اووه څلوېښت کلن لیاقت علي د پیښور په یوه دولتي دفتر کې کاتب دی . لیاقت علي له وخته وروسته په یوه لابراتوار کې هم کار کوي چې د خپلې کورنۍ مصارف پوره کړي.

 دا د درې کاله پخوا کیسه ده. یوه ورځ چې لیاقت علي له کار څخه رخصت شوی او د لیډی ریډنګ روغتون په لاره کور ته روان و، په موټرونو کې یې په درجنونو انسانان ولیدل چې د چا پښې نه وې، د چا لاس نه و او د چا مخ سوی و.

 د دې صحنې له لیدلو وروسته لیاقت علي ته ذهني ناروغي پیدا شوه. اوس دی هره ورځ دوا خوري چې ناروغي یې له کنټروله ونه وځي او له کاره ونه لوېږي. دی باید ښځې او څلورو ماشومانو ته حلاله روزي وګټي.

  د پاکستان په پښتونخوا کې چې پاکستاني طالبان فعال دي، بمي چاودنې او خونړۍ پېښې ډېرې دي او په همدې وجه د لیاقت علي غوندې  په روحي ناروغیو اخته کسان هم مخ په ډېرېدو دي. د روحي ناروغیو متخصصان اټکل کوي چې په پاکستان کې اوس په میلیونونو داسې کسان موندلای شو چې د خونړیو پېښو د لیدلو او اورېدلو په نتیجه کې روحي او ذهني تکلیفونه ورپیدا شوي دي.

  د پیښور په لیډي ریډنګ روغتون  کې د روحي ناروغیو متخصص ، ډاکتر فراز خان آسوشیټد پرس آژانس ته ویلي دي چې روحي ناروغان بېخي زیات شوي دي، خو ډېر لږ کسان پکې علاج کوي. د ډاکتر فراز خان په قول، د پیښور لیډي ریډنګ روغتون ته هره  ورځ له څلویښتو تر پنځوسو  پورې ذهني ناروغان مراجعه کوي چې اکثره یې د بمي چاودنو او خونړیو پېښو په نتیجه کې ناروغان شوي دي.

 پیښور د قبایلي سیمو په  خوا کې واقع دی. په قبایلي سیمو کې طالبان فعال دي او دوی له تېرو پنځو کلونو راهیسې چې فعالیت یې زیات کړی دی، په پیښور کې ډېرې چاودنې کړې دي.

 البته، له تېر یو نیم کال راهیسې په پیښور کې چاودنې کمې شوې دي خو تر هغه دمخه داسې وختونه هم وو چې کابو هره ورځ به په دې ښار کې یوه چاودنه کېدله.

 د لیاقت علي روحي ناروغي د دوه زره نهم کال د اکتوبر په اته ویشتمه نېټه شروع شوه. په دې ورځ د پاکستان طالبانو د پیښور په یوه ګڼ بازار کې د موټر بم چاودنه وکړه چې په نتیجه کې یې تر سلو زیات کسان ووژل شول. ده د همدې پیښې مړي او زخمیان په څو موټرانو کې لیدلي وو چې لیډي ریډنګ روغتون ته راوړل کېدل.

 لیاقت علي دغه ترخه پېښه نه شي هیرولای. دی وایي، د انسانانو کوټې مې ولیدې چې د حلال شویو څارویو غوندې یو په بل پراته وو. د دې صحنې له لیدلو وروسته د لیاقت علي خوب ګډوډ شو. وېره ورولوېده او د مړیو او زخمیانو صحنه به یې بیا بیا سترګو ته درېده.

 د پاکستان د روحي ناروغیو ډاکتران وایي ،پښتونخوا اوس له همداسې ناروغانو ډکه ده.

  یو نهه کلن هلک چې په پیښور کې له یوې بمي چاودنې وروسته روحي تکلیف ورپیدا شوی دی، وایي چې زړه یې غواړي قتل وکړي، زړه یې غواړي نور ووژني. د دغه هلک خوب اوس ګډوډ دی او ښوونځي ته نور نه  ځي. دی شدیده  روحي ناروغي لري.