که دا کار کله کله د کومي تلوسې له امله وي د مثال په توګه تاسو د يوې ډيرې مهمې مسلې په باب فيصله کوئ او زړه نا زړه یاست يا هم له تاسو سره داسي چلند شوی چې په زړه مو نه و. يا ديوې مصاحبې لپاره نوي دفتر ته ځئ او ورته حالاتو کې که درسره ويره وي ، مخ  مو سور واوړي  او خوب درباندي راشي دا نو يو عادي حالت دی چې  ستاسو د تلوسې په وړاندي په عکس العملي توګه رامنځ ته کيږي . خو که تاسو هر کله د ويرې احساس لرئ او ورسره نورې نارامۍ لکه د زړه درزا او يا هم خوله خوله کيدل نو مه هيروئ چې ښايي تاسو په اضطراب اخته یاست چې د مشورې او تداوۍ اړتيا ورته ليدل کيږي .

دِAnxiety يا اضطراب نښې څه دي؟

اضطراب ډيرې نښې لرلی شي خو مهمې یې دا دي .

v     د زره سخته درزا  او ساه ساه کيدل په داسي حال کې چې تاسو کوم سخت فزيکي کار هم نه وي کړی .

v    خوله

v    کله کله د سرگرځيدل او حتي په مځکه غورځيدل

v    د يو ډول تنشن يا فشار احساس .

v    سر خوږي                               

 

(Depression) ديپرشن يا ژور خپګان

هر انسان په ورځني ژوند کې کله نا کله ډير خپه کيږي . دا خبګان له يوې ځانګړي پيښي سره تړاو لري . دمثال په توګه د چا نيژدي دوست مړ شي اويا کومه ډير ه خواشينونکې پيښه وشي ، نو خواشيني  ژړا او نااميدي دلنډي مودي لپاره  دانسان يو طبيعي عکس العمل يا غبرګون دي چې ددي ځانګړي پيښي په وړاندي يي څرګندوي . خو که انسان د اوږدي مودي لپاره خپه وي او هره ورځ منفي فکرونه کوي دا امکان شته چې په ديپريشن يا ژور خپګان اخته وي .

د ژور خبګان غټي نښي کومي دي ؟

v    د اوږدي مودي لپاره خپه خپه او غلي غلي کيدل  ( له دوو اونیو ډیره موده )

v    د اشتها خرابيدل ( ډير ځله اشتها کميږي خو کله کله ډيریدلِې  هم شي )

v    د کمزوري احساس

v    بي خوبي او يا د خپل اصلي وخت څخه دمخه پاڅيدل

v    په ورځني چارو کې د دلچسپي کموالي

v    جنسي مسايلو ته علاقه نه ښودل

v    ژر په قاريدل او له خلکو سره په نا خبره بحثونه او جدي کيدل ..

v    د ذهني تمرکز کمزورتيا

v    ديو ډول محکوميت احساس يا داسي فکر چې خداي ماته سزا راکوي .

v    او د ځان وژني خيالات او فيصله .