لکه ماشوم چي يو شی غواړي ،ژاړي

داسي مي زړه درپسي ژاړي،ژاړي

 

همدردي اوس هم په نړۍ کي شته ده

سترګي چي هر وخت ژاړي ،دواړي ژاړي

 

نجلۍ د سوز سندره ناري کړله

د زړګي درد ورپکې نغاړي ژاړي

 

ما ادبيات  ددې اولس ولوستل

هم يې ليکني،هم يې ژباړي ژاړي

 

چي خپلواکي شي تر پوښتني  لاندي

بيا نو پر واک باندي مختاړي ژاړي