په ايدز د اخته ناروغ  بدن بلآخره دومره کمزورئ کیږي چې د یوې ساده ناروغۍ په وړاندې هم د مقاومت توان له لاسه ورکوي او له منځه ځي .

د ختیځې آسیا او افریقا په ډيرو هیوادونو کې دا ناروغي له صحي پلوه لومړۍ درجه ستونځه ګڼل کیږي خو د الله په فضل په افغانستان کې د دیني اعتقاداتو او باورونو له امله ددې ناروغۍ کچه کمه ده .

که څه هم دقیق اطلاعات په لاس کې نه شته خو د طالبانو د واکمنۍ پر وخت کې د ملګرو ملتونو په یوه صحي راپور کې په دې ناروغۍ د اخته خلکو شمیره کابو صفر وه .

د WHO یا د نړۍ د روغتیايي سازمان د راپور له مخې په ۲۰۰۲ م کال کې په افغانستان کې د ایډز د ناروغۍ کچه یواځې لس تنه تثبیت شوې وه خو اوس ویل کیږي کابو زر تنه د ایدز په ناروغۍ اخته خلک تر اوسه پيژندل شوي او ښايي له ۳ تر ۱۰ زرو کسان په دې ناروغۍ په ټول افغانستان کې اخته وي .

د افغانستان د روغتیايي سر چینو د راپور په اساس د پيژندل شویو په ایدز ککړو کسانو تر ۹۰ سلنه زیات ېې هغه کسان دي چې په نورو هیوادونو کې په دې ناروغۍ اخته شوي او بیا افغانستان ته راغلي او یا ېې هم لږ تر لږه نورو په تیره ګاونډیو هیوادونو ته سفرونه درلودلي دي .

ډاکتران وايي له دې امله چې د افغانستان ډيرئ خلک د ایډز ناروغۍ په اړه لازم معلومات نه لري دا ناروغي په هیواد کې نوره هم خپریدلئ شي په تیره دا چې په افغانستان کې کابو یو نیم لک بهرني عسکر هم شتون لري او ډير افغانان په یوه نه یوه ډول له هغوی سره ارتباط لري .

د ۲۰۰۵ م کال د شمیرنو له امله په ۱۹۸۳ م کال کې د ایډز د ناروغۍ له پيژندل کیدو تر  ۲۰۰۵ م کاله ۲۵ میلیونه خلکو د دې ناروغۍ له امله په ټوله نړۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکړئ ؤ او په دې کال کې ۴۶ میلونه کسان په دې ناروغۍ اخته ؤ .

په ۲۰۱۰ م کال کې د ایډز د ناروغۍ له امله د یتیم شویو ماشومانو شمیر هم ۲۵ میلیونه کسانو ته رسیدلئ ؤ

د ۲۰۰۵ م کال د شمیرنو له مخې یواځې په پاکستان او ایران کې کابو دوه لکه تنه په دې ناروغۍ اخته ؤ.

 

د شمیرنو په اساس هره ورځ په ټوله نړۍ کې ۸۰۰۰ کسان د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي .

 

ایدز څه ډول ناروغي ده .

 

دا ناروغي یوه انسان نه بل انسان ته انتقالیږي او یوه ویروسي ناروغي ده .

د ایډز ویروس ایچ ای وي بلل کیږي چې تر ټولو مهم کار ېې د بدن د دفاعي سیستم له منځه وړل دي .

دا ویروس د بدن سپين کرویات چې دناروغیو او میکروبونو په وړاندې د مقابلې دنده پر غاړه لري له منځه وړي .

چې په دې توګه بدن د هرې وړې او غټې ناروغۍ په وړاندې د مقاومت د توان نه لرلو له امله له مرګ سره مخامخیږي .

 

د ایډز د انتقال لارې :

 

ایډز ناروغي ۷۰ سلنه د جنسي مقاربت ، شل سلنه د وینې له لارې او۱۰ سلنه هم له مور نه ماشوم ته انتقالیږي .

د ایډز ناروغي کومې ځانګړې نښې نه لري بلکې د ویروس له اخیستلو دوې اوونۍ ،یوه میاشت حتې ۶ میاشتې یا دوه کاله وروسته یو عادي ریزش یا زکام ته ورته علایم را منځته کیږي خو کله چې د ایډز ناروغي را منځته کیږي د ډيرې ستړیا ، د شپې خولې کیدو ، د مرغړیو پړسوب ،پرله پسې اسهال ،وچ او دوام لرونکئ ټوخئ ،د خولې زخمونه ، د ساه بندیدل ، او د پوستکي سرطان همداراز  د هسپرزوسټر په څير د پوستکي ناروغۍ  ناروغۍ ورته پيښیږي .

د ایچ ای وي تيسټ هم د ویروس له اخیستو ۱۲ اوونۍ وروسته په وینه کې مثبت کیږي .

،

په افغانستان کې  د ډيرو کډوالیو ، فقر ، بې وزلیو ، د کافي پوهې او سواد د نشتوالي او د ژوند د شرایطو د کچې ټيټوالي له امله د نورو ناروغیو په څير د ایډز د ناروغۍ د خوریدو شرایط برابر دي .

 

وقایه :

 

له دې امله چې د ایډز ناروغي ۷۰ سلنه یواځي د جنسي اړیکو له لارې انتقالیږي خپلې میرمنې ته وفاداري او بلعکس میړه ته د خپلې میرمنې وفاداري د ایډز د ناروغۍ په کنترول کې تر ټولو ډير مهم رول لري .

په امریکا او انګلیستان کې دا ناروغي په عمده ډول له همجنس بازانو یو بل ته انتقالیږي ځکه په دې ځایونو کې لواطت او همجنس بازي عامه ده .

 په امریکا کې کابو یو میلیون کسان په ایډز اخته دي او تر نیم میلیون زیاتو کسانو په دې هیواد کې د ایډز د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړئ .

له دې امله چې د مخدره توکو استعمالوونکي خلک شخصي حفظ الصحه نه شي مراعاتولئ او حتې د درملو د استعمال پر وخت ډير کسان له یوه سورنج څخه کار اخلي د نورو خطرناکو ویروسي او باکتریايي ناروغیو په څنګ کې ایدز هم یو بل ته انتقالوي .

افغانستان چې د نړۍ د بشري پراختیا د ۱۷۷ هیوادونو په لیست کې په وروستي کتار کې د یو څو افریقايي هیوادونو په سر کې ځای لري او همداراز د کډوالو د شمیر له امله ېې د نړۍ دوم مقام خپل کړئ او دوامداره جګړه هم په کې روانه ده د نورو ناخوالو تر څنګ د ایډز په شان د ساري ناروغۍ د خپریدو شرایط هم په کې مساعد دي .

همداراز د افغانستان له ګاونډيو هیوادونو سره پراخې پرانیستې پولې لري چې دا هم د ناروغیو په انتقال کې اغیزه لري .

یوه سروي ښيي چې د افغانستان په لرې پرتو او کلیوالو سیمو کې خلک حتې له خپلې میرمنې سره هم په مصئون ډول جنسي اړیکې نه شي ټينګولای په دې معنی چې که یو شخص یا د هغه میرمنه له ایدز پرته نورې هغه ناروغۍ چې له میړه ښځې یا له ښځې میړه ته انتقالیږي ولري بیا هم هغوی مصئون جنسي اړیکې نه شي ټينګولای او حتې له ۱ سلنې کم خلک کنډم پيژني او هغه استعمالوي .

 

د انتقال لارې :

 

له وینې یا مخاطي غشا ء سره  د منتن کس د وینې ، جنسي افرازاتو ،مني او د تي د شیدو د لګیدو یا ګډیدو د ایدز ناروغي انتقالیږي .

سره له دې که متن کس د ناروغۍ نښې نښاني هم ونه لري .

د ناروغۍ انتقال د انتقال شویو ویروسونو له شمیر ، د شخص له دفاعي سیستم او د درملنې له  زر یا وروسته پیل کیدو سره تړاو لري .

د مثال په ډول د حشراتو له چیچلو چې لومړئ ېې منتن کس چیچلئ او بیا سالم کس چیچلئ وئ د ناروغۍ د انتقال امکان ډير لږ حتې د نه شتون په حساب دئ .

 ډاکتران وايي په دې ډول ناروغي ځکه نه انتقالیږي چې ډير کم شمیر ویروسونه انتقالیږي او د سالم کس بدن د هغه د له منځه وړلو توان لري .

د خولې په لاړو کې هم د ویروسونو اندازه کمه ده او په مچې کولو ، ستړي مشې کولو ،یو ځای کیناستلو ، پرنجي ،په یوه حوض کې لمبیدلو، اوښکو ،خولو ،لاړو، غایطه موادو او ادارار له لارې نه خپریږي .

د وینې د انتقال پر وخت باید ډير احتیاط وشي او تر څو وینه ډامنه نه وي باید ناروغ ته تطبیق نه شي .

په افغانستان کې د وینې له تطبیق وړاندې وینې ورکوونکي ته څلور معاینې چې د ایچ آی وي ، تور ژیړي یا ایچ بې ایس ، ایچ سي وي چې دا هم یو ډول خطرناک ژیړئ دئ او سفلیس ناروغۍ په کې شاملې دي معاینه کیږي .

له دې امله چې وینه د ناروغیو د انتقال مور ده باید په انتقال کې ېې هم پوره پام لرنه ولرو .

همداراز په ایچ آی وي د ککړو میندو سالم ولادت ماشوم ته له مور نه د ایچ آي وي د انتقال کچه کموي .

 

پر ځان د اسلام د مبارک دین د احکامو عملي کول تر هر څه ډير د ایډز د ناروغۍ د خپریدو مخنیوئ کوي .

ځکه اسلام یواځې له خپلې میرنې سره د جنسي اړیکو اجازه ورکړې او له بل پلوه ېې ځوانان هم نکاح کولو ته هڅولي چې په دې توګه د ناروا جنسي اړیکو امکانات کمیږي .

له بلې خوا اسلام جنسي اړیکو ته هم اخلاقي اصول وضع کړي او د مخدره توکو او نشه ايي موادو استعمال ېې هم منع کړئ دئ .

له دې امله چې ایچ آی وي د ټولنې د ناروغۍ نوم لري او په ټول کې یوه ټولنه ګواښي اسلام په نیکیو امر او له بدیو د منعې اصول لري چې که په سم ډول اجراء شي د ټولنې د ټولو ناخوالو تر ټولو اغیزمنه لاره ده .

له بلې خوا د اسلام له نظره د هر کس ژوند او بدن د هغه په لاس کې یو الهي امانت دئ چې هغه ېې په ساتلو مامور شوئ چې باید په سم ډول ترې ګټه واخلي او د ناوړه ګټې اخیستنې حق ترې نه لري .

موږ باید په دې پوه شو چې زموږ هر غړئ ، بدن ، عقل ، پوهه او استعدادونه الهي امانتونه دي چې موږ باید په سالم ډول ترې ګټه واخلو او که هغه په ناروا چارو مصرفوو اویا زموږ د غفلت او بې پروایۍ له امله زیانمنیږي له موږ څخه به ېې په اخرت کې په اړه پوښتنه کیږي .

په اسلام کې ځان وژنه د بل مسلمان د وژنې په اندازه ګناه او عذاب لري اسلام تل په روغتیا او سالم بدن ټينګار کړئ او د روغتیا غوښتنې دوعا ېې غوره دوعاء بللې ده .

له بل طرفه موږ باید د اسلام په رڼا کې د جنسي مسئلو د پوهیدو په برخه کې شرم ونه کړو .

ځکه زموږ بې ځایه شرم زموږ د بې خبره پاتې کیدو او خدای ناخواسته په کندو کې د لویدو لامل ګرځي .

د بخاري او مسلم یو حدیث شریف دئ چې وايي د انصارو ښځې بښل شوې ځکه هغوی د خپلو دیني زده کړو په برخه کې شرم نه کاوه .

په اسلام کې د واده هدف اوموخه پاک لمني او د سترګو ښکته اچول ښودل شوي دي .

 

د ایچ ای وي تشخیص :

 

له نیکه مرغه په افغانستان کې هم د ایچ ای وي د تشخیص لپاره آسانتیاوې شته چې په لومړي سر کې یو ډول سټریفونه دي چې په هغه لومړنئ تشخیص تر سره کیږي او بیا د تائید لپاره نور ډول ډول ټستونه هم موجود دي .او حتې د ولسوالۍ په کچه په ټولو روغتونونو او همداراز په هغه کلینیکونو کې چې د وینې د انتقال شرایط په کې موجود دي دا ټسټونه شتون لري .

 

د آيډز علامې

 

نړیوال روغتیايي سازمان د ایډز ناروغۍ لپاره دری لویې او ۷ وړې علامې ټاکلې چې سترې علامې ېې په لاندې ډول دي

۱:د بدن له لس سلنې د زیات وزن کمیدل

۲:له یوې میاشتې زیات اسهال یا نس ناسته

۳: او له یوې میاشتې زیاته پرله پسې تبه

وړې علامې په لاندې ډول دي

۱:د لمفاوي غدو غټيدل

۲:تر یوې میاشتې زیات ټوخئ

۳:د خولې دوامداره خوړینیدل یا کانډيدیاز

۴:د بدن په بیلابیلو برخو کې خارښت لرونکئ سوروالئ

د هرپس زوسټر تکراري حملې

۶:د پوستکي مزمن او شدید ټپونه

او د حافظې له لاسه ورکول او د محیطي اعصابو تخریب چې وروستۍ نښه ده

ډاکتران وايی که په یوه سړي کې دوې لوېې او یوه وړه نښه موجودې وي دا کس په ایډز مشکوک دئ .

الیزا ټيست

دا ټيسټ یو دقیق ټیسټ دئ چې ۹۵ په سلو کې د ناروغۍ له سرایت ۶ اوونۍ وروسته مثبت کیږي له دې سره په څنګ کې د ایډز د دقیق تشخیص لپاره وایرل لوډ ټست د وینې د حجراتو دقیقه شمیرنه ، د سي ډي ۴ لمفوسایټونو شمیرنه او داسې نور تشخیصونه هم شته.

درملنه :

له بده مرغه ایډز مطلقه درملنه نه لري خو د فرصت طلبه انتاناتو درملنه او وقایه همداراز د وینې د جوړیدو تنبیه کوونکي فکتورونه او یو شمیر درمل د ناروغ عمر تر یوه حده اوږولای شي .

کله چې د ایډز دناروغۍ علایم راښکاره شي ناروغ بلعموم د یوه کال په موده کې خپل ژوند له لاسه ورکوي .