دغه د مرګ وږی چې د ژوند په خوږو موړ شي

تا سره به جوړ شي ګله! ما سره به جوړ شي

 

بیا به خوشالۍ د بړبکېو په څېر ګډې شي

غم به د غنم غوندې د خدای په چاړه ووړ شي

 

څوک چې محمد شي هره خوا به يې ملګرې شي

څوک چې ابراهيم شي اوور به خپله ورته سوړ شي

 

لوی که مو واړه له ګوتې ونيسي نو لوی به شي

نه، نو ووړ به ووړ پاتې شي لوی به هم راووړ شي

 

کله به وي لمر کله به ستا د وجود سيوری شي

دا له رنګو ډک شفق که ځوان دی او که زوړ شي

 

 

۱ غویی ۱۳۹۰ (پنجشنبه سهار)