د آسټرالیا پخوانی خزانه دار سکاټ موریسن د جمعې په ورځ د لبرال ګوند د مشرتابه تر ګټلو وروسته د استرالیا د نوي لومړی وزیر په توګه لوړه وکړه.

سکاټ موریسن له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې د لېبرال ګوند لخوا د استرالیا د پارلمان غړی پاتې شوې.

ښاغلی موریسن د لېبرال ګوند د مشرتابه پرسر ټاکنو کې د کورنیو چارو وزیر پيټر ډوټن په مقابل کې سیالي ترسره کړه او د ۴۵ رایو پر ګټلو يې د دغه ګوند د ریاست څوکۍ ترلاسه کړه.

د استرالیا پخواني لومړي وزير مالکم ټرنبل د کمزورو رایو د فشار له امله د ګوند د راى پاڼې په دغه سیالۍ له ګډون څخه ډډه وکړه.

برسیره پر دې سکاټ موریسن د شنبې په ورځ په نوې اعلان شوې کابینه کې پیټر ډوټن بیرته د کورنیو چارو وزیر په توګه معرفي کړ، خو له دغه وزارته یې د مهاجرت او تابعیت چارو مسولیت واخیسته او په دې برخه کې یې نوی وزارت رامنځته کړ چې ډیويد کولمن به یې مشري کوي.

لومړي وزیر سکاټ موریس په دې اړه یوې رسنۍ ته داسې وویل، « مونږ د استرالیا پر مهاجرت یو پياوړی تمرکز غواړو ترڅو په دې برخه هغه څه ترلاسه کړو چې مونږ یې غوښتونکو یو.»

نوموړي زیاته کړه، په کابینه کې نوي تغیرات د استرالیا د خلکو پر غوښتنه داسې جوړ شوې ترڅو د دې ضمانت وکړي چې د راتلونکې کال پارلماني ټاکنې یو ځل بیا د لیبرال ګوند وګټي.