• کفار به هیڅ وخت د مسلمانو دوستان نشي ترڅو هغوی اسلام نوي قبول کړی او یو مسلمان به هیڅ وخت د کفارو دوست نشي ترڅو یې کفر نه وي قبول کړی. نو محترم حامد کرزی او د هغه کابیني نه دا هیله کیږي چې مسلمانو هیوادو ته سفرونه زیات کړي تر څو مسلمانان له افغانستان سره مرسته وکړي ځکه یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی او پدې اوسني عصر کې افغانستان په ټولو اسلامي ممالکو حق لري چې ورسره بسپنه او ښېګڼه وکړي. دغه کار دې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپاري او دنده دې ورکړي چې له اسلامي هیوادونو سره غوره سیاسي، تعلیمي اقتصادي، تجارتي او نظامي تعلقات او اړیکې زر تر زره د ځانګړې بهرنۍ پالیسۍ او استراتیژۍ پر بنسټ قایمې کړي لکه سعودی عربستان، قطر، متحده آمارات، پاکستان، ایران، مالیزیا، اندونیزیا، اردن، مصر، عراق او داسې نور هیوادونه شول. د خورا غوره اړیکو لپاره باید کرزی صاحب یو خاص اعتمادي مسلکي ټیم جوړکړي او هغوی ته دنده و رکړي چې لازم وړاندیزونه په انګریزي ژبه په اقتصادي، سیاسي، تعلیمي، نظامي او تجارتي برخو کي مطابق د بهرنۍ پالیسۍ او استراتیژۍ چمتو کړي تر څو له بهرنیو اسلامي هیوادونو سره د افغانستان غوره اسلامي اړیکې او تعلقات د تل لپاره برقراره شي. پدغه کار به اروپا او امریکا ژور ټکان وخوري او د افغانستان مظلوم ولس به په حامد کرزی او دهغه په کمزوري حکومت قوی اعتماد وکړي. او همدغه ډول له محترم کرزی صاحب نه دا هیله کیږي چې اسلامي ملکونه افغانستان ته د پانګونې لپاره دعوت کړي او کرزی صاحب باید د کار زمینه افغانانو ته په داخل او خارج کې په اسلامي ملکونو کې برابره کړي لکه قطر،مصر، مالیزیا، سعودي عربستان، متحده آمارات، ایران او داسي نور شول ځکه چې اکثره زمونږه ځوانان بې کاره دي نو ځکه هغوی له مخالفینو سره یوځای کیږي نو بې کارۍ نه جنګ ورته غوره ښکاري.

• د مثال په ډول، یوه ورځ زما ملګري ماته وویل:( زما د ما ما زوی ځانمرګې حملي ته روان و خو خپل پلار يې پرې خبر شو نو راحصار/منع یې کړ). نو ما ورته وویل چې څنګه یې راحصار کړ او ولې یې ځانمرګې حمله کوله؟ نو زما ملګري ماته وویل:( زما د ما ما زوی ځکه ځانمرګې حمله کوله چې د هغه په خپل کلي کې یوه جنکۍ خوښه وه خو مور اوپلار يې ورته نه ورکوله ځکه هغه د یو خان/ملک لور وه او دغه هلک(ځانمرګې کوونکي) د یو بزګر زوی و- ډیر غریب و...). پس دغه مونږه ته جوته شوه چې مونږ باید د افغانستان خوار/غریب او مظلوم خلک د بې وزلۍ او فقر نه خلاص کړو تر څو هغوی د جنګ یا ځان وژنې نه وژغورل شي.
• د کرزي صاحب نه دغه خواهش کیږي چې اداري فساد ته د پا ی ټکي کیږدی. د حل لار یې داده چې د سترې محکمي رئیس، لوی څارنوال، د انتخاباتو د کمیسیون مشر او د اداري اصلاحاتو مشر باید داسې کسان وټا کل شي چې ډیر متقي، امانتدار، پوه، تجربه لرونکي، مسلکي، وفادار، صادق او پر هیواد میین خلک وي تر څو اداري فساد ته د پای ټکی کیښودل شي او کار اهل کار ته وسپارل شی ځکه چې افغانستان افغانان جوړ نکړي په لوی خدای(ج) مې د قسم وي چې ټوله نړۍ به یې جوړ نکړای شي. مثال یې دغه اوس دی چې ټول جهان راغلی دی خو نا قراري او بی ثباتي ده.

• په پای کې له محترم حامد کرزی صاحب ته دغه هیله کیږي چې د بهرنیو چارو وزارت باید دخپل هیواد افغانستان لپاره اوږدمهاله خارجي پالیسۍ او استراتیژۍ جوړه کړي چې په هغه کې ملي ګټې خوندي وي او بیا مطابق ددغه خارجي پالیسۍ او استراتیژۍ ولس مشر، کابینه، پارلمان، ستره محکمه، لویه څارنوالۍ، سفیران، والیان او قوماندانان خپله کړنلاره(صلاحیت، مسوولیت، حساب ورکونه او دندې) مخ پر وړاندې بوزي.

• چون اوس زمونږه مشخصه بهرنۍ پالیسۍ او استراتیژۍ نلرو، نو ځکه د یو خارجي مملکت رئیس جمهور/پاچا یا معاون یا وزیر زمونږ هیواد ته راځي او په خپل سر له یو والي سره(لکه عطاء محمد نور یا ګل آغا شیرزي) سره د اوبامه کتل شول.

• دغه ټول کارونه زمونږ په وزارت خارجه پورې تړاو لري چې هغوی دومره کمزوري دي چې د خپل وزارت لپاره کومه ځا نګړې بهرنۍ پالیسۍ او استراتيژۍ تر اوسه پورې نلري نو ځکه زمونږ ګران هیواد د بهرنیو ظالمانو ښکار شو. بهرنیان هم پوه دي چې راځئ د افغانستان وزیران، والیان، سفیران، سنا توران، وکیلان مونږه سره بغیر د کومې مشخصې بهرنۍ پالیسۍ او استراتیژۍ معاهدې/ تړنونه امضاء کوي زمونږه پکې بلې/مزي دي. دغه قسم نظام ته چې بدون له کومې مشخصې بهرنۍ پالیسۍ او استراتیژۍ مخکې روان وي ورته انارشیزم(انارکي) وايې چې په هغه کې قانون، اصول، مقررات، او نظم یا ترتیب نه لیدل کیږي(یعني چاچې څه کول هغه کوی شي یا د ځنکل قانون دی چې هر قوی ځناور لکه زمری شو پر نورو حکومت کولای شي).

• پس کرزی صاحب نه دا هیله کیږي چې پس لدینه خپله کابینه، پارلمان، لوي څارنوالي، ستره محکمه، والیان، سفیران ټول سره راغونډ کړي او پدې تفاهم ته سره وره سیږي چې پس لدینه به مونږه یکې یوه بهرنۍ پالیسۍ او استراتیژۍ مخکې سره بیا یو نه لکه د نن په شان چې حامد کرزی وایې: (طالبان د امریکائیانو سره مرسته کوي او خپلې حملې یې ځکه زیاتې کړي دي تر څو په افغانستان کې امریکائیان د ډیر وخت لپاره پاتي شی). 

• کله چې د کرزی صاحب دغه مفکوره په مطبوعاتو کې خپره شوه نو له سخت خارجی او داخلي غبرګون سره مخامخ شوه نو له بده مرغه کرزی خپله خبره بیرته واخیسته او کرزي بیا د خپل رسمي ویب پانې څخه داسې خبر خپور کړ ((په داسې حال کې چې دافغانستان يو بې وزلى او اړ هيواد دى او د نړيوالې ټولنې او د امريکا د مرستو له امله مننه کوي؛ غواړي له امريکا او نورو هيوادونو سره يې اړيکې د افغانستان د ملي ګټو او واکمنۍ د درناوى پربنسټ ټينګې وي .)). په لنډ ډول، د افغانستان حکومت باید زر تر زره په یوه ځانګړې خارجي پالیسۍ او استراتیژۍ کار وکړي او د خپل مظلوم هیواد لپاره یې زر تر زره چمتو کړي تر څو هغه د تل لپاره جمهور رئیس، وزیران، والیان، سفیران، قاضیان، وکیلان، سناتوران او نور اداري چارواکي په داخل او خارج کې یو شان پلي کړي تر څو زمونږ ملک د پرمختګ، سولې، ثبات اوملي وحدت په لور روان شي او انارشیژم(انارکي) ته د پای ټکی کیښودل شي.

 يادونه : هره ليکنه دليکوال خپل نظرده د حريت بريښناپاڼې توافق ورسره شرط نه ده مننه