کومه ښکاره ناروغی نه لیدل کیږی اته میاشتی مخکی می د وینی معاینات وکړل په وینه کی ترای ګلیسراید تر عادی کچی لږ زیات وو وروسته د زړه متخصص ډاکټر ته ورغلم هغه راته یو ډول د فشار ګولی او بل د وینی د غوړیو د کمیدا ګولی ولیکلی او همدارنګه یی د ورزش کولو راته وویل زما پوښتنه دا ده چی زه څه ډول ورزش وکړم؟ درانه ورزشونه خو به کومه ستونزه نه پیدا کوی ؟
د تګ پر ماشین ۱۵ دقیقی منډه وهم خو کله چی یی بس کړم نو سر راباندی ګرځی ؟ که مهربانی وکړی او لازمی لارښونی راته وکړی مننه به وی 
کور مو ودان بریالی او سرلوړی اوسی

ایت الله خوشحال

 

د ډاکتر نجیب الله جلالزي ځواب

ګرانه وروره!

ستاسو له خبرو پوه شوم چې د زړه کومه خاصه ناروغي نه لرئ خو ځینې شیان د زړه ناروغیو ته لاره هواروي او هغه دا دي:

- سګرټ څکول

- چاغي (مزیتوب)

- د وینې لوړ فشار

- د وینې د غوړو زیاتوالی

- د شکرې ناروغي

- زیات خوراک خصوصاً غوړ، غوښه او خواږه شیان

- سپورټ نه کول

که څوک غواړي چې د زړه په ناروغیو اخته نه شي باید له دغو شیانو ځان وساتي. سپورټ تاسو او ټولو خلکو ته ګټه لري خو درانه سپورټونه د هر چا لپاره نه وي. تاسې باید په هماغه اندازه سپورټ وکړئ چې زغملای یې شې. منډه باید ډېر په کراره پیل شي او ورو ورو تېزه شي. په دې توګه زړه، رګونه او د بدن نور سیستمونه ورسره ځان اعیاروي خو که یو دم تېزه منډه وکړئ یا زیاته منډه وکړئ، نو زړه به مو ټول بدن خصوصاً ماغزو ته په کافي اندازه وینه ونه شي رسولای او هماغه وي چې سر مو ګرځي.

تاسو ویلي دي چې د فشار ګولۍ هم خورئ. د فشار دواګانې هم کېدای شي سړي ته د سر ګرځېدا پیدا کړي. همدارنګه که سړی اوبه یا نور مایعات په کافي اندازه ونه څښي، سر به یې وګرځي.

تاسو ته زما مشوره دا ده چې منډه په کراره پیل کړئ او په اولو ورځو کې د لږ وخت لپاره منډه وکړئ مثلاً له پنځو دقیقو څخه یې شروع کړئ او بیا کرار کرار په ورځ کې یوه دوې دقیقې ورباندې زیاتې کړئ. د منډو د وخت اعظمي حد د هر چا په عمر او فزیکي توان پورې اړه لري.

که د دې کار په کولو سره بیا مو هم سر ګرځېده نو خپل ډاکتر ته ورشئ او مشوره ورسره وکړئ.

ډاکتر نجیب الله جلالزی

د زړه د ناروغیو متخصص