له ټولو نه لومړی دحضرت ابوبکر(صديق  رض)کورنۍ مسلمانه شوه.

دلومړي ځل لپاره دوحی نزول درمضان المبارک په مياشت کې وشو.

حضرت سعدبن معاذ(رض)لومړی مسلمان حاکم وو چې داسلا م په قبلولو وهل اوټکول شوي.

دحق په لاره کې لومړی دسر قرباني حضرت سعدبن معاذ(رض)ورکړه.

مدينې منورې ته لومړي صحابي چې  هجرت يې وکړ ابوسلمه (رض) وو.

حضرت محمد(ص)له هجرت څخه وروسته په لو مړي ځل دابوايوب انصاري (رض)کورته تشريف يوړو.

دمدينې منورې لومړی شخص سويدبن صامت وو چې دحضرت محمد (ص) له دعوت څخه متاثرشو.

دحضرت محمد(ص)له هجرت څخه وروسته لومړنی صحابيه حضرت کلثوم بنت الهدم وه چې وفات شوه.

  حضرت محمد(ص)لومړی فوځي اوسياسي قدم د(ابواء) په غزاکې پورته کړ.

دمسلمانانولومړی موذن حضرت بلال بن رباح(رض)و.

داسلام په لاره کې لومړۍ ښځينه شهيده حضرت سميه (رض) وه.

صحيح البخاري داحاديثو لومړي مجموعه ده.

لومړی ښځه(بنانه)وه چې په قصاص سره ووژل شوه.

له ټولو نه لومړی دکعبی طواف فرشتو کړی ده.

په اسلام کې له ټولو نه لومړی دخليفه لقب حضرت ابوبکر صديق (رض) ته ورکړل شوی،په صحابه وو کې له ټولو نه لومړی اوله ټولونه لوی مفتي حضرت ابوبکرصديق (رض)وو او په اسلام کې له ټولونه لومړی حج حضرت ابوبکرصديق(رض)کړی دی.

دمکې له فتحې پرمهال لومړی اذان حضرت بلال (رض)وکړ.

په اسلام کې لومړی مظاهره ددی په خاطر وشوه کله چې يهوديانو ديوې مسلمانې خورپه ډک بازار کې سپکاوی کړی و،

دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې دشاه فيصل دجومات لومړی امامت (شيخ عني البحرکان) وکړ.

په مدينه منوره کې دبدر دغزا دفتحې زيری حضرت زيدبن حارث وکړ.

له ټولو نه لومړی داذان لپاره مناره حضرت اميرمعاويه (رض)جوړه کړی ده.

په اسلام کې له ټولو نه لومړی په شرابوڅښلو باندې وحشي بن حرب ته سزا ورکړل شوه.

داسلام په تاريخ کې لومړی اسلام دحبشي پاچا(نجاشي)قبول کړ.

حضرت محمد(ص)ته لومړی شاهي ډالۍ دحبشي نجاشي  پاچاورکړې وه.

په نړۍ کې ترټولو لومړی کتاب په ۱۴۵۷ م کې چاپ شو.

دقر انکريم لومړي ژباړه په لاتيني ژبه وشوه.