لمره ژر راوخیږه، بې سيوري يم

نه د سپوږمۍ خپل او نه د ستوري يم

سترګې مې په خپل ځان پسې اړوم

وړی داسې لارې داسې لوري يم


سترګې د ډېوې مې ورکې کړي دي

خپلې دوه لېمې مې ورکې کړي دي

اې! دې وخت ته ووایﺉ چې څه دې کړې

اې! هغه شیبې مې ورکې کړي دي


مه ځه ځانه ځان رانه الوتی دی

اې والله ايمان رانه الوتی دی

زړه مې غلی، روح مې ستړی ستړی دی

مړ يمه توپان رانه الوتی دی


اې خانه! زما خونه دې وړې ده

اې جانه! والله ګناه دې کړې ده

راشه دلته هم څه درنه پاتې دي

اې! دا ساه مې ستا د وجود غړې ده


ژونده! راشه پرې مې ږده چې ژوند وکړم

راشه چې شېبه شېبه کې ژوند وکړم

نه کيږي په تش ياد دې څه نه کيږي

نه کيږي اشنا چې په دې ژوند وکړم


کاڼی دې کړم څومره دې اوبه کړمه؟

دنګې، غنمرنګې زه دې څه کړمه؟

ما له ځانه وپوښته، پېدا مې کړه!

زړه دې که بيا کله درپه زړه کړمه


مه راپسې ستوري لټوه اشنا

مه مې د نوم توري لټوه اشنا

ستا د زړه اسمان وريځې دی نه ښکارم

مه د شفق سيوري لټوه اشنا


اې رنګه! بې رنګه دې پريښی يم

اوس دې لکه ګل کتاب کې ايښی يم


۴ جون ۲۰۱۱ (MSPA د فتح خان کلا) کابل