علم ګل سحر

دپښتو لنډيو په څېر، د پښتو متلونو د منځ ته راتلو ځاى او وخت هم څرګند نه دى او نه يې هم ويونکي معلوم دي، خو( چې  جنګ سوړ شو، ميرى تود شو ) هغه متل دى،چې د ځينو څېړونکو په اند يې دمنځ ته راتلو ځاى معلوم دى.

ويل کيږي،چې دغه متل لومړى ځل دلوګر ولايت، د زرغون ښار په سيمه کې ويل شوى او بيا په نورو سيمو کې مشهور شوى دى. دمتل کيسيه داسې ده :

وايي،چې دلوګر، د زرغون ښار په سيمه کې څوکسو څټګرو په يوه کلي کې يوه کلا جوړوله، ددوى مشر خټګر يا بنا، ميرى نومېده، ميری به  د کلا د دېوال پر سر ناست و او پخسه به يې وهله. دا نورو به له لاندې خټه ورکوله .

يوه ورځ خټګرو دوه خټکي واخېستل، د دوو خټګرو ترمنځ د خټکيو پر سر لانجه شوه، يوه ويل،چې لوى خټکى اوس خورو او دا بل ساتو او بيا يې له استاد،يانې ميري سره په ګډه خورو. خو بل ويل،چې غټ خټکى له هغه سره يو ځاى خورو. ددوى دواړو جنګ شو، ميري چې د پخسې په جوړولو اوښوى کولو بوخت و، دوى ته توجه نه کوله. يو بل لاروى راغى، ددغو دوو خټګرو ترمنځ يې روغه وکړه. تر دې جنګ وروسته د ميري موضوع ته پام شو او په دې اړه يې پوښتنه وکړه، کله چې پوه شو پر خټکيو يې جنجال کړى دى، نو له پاسه يې په سپکو سپورو پيل وکړ او دواړه يې په خټو او لوټو وويشتل.

تر هغه وروسته دا متل عام شوى، چې وايي : جنګ سوړ شو، ميرى تود شو.