ژباړه : جلال الرحمان ((شرر))
یوې تازه طبی څیړني د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د لارښوونو حقیقت هغه وخت لا جوت کړ چی کله یې سپیانو ته لاس ور وړل، د هغو سره لوبی کول ، د هغو مردایو ته لاس ور وړل یا یې په لاس د بولو یا ناوړو ور مینځل منع اعلان کړه او ویره یې څرګنده کړه چی په دې سره د ړندیدو شونتیا سته .... 
د حیوانانو د ډآکټرانو یوې خاصی ډلی ویلی دی چی د سپیانو روزنه کول، د هغه فضله موادو او بولو ته لاس ور وړل انسانی بدن ته یو ډول چینجیان انتقالوی چی د ټوکسوکارا کینز "Toksukara Cannes" په نامه شهرت لری او د یو انسان د نظر اخیستلو یا ړندولو سبب کیدلائ سي. 
په سمر سیټ کی د حیواناتو د طب متخصص ډاکټر این رایټ د شپیتو سپیانو د پلټلو وروسته خبردارې ورکړی دی چی د لمړۍ څلورمی برخی سپیانو په پوستکي کی ددغه چینجیانو هګۍ وجود لري چی د یوه ویښته د شنه کیدو په ځای کی یې تر یو سل اتیا پوری وړې وړې هګیانی موجودي وی او دغه اندازه تر هغه ډیره ده چی د خاورو په نمونه کی پیدا کیږی. 
د بلي څلورمی برخی سپیانو په پوستکي کی ۷۱ نوری وړې وړې هګۍ سته چی نمو کونکی (لوئیدونکي) جنیونه پکښی سته ،درې هغه یې په پوره توګه بالغ دی او انسان اغیزمنولائ سي. 
کارپوهانو په خپل هغه را پور کی چی د برطانیې ډیلي میرر (Daily merror) ورځپاڼی نشر کړی دی ویلی دی چی د دغه چینجیانو وړې وړې هګۍ چی یو ملی میتر اوږدوالی لری د سپیانو سره د تماس یا لوبو کولو په وخت ډیر ژر په لاسونو پسي مښلی او د غذا سره بدن ته داخلیږی او راسا د سترګو شا ته Optic nerve ته څیرمه ځان رسوي او هلته پسی غټیږی څو چی د سترګو پر دید یرغل کوی او انسان ړندوي. 

د وقایی دپاره یې ډاکټران ټینګار کوی چی د ډوډۍ خوړلو تر مخه یا سپی ته د لاس ور وړلو سره سم باید لاسونه ښه ومینځل سي او بیا خواړه نوش جان سي. 
کله چی سروې وښودل چی په متحده ایالاتو کی د کاله لس زره کسان چی ډیره برخه یې واړه ماشومان دي د دغه چینجیانو څخه اغیزمن سوي دی دوی د لاسونو پر مینځلو ټینګار لا زیات کړه. 

د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم له نن څخه کابو څوارلس سوه کاله وړاندی د سپیانو سره د لوبو کولو، تماس او یا هم د هغه د قاذرواتو یا ناوړو ته د لاس وروړلو څخه منع کړي یو ځکه سپې په ورځ کی ډیر ځله خپل بدن او وریښتان څنډي او ددې سره ټولي باکټریا وی د تماس لرونکی انسان پوستکی او خولې ته ننوزی یا یې هم ناوړی پر مښلی چی د روغتیا لپاره ډیر ضرر رسولای سي. 
همدا ډول پیغمبر علیه السلام امر کړی دی چی کچیرته ستاسو لاس بابدن د سپې د بدن سره وموښتی او یا هم په کوم لوښي کی یې خوراک وکړ تاسو یې په یوه روایت کی درې او په بل روایت کی اوه ځله ومینځی او یو ځل یې په خاورو یا خټو باندی ومینځی تر څو یې چنجیان او پرازیټونه مړه سی. 
همدا شان د ډوډۍ د خوراک تر مخه هم پیغمبر علیه السلام د لاس پر مینځلو همیشه ټینګار کړی دی . 
نو ښه خبره داده چی باید سپیان و نه ساتو او نه هم لوبی ورسره وکړو. 
ځکه ژوند ښکلی دی.

سرچينه :   http://7wlal3alam.blogspot.com/2012/07/blog-post_159.html