او کله چې پړسیدلی ځای په ګوتو ټنیګ شي په هغه ځاي کې جوړشوی  ژورووالی تر یوې مودې پورې پاتې کیږي نو په دې ډول دغه پړسوب  دزړه دناروغیو له امله  له رامنځته شوي پړسو ب سره توپیر کوي دزړه او پښتورګو په نارغیوکې  هم پړسو ب راپیدا کیږي  چې دآزمابښتونوپه کولو سره  دپړسو ب علت معلومیداي شي .

د ځیګر پړسوب اوطحال : دځیګر په پړسوب او په هغه کې دوینې په ټولیدو سره ځیګر له عادي حالته ستریږي کله چې ځیګر تر پوښتیو لاندې  په لاس لمس شي معمولاً دځیګر دیوې ناروغۍ نښه ګڼل کیږي او باید دغه مسله وڅیړل شي . دطحال وینه  دپورټ په نامه دیوه مخصوص رګ په وسیله ځیګر ته رسیږي کله چې په هر ه وجه په ځیګر کې ستونزه پیدا شي ځیګر ته دوینې په انتقال کې ستونزه پیدا کیږي او وینه په طحال کې غونډیږي نو طحال ورسره پړسیږي او په نتیجه کې  دخیټې په  کیڼې برخې کې درد او دروندوالی احساسیږي او دغه غړی په یوکلک شي بدلیږي.

دوینې بهیدو مسله  او ځیګر :

کله چې په یوه علت  درګونو طبیعی پوښښ له منځه لاړ شي پلاکټونه او دوېنې دلخته کیدا عواملو ته اړتیا پیدا کیږي  . که یوڅوک دځیګر ناروغي ولري په دې توګه دلخته کیدا عوامل له ستونزو سره مخامخیږي او وینې کیدا موده  له طبیعی وخته زیاتیږي په دې ډول ممکنه ده بدن ته په معمولی ګوزارونو سره خونریزي پیل شي او یا دا چې دبدن په ځینو برخو کې پوستکی شین شي.

هورموني نښې نښانې :

زیاتره هورمونونه په وینه کې دالبومینو په وسیله لیږدول کیږي په دغو هورمونونو کې ترټولو مهم هورمون دښځو جنسي هورمون یا ستروجن دی کله چې البومین کم شي په وینه کې ددغه هورمون اندازه زیاتیږي  کله چې په وینه کې دغه هورمون زیاتیږي  په نارینه  وو کې ېې اغیز ډیر جوت وي دمثال په توګه سینې یې لویږي ،بیضه وړوکي  ، او جنسي ګروهنه ېې ورسره کميږي دغه درې واړه نښې په نارینه و وکې لیدل کیږي خو دلاسونو دورغوي  سره کیدل په نارینه وو او ښځینه وو کې لیدل کیږي .

دپوستکی نښې نښانې :

 له زیړي پرته چې په لومړي سر کې ورته اشاره وشوه دځیګر په ناروغیوکې ځینې نورې نښې نښانې هم لیدل کیږي دمثال په توګه پرمخ د تورو خالونو پیدا کیدل او  دهغو لګونو لویدو ته اشاره وکړوچې پر پوستکي له ورایه ښکاري .

ASCITIS یا په خیټه کې داوبو ټولیدل  :

ASCITIS یا په خیټه کې داوبو ټولیدل هم دځیګر دناروغیو یوه نښه حسابیږي دغه حالت هم دپښو دپړسوب په ډول وي یعنې کله چې البومین کم شي دغه حالت رامنځته کیږي  کله چې مایعات له رګونو بهر شي ناروغ دتندې احساس کوي اوپه انتیجه کې ناروغ ډیرې اوبه څښي چې دغه اوبه بیا هم په رګونو کې نه پاتې کیږي او دخیټې خالی فضاته ورځي په دې ډول یو ډول څرخه رامنځته کیږي چې نتیجه ېې د اسایټیس زیاتیدل دي دغه حالت ورو ورو ددې سبب کیږي چې  خیټه ستره شي او وزن هم ورسره زیاتیږي  دغه حالت زیاتره دسیروزس په ناروغانو کې لیدل کیږي چې دسیروزس په برخه کې به پرې خبرې وکړو .دریم څپرکی

دځیګرډول ډول ناروغۍ

ځیګر هم دبدن دنورو غړیو په څیر په ډول ډول ناروغیو اخته کیږي په کلي توګه دغه ناروغۍ په پنځو ډلو ویشلی شو  ۱ میکروبی ، ۲ ددفاعی سیسټم ناروغۍ  ، ۳ کیمیاوي او درملیزې ناروغۍ ۴  مټابولیکي  ، ۵  درګونو او سرطانی ناروغي  .

دپټالوجۍ یا دمرضونو  دپیژندنې له نظره  د بدن دفاعی حجرې ( دوېنې ډول ډول سپین کریوات ) دځیګر حجرو ته نفوذ کوي چې دغه حالت  ته دځیګرپړسوب وایي چې په انګریزي ېې هیپاټیټ بولي .

میکروبي  هیپاټیټ HEPATITIS  :

زیاتره میکروبی عوامل دځیګر دمیکروبی کیدا سبب کیږي دغه میکروبونه  په دریو غټو ډلو یعنې ویروسونو   ،باکټریاوو ، او فنګسونو  ویشل کیږي.

ویروسي هیپاټیټ  :

ځینې ویروسونه یوازې دځیګر پر حجرو حمله کوي دغه ډله ویروسونه  دهیپاټیټ  په ویروسونو یادیږي او  دکشفیدا ووخت ته په پام سره په  له A  څخه رانیولې تر Gپورې  نومول شوي دي یعنې هغه چې مخکې کشف شوی دی هغه A او نور په ترتیب سره B C D E FG نومول شوي دي هر ویروس خپله خاصه کورنۍلري  او یو له بل سره  یوشان نه دی ځکه خویو په بل نه بدلیږي له دغو ویروسونو پرته یوشمیر نور ویروسونه هم ځیګر ته تاوان رسولای شي  خوهغه یوازې ځیګر نه اخته کوي  او ممکنه ده له هیپاټیټ پرته نور غړي هم اخته کړي په دې برخه کې ممکنه ده شري او سرمخه يا آب چیچک ته اشاره کولاي شو.

باکټَریایي هیپاټیټ :

دغه ناروغي ډیره لږه لیدل کیږي او هیڅ باکټریا یوازې ځیګر نه اخته کوي بلکه دنورو ترڅنګ ممکنه ده ځیګر هم اخته کړي او میکروبي شي .

پرازیتي هیپاټیټ :

د ځیګرپرازیت ممکنه ده  له ځیګر سره خاصه دلچسپي ولري خو ډیر تاوان نه شي  ورسولاي او د دغه غړي په رګونو کې پټیږی په دغوپرازیتنو کې د فاسیولاهيپاتیکاپه نوم پرازیت ته اشاره کولاي شو دغه پرازیت په کلیوالو سیمو کې ډیروي  او  دحلزون (آسمان څکالکی ) په وسیله څارویو اوله  څارویو انسان ته انتقالیږي دغه ناروغي دځیګر حجرو ته ډیر تاوان نه رسوي  او پرازیت ضد درمل پري ښه اثر لري . ځینې پرازیتونه ډیره موده په ځیګر کې پاتې کیداي شي منجمله په دې برخه کې داکینوس کوکوس په نامه چینجي ته اشاره کولاي شو چې کله ځیګر ته ورسیږي هلته دځان لپاره یوه کڅوړه یا کیسټ جوړوي چې ډاکټران ېې هیداتیت کیسټ بولي په اوږدو کلونو کې دغه کیسټ غټیږي او کله چې لوي شي بیا ېې نښې نښانې څرګندیږي کله چې ناروغي تایئد شي دپرازیت ضد درملو په وسیله ېې  علاج کیږي  اویا کیسټ له ځیګر ه  دجراحي عملیاتو په وسیله له ځیګره راایستل کیږي دغه ناروغي هم په کلیواوبانډو کې چې انسانان له څارویو سره نیژدې اړیکي لري ډیره لیدل کیږي .

 ددفاعي سیسټم له امله رامنځته شوی هیپاټیټ :

 دبدن دفاعي سیسټم دبدن دداخلی غړیو او حجرو په وړاندې غبرګون نه ښيي په بله وینا دخپلو او پردیو توپیر کولاي شي کله هم ددغه سیسټم نظم ګډ وډ شي او دبدن ځینې حجرې چې ددفاع دنده لري  دبدن لپاره پردۍ او دد ښمن په توګه ښکاري ځکه خو پرې برېد کوي دغه ناروغۍ چې دبدن دفاعي حجرې دبدن دغړیو په ضد فعالیږي  اوتو ایمون ناروغۍ بلل کیږي ددغې ناروغۍ علت ډیرځله نه وي پیژندل شوی لکه پر تایروئیډ غدې د بدن دحجرو حمله ، یا پر ځیګر او یا پر مفصلونو حمله هغه ناروغۍ دي چې په دغې ډله کې يا ديدلاي شي . په دغو ناروغیو کې دبدن دفاعي سیسټم دبدن پرنورو حجرو حمله کوي او هغه له منځه وړي دغه ناروغۍ په پیغلو کې ډیره لیدل کیږي له نیکه مرغه  که ناروغي تشخیص شي  او په وخت معالجه شي نو علاج ېې شونی دی .

کیمیاوي هیپاټیټ :

زیاتره کیمیاوي مواد او زهرونه ډیر په ځیګر  کې ټولیږي او ډځیګر لپاره خطرناکه وي دغه زهر ممکنه ده په ناڅاپي توګه بدن ته داخل شي یا داچې وګړي ېې په خپل ترلاسه کړي لکه الکول او داسې نور چې دځیګر دانزایمونو په وسیله  یې بڼه بدلیږي او خطرناکه مواد ترې جوړیږي  . دغه مواد ممکنه ده دځیګر حجرې له منځه یوسي اویا یې ظاهري بڼه بدله کړي په دې ډول  دځیګر په دندو کې ستونزې پیدا کیږي حتي ممکنه ده دځیګر دحجرو په بدلولو سره سرطان رامنځته کړي . په دغو موادو کې شراب یا الکول هغه مهم مواد دي چې دځیګر دپړسوب سبب کیږي په دې ډول  چې په لویدیځو هیوادونوکې الکولي هیپاټیټ  دځیګر دپړسوب ترټولو عام ډول دی او زمونږ په هیوادونو کې ځکه دغه ډول ناروغي لږه لیدل کیږي .

آیا هر ډول الکول هیپاټیټ رامنځته کوي :

دوه ډوله الکول یعنې ایټایل الکول  او میټایل الکول دواړه دځیګرپړسو ب رامنځته کوی که څه هم دوهم ډول الکول نه څښل کیږي خو ډیر ځله دغه الکول په غلطۍ کې څښل کیږي او په دې ډول ځیګر له ستونزو سره مخامخیږي میټآیل الکول نورې ستونزې هم پیدا کوي مثلاً د ړندیدا سبب کیداي شي که څوک دمیټایل الکول له خوړلو روغ پاتې شي نو حتماً به له هیپاټیټ  سره مخامخ شي .

څومره الکول هیپاټیټ رامنځته کولاي شي ؟ :

په ځیګر کې له دې مادې  دوېنې دپاکیدا ظرفیت محدود دی له دې کبله دالکولي  هيپاټیټ په رامنځته کولو کې مهم عامل دالکولو اندازه ده هرڅومره چې دالکولو اندازه ډیره وي او ډیر وڅښل شي دالکولي هیپاټیټ احتمال هم ډیر وي نو هرډو الکول دهیپاټیټ سبب کیداي شي .

درملیز هیپاټیټ :

درمل هم  دکیمیاوي عواملوپه څیر دځیګر دپړسوب سبب کیدالاي شي ځینې درمل دبدن د دفاعی سیسټم دفعالیدا سبب کیداي شي چې په نتیجه کې ېې ځیګر ته تاوان  رسیږي او ځینې نور بیانیغ په نیغه په ځیګر اغیزلري اسیتامینوفین په دغودرملو کې شامل دي چې که  داوږدې مودې لپاره استعمال شي ځیګر ته تاوان رسوي ، هلوتان هغه ګازدي چې  په بیهوشۍ کې ترې استفاده کیږي دغه ګاز هم په ناڅاپي توګه ځیګر ته تاوان رسوي اوکله چې ناروغ یوځل  دهلوتان په وړاندې غبرګون وښيی هیڅکله باید د دوهم ځل لپاره ورنه کړاي شي ، ایزونیازید هم یو بل ډول درمل دي چې هیپاټیټ رمنځته کوي دغه درمل د نري رنځ یا سل په ضد استعمالیږي له دې چې لږ ترلږه شپږ میاشتې باید ناروغ ته  ورکړل شي نو هر ناروغ چې دغه درمل خوري باید په میاشت کې  یو ځل معاینه ا وځیګر یې چک شي ځینې نور درمل هم شته چې دځّیګر لپاره تاوان لري.

میټابولیکي ناروغۍ او هیپاټیټ  :

کله چې دځینو انزایمونو په تولید کې ستونزه موجوده وي نو هغه مواد چې د تجزیې لپاره دغو انزایمونو ته اړتیا موجوده وي په بدن کې راټولیږي دغه موادډیرځله خواږه او پروټینونه وي چې خاص کار نه کوي او په ځیګر، د هډوکوپه داخلي برخه يا تولۍاوطحال کې راټولیږي په دغو