د كابل ښاروالۍ وايي چې د لومړي ځل لپاره په كابل كې د يوې اتيا پوړيزې ودانۍ د جوړولو پرپلان غور کوي.
باختر دولتي خبري اژانس د كابل ښاروال محمد يونس نوانديش له قوله ليكلي، چې د دې ودانۍ د جوړولو د سيمې اوخاورې په اړه لومړنۍ څيړنې پيل شوي دي.
په عين حال كې د كابل ښاروال څرګنده كړې، چې د نقليه وسايطو يوولس پوړېو پاركينګ هم جوړيږي، خو د دې پاركينګ اواتيا پوړيزې ودانۍ د جوړېدو ځاى لا تر اوسه نه دى څرګند شوى.
د دې لوړ پوړيزې ودانۍ د جوړېدو خبر په داسې حال كې وركول كيږي، چې په دې وروستيوكې په كابل ښاركې اته پوړيزې اولس پوړيزې ودانۍ زياتې جوړې شوي، خو كارپوهان وايي چې ترډيره بې كيفيته مواد په كې كارول شوي او ښايي د زلزلې په څير د طبيعي پېښو په وړاندې يې مقاومت كم وي او ژر ړنګې شي.
له تاند ویب پاڼې څخه په مننه